3.30.2011
3.29.2011
3.27.2011
3.22.2011
زمانه (وخت
لومړی (۱) حال
هغه زمانه ده چئ یو کار اوس کیږي
لکه:
ځم / لیکي ، خورئ ، وړئ اونور.
دوهم – ماضي یا تیره زمانه (وخت
دا هغه زمانه ده چي یو کار په تیر وخت کي سوئ وي او دا زمانه په درې ډوله ده.
لکه :
الف : مطلقه ماضي
پدې زمانه کي یو کار اوس ته نژدې په تیر زمانه کي سوئ وي.
لکه :
احمد ښونځي ته ولاړ.
تا ډوډۍ وخوړه.
زه کورته راغلم .
موږ ښونځي ته ولاړو.
ب: قریبه یا نژدې ماضي زمانه (وخت)
پدې زمانه کی یو کار اوس ته نژدې په تیره زمانه کي سوۍ وي.
لکه :
تا ډوډۍ خوړلې ده.
موږ کتاب راوړئ دئ.
تاسي کورته تللي یاست.
ج: بعید یا لري تیره زمانه (وخت)
چي یو کار په تیره لیري تیر زمانه (وخت) کي سوئ وي.
لکه :
موږ ځپل کار کړئ وو.
ته لوګر ته تللي وئ.
دوی راغلي وه.
دریم: راتلونکې زمانه (وخت
چي یو کار په راتلونکي زمانه کي کیږي
لکه :
احمد به راسي.
مونږ به وخاندو
دوي به خط ولیکي.
3.19.2011

مقاله غيرې داستاني ليکنې ته وايي چې د فکر محصول د شننې ،ارقامو،او حقايقو په ژورې رڼا کې د يوې روښانه پائلې سره وکړي اوخپل علاقمندان د تازه او مهمو پېښوڅخه خبر کړای شي يا مقاله دخیال دقوت محصول دی که دخیالاتو چینه جاري وي نو ژوند مخ په وړاندې ځي مقاله اصلا ً په یوې ټاکلې موضوع پراخه اظهار خیال ته وایي مقاله باید د تنقید له دایرې څخه بهر ونه وځي یا په بل عبارت مقاله په نثر لنډه لیکنه ده چې په غوره او آسانه توګه دیوې ځانګړې موضوع څخه بحث کوي
3.18.2011
څرګند واو
نارینه نومونو په پای کې راځي لکه :کچالو،لاټو،خېټو،ټټـــو او داسې نور
ــ نرم واو (و )ــ
د کومونومونو په پای کې چې نرم واو راشي هغه نارینه نوم ګڼل کېږي لکه : لو، کنډو ، پلو ، علو او داسې نور .
ـــ کوچنۍ هې ( ه) ــ
د کومو نومونو په پای کې چې کوچنۍ هې راغلې وي هغه نارینه نومونه بلل کېږي لکه : تره ، وراره ، پسه ، زړه او داسي نور ؛ مګر کوچنۍ هې کله کله په بې سا ښځېنه نومونو کې هم راځي لکه : خوله ، ویاله ، کاله ، رانجه ، سابه ، ساړه او داسې نور .
اوږد واو (و)ـ
دا واو د ښځینه نومونو په پای کې راځي او د کومو نومونو په پای کې چې را شي ښځینه نومونه بلل کېږي
لکه : مستو ، زانګو ، ښارو ، پيشو او داسی نور.
څرګنده هې (ه) ــ
دکومو نومونارتینه او داسي نوو په پای کې چې څرګنده هې راشي هغه ښځینه نوم بلل کېږي لکه :آسپه ، ، وینه ، مڼه ، پزه ، تره ، ښځه ، ماندینه
مصدر د وتلو یا صادریدو ځای ته وایي او په اصطلاحي شکل مصدر هغې کلمې ته وایي چې د هغې څخه د یو کار د کیدلو څرګند ونه کيږي مثلا ً : دغیر صحي شیانو خوړل انسان ته ضرر رسوي . په دې جمله کې د خوړل کلمه مصدر ده ځکه چې بې له زمانې څخه د یو فعل اجرأ ښیي او یا مصدر هغه کلمه ده چې بې له درې ګونو زمانو څخه یو کار ښیي او زمانه ترې نه، مالوميږي په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ پنځه ډوله دی
ـ۱ـ لام والا لکه : بښل ورتلل وهل
ـ۲ـ یدل والا لکه : چاودېدل ، اورېدل او نور
۳ول والا لکه : او رول ،ډارول ـ لبمول-
ـ۴ـ کول والا لکه : بیړه کول ، زغم کول
ـ۵ـ کیدل والا لکه : پاتې کيدل ، ښایسته
توري ابيڅۍ
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .
ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى
3.17.2011

صفت هغه کلمه ده چی پر اسم یا نوم باندي تاثیر کوي او یا په جمله کښي د اسم یا نوم په باره کښی څه وایي.
لکه : لوی . ښه . بد . جگ . کوچنی او داسی نور.
په لاندي جملو کی صفت وپیژنې:
د دوی کور د یوه جگ غره تر شا دي. / جگ = صفت
ضمیر هغه خپلواکه کلمه ده چې د یو نوم ښکارندویي کوي د هغه پر ځای راځي او یا یې ملګرتیا کوي نومځری داډولونه لري:شخصي ضمير،اشاري ضمير،نامعلوم(مبهم)ضمير،ګډيامشترک ضمير،چې هريوددرې ګونواشخاصو(متکلم،مخاطب،غايب) اودرې ګونوزمانوتيره،اوس،راتلونکې له پاره کارول کيږي.يوه بيلګه یې داده:
سمسورکابل ته لاړ ( هغه کابل ته لاړ) همداشان د یو متن په جملو کې زه ، هغه ، می ، دوی ، زما،نه ، ما،هغوی ، څوک ،چا ، د،هغو ، ستاسو ، ستا ، موږ ، دغه ، دا اونورضميرونه دې
نوم هغه خپلواکه کلمه ده چې په یو شي باندې دلالت کوي او په ځانګړې توګه خپله مانا څرګند وي لکه : سمسور، ټولګی ،ښوونکی،کتاب ،وخت ، ګل ،آس ، جومات،څپلۍ چې په شیانو باندې له زمان پرته دلالت کوي دنوم ډولونه دادي:خاص نوم،عام نوم،دذات نوم،دمعنا(مجرد) نوم،معرفه نوم، نکره نوم ،اشاري نوم،دجنس نوم ،دعددنوم،دآلې نوم،دفعل نوم،دغږ(صوت)نوم،نارينه نوم،ښځينه نوم،مفردنوم،جمع نوم ،ساده نوم،مرکب نوم اونور
له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .
ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په
ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زدكړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد، په پنځه كاله كي يې پوځي زدكړه بشپړ كړه وروسته په اردلانو غونډ كي كومندان وټاكل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه، او هم يې د حربي ښووځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله كي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاكل شو، بيا د شاهي ګارډ كومندان سو، څه مهال په تركيه كي د افغاني سفارت پوځي اتشه و، ده د هيواد د خپلواكۍ په جګړه كي هم پوړه ونډه واخيسته، او خپله پښتني ميړانه يې څرګنده كړه، په 1303 لمريز كال كي د پكتيا د عسكري كومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو.
په 1306 لمريز كال كي د مزار شريف د ملكي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسكري كومندان وټاكل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كي له اعليحضرت محمدنادر شاه شهيد سره كلكه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وكړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په كابينه كي كورنى وزير وټاكل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او كابيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل سو، په دغو ولايتونو كي پوره ارامي او را وروسته وروسته بيا په 1311 لمريز كال كي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او كندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په هر ځاى او هركار كي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست.
په 1309 لمريز كال كي د دولت وزير وټاكل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل كاله كي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ كي تېركړى دى.
په 1343 لمريز كال كي د لويي جرګې د مشر مرستيال ټاكل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره كړه.
تر 1327 لمريزكال پوري د مزار شريف په ايبكو كي اوسېدئ، بيا په همدغه كال كي د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كي كابل ته راغئ او پاته ژوند يې په خپله خوښه په كابل او ننګرهار كي تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايي) كي تېر كړل خو په اوړي كي به كابل ته تلئ او په دې ډول يې د خپل كوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله.
مړينه:
دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى كي د 1343 كال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 كلونو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كي وفات او په خورا درناوي د كابل د شهداى صالحينو په هديره كي خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د كابل لوى_لوى خلګ، ملكي او عسكري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، كله دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا ارشاد لنډ ژوند ليك بيان كړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسكري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وكړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټك و، ځكه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسكر او جنرال و، او د عبدالقادر خټك دا شعر يې ووايه:
چي څراغ د هنر ځمكي پوشيده كړ
كه يې زه په اوښكو ډوبه كړم سزا ده
د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر 28 _ 29 د شير پور په لوى جومات كي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد كريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده كړه
3.16.2011

۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .
۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زېر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .
۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).
۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .
۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).
د دغو يا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )
ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.
که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځئ) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي .
شعردیوځانګړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب ګرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي .
شعر په موزون بیان د خیال اوفکر عاطفي تړون دی .
په ټولیزه توګه شعردشکل له مخې په دوه برخو وېشل کیږي
( الف ) دشعر ډولونه : ۱ ــ غزل او ډولونه یې ،۲ ــ آزاد شعراو ډولونه یې ، ۳ ــ اډانه ( انځور یا ادبی طرحه) ،۴ ــ آزاده منظومه ، ۵ ــ قطعه ، ۶ ــ بولــله ( قصیده ) ، ۷ ــ مستزاد، ۸ ــ ترجیع بند، ۹ ــ ترکیب بند، ۱۰ ــ ټول قافیز ، ۱۱ ــ یوئیز ( تک بیتونه ) ، ۱۲ ــ دویزه (مثنوي) ، ۱۳ ــ دریز (مثلث) ، ۱۴ــ څلوریز (مربع) ، ۱۵ــ پینځه ییز (مخمس) ، ۱۶ ــ شپږیز (مسدس) ، ۱۷ ــ اوه یز (مسبع) ، ۱۸ ــ اته یز (مثمن) ، ۱۹ ــ لسیز (معشر) ۲۰ ــ ځلوريزه (رباعي)
ب ) ــ ولسي نظمونه : ۱ ــ مقام ، ۲ ــ بګتۍ ، ۳ ــ چاربیته ، ۴ ــ لوبه ، ۵ ــ بدله ، ۶ ــ داستان ، ۷ ــ سروکی (نیمکۍ) ، ۸ ــ لنډۍ ، ۹ ــ د نکلونو غږونه ، ۱۰ ــ کاکړۍ غاړې ، ۱۱ ــ د آتڼ نارې ، ۱۲ ــ بابولالې ، ۱۳ ــ د وړو مشاعرې ، ۱۴ ــ منظوم فالونه ، ۱۵ ــ انکۍ (چغیان) ، ۱۶ ــ کیسۍ (شبې) ، ۱۷ ــ تاریخي نارې ، ۱۸ ــ د مروتو کسرونه ، ۱۹ ــ منظوم نکلونه ، ۲۰ ــ د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله
3.15.2011
مورفولوژي د یوناني کلمو مورفو او لوجي څخه چې د شکل او صورت مانا لري جوړه شوې ده . په لغوي لحاظ دا کلمه د یوې ژبې د لفظي اشکالو دعلم ، پوهې او پېژندنې په مانا راغلې ده ؛ اوس داسې تعریف شوې
موروفولوژي د تشریحي ژبپوهنې یوه څانګه ده په هغې کې د یوې ژبې مورفیمونه او دهغو جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې نیول کيږي.
3.11.2011
ځواب شيرشاه او احمدشاه بابا ته ورکولی نشم
د خوشحال خان پګړی په خاوره کی لړلی نشم
خاوری د خان فخر افغان په اور سيزلی نشم
خپل سر به وخوری که دارا که سکندر راشی
که د چرچل په شان ميدان ته سل او زر راشی
د خپلی پولی نه يو انچ وروسته کيدالی نه شم
د پښتو ځمکه بل چاته پريښودلی نه شم

