پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

اکبر خـــــان ببرک باتور افــغان

سیداکبر ببرک هغه افغان چي دپاکستان لومړنئ صدراعظم لیاقت علی خان ئې د ډیورند د کرښۍ په سر وواژه

سیداکبر خان ببرک باتور افغان وو.

د اکتوبر په ۱۷، ۱۹۵۱، سید اکبرببرک د غازي ببرک خان ځدراڼ ځوی دپاکستان صدراعظم لیاقت علی خان د ډیورند د کرښی په سر وواژه، مګر نه پوهیږم چی دا معلومات د پښتو پوهانو او تاریخ لیکونکو ولې ندی ذکر کړي. مګرخوشبخته یو چی دانټرنټ دنیا اوسنی زده کوونکو او محصلیونوته د هرقسم معلوماتو خپرول ډیراسان کړی نو خدای دی وکړی چی ځوانان ورڅخه استفاده وکړی.
نو راځم د پاکستان اولین صدر اعظم نوابزاده لیاقت علي خان ته چی د ډیورند د کرښی په سر د یو افغان د لاسه د راولپنډی ملي باغ کی ترور او له مینځه ولاړ. یاده دې وي چی ۵۶ کاله پس بی نظیربوټو په هماغه ځای کې ترور شوه.
لیاقت علی خان چی د پاکستان اولنې صدراعظم وو د افغان حکومت سره یی د ډیورند دکرښې په سرد حده زیات سیاسي دښمني درلودله او د پښتونخوا په ضلعو لکه صوات، مهمندره، پیښور، خیبر او د پختونخوا د نورو خواوو شا اطرافو کی یی ډیر پښتانه مشران چی د پښتنو د یو والي چیغې یۍ وهلی د تیغه تیر کړیول.
سید اکبرببرک چی پلار یی ببرک ځدراڼ نومید او د ځدراڼو دقوم مشر مګر د افغان حکومت سره د سیاسی خفګان په وجهی کوزې پښتونخوا ته تللی وو او ایبټ آباد کی اوسیده. په رپورټونو کی ویلاۍ شي چی زوی یی په عصري مکتب کی شامل او خپله سیداکبر ډیرپوه او خدای نه ویریدونکی انسان وو. راپورونه دا هم لیکي چی دې خپل لس کلن ځوی ته خپل وصیت پريګږدي، او د مسلم لیګ غونډی چۍ د راولپنډی ملي باغ کی وه ځان رسوي.
غونډه د مسلم لیګ د اکتوبر په ۱۷، ۱۹۵۱ دیوه رهنما شیخ مسعود صادق سټیج ته په راتګ شروع او بیا لیاقت علي خان سټیج ته راځي اوخپلو خبروته د برادران ملت په کلمو خپلو خبروته ابتدا ورکوي. پدی وخت کی سید اکبر خپله تفنګچه راوباسي او زنده باد افغانستان او زنده باد پښتونستان او مرګ پرمنافق پاکستان سره دوه فیره کوي چی یوه د لیاقت علي خان په سینه او بله یی په خیټه او همالته یی ځای پرځاۍ کوي. مګر سید اکبر هم د پولیسو لخوا پنځه ډزه ویشتل کیږي او همالته دۍ هم د منیځه وړل کیږي.
سید اکبر ببرک د ځدراڼو د جرګو او مرکو سړی وو او د پښتنو په ضد د پنجابیانو د تورو نیتونو څخه ښه اګاه وو. بعضي وایی چي دا معلومه نده چی دۍ چا، څنګه او دۍ ولې دینه وهڅید چې د پاکستان اولنی صدرآعظم د مینځه یوسي.
ما د امریکی د سفارت راپور راپیدا کړ. د امریکی د سفارت په راپورکی ترور په افغان حکومت تپل شوې او دایي هم ذکر کړي چۍ لیاقت علي خان دترور څخه څو ورځي مخکې افغان کونسل ایبټ اباد ته سفر او د سیداکبر سره یي لیدلي وو. مګر داخبره ځکه نادرسته ده ځکه چۍ سیداکبر د افغان چارواکو څخه خپله سر ټکاوه او ایبټ اباد ته یی ځکه پناه وړیوه، نو دا ناممکنه ده چۍ افغان حکومت سیداکبر دلیاقت قتل ته هڅولې وي. مګر پدی کی شک نشته چی سیداکبرببرک که دې قتل ته هرچا لمسولې وو، اصلي مسله د ډیورند کرښه او دپاکستان د حکومت دښمني د افغان حکومت سره وه.

لیکنه: پوهنیار نبي حبیبي کانادا

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي