پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

پښــتو او پښـــتانه

پښتانه (افغانان) آريائيان  دې
آريائيان د انسانانو  يوه  خورا  مهمه ډله ده  چې له پيړيو پيړيو را هيسې  د لوړ مدنيت خاوندان دي او د ختيز او لويديز  لوی ملتونه د دوي له پښت څخه را وتلې دي.
 د آريائيانو اصلې ټاټوبی آريانا  ويجه ښودل شوي ده   چې د پامير لوړې ځمکې او د  آمو سر چينې وي . چې د آريانا ويجه مانا د آرئيانو  ځمکه  يا د  اصيلانو او نجيبانو هيواد دی.
دغه آريايي قومونه (ټبرونه) ورسته له خپل لرغونی آريانا ويجه  څخه خپاره  او په بخدې او باختر کې يې يو ښکلې مدنيت جوړ 
کړی چې  ددغه ليږد  زمانه تاريخ پوهانو د ميلاد څخه (۴۰۰۰) کاله دمخه اټکلوي.



پښتو او پښتانه
پښتانه چې د پشتانه، پوختانه، پختانه، پټهان يا افغان په نومونو هم يادېږي يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وګړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې په فډرالي قبايلي سيمو کې، د پاکستان په سهيل لويديځ ولايت کې او په بلوچستان کې ميشت دي. پښتانه په خپله ژبه او د 
پښتونولۍ په ساتنه او اسلام باندې پيژندل کيږي.

پښتو او پښتانه
د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کيږي چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده د دغه دور د مودې نيټه له ۱۴۵۱ زېږيز نه تر ۱۵۲۶ زېږيز کالونو پورې وه. تر دې وروسته د درانيانو دور د نوي تيرمهال پاچايي وه چې په ۱۷۴۷ زېږيز کال کې يې پيل شوی و. پښتنو له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې په سړه جګړه کې هم ډېر ستر رول لوبولی و او ډېرو پښتنو د روسانو پر ضد په جهاد کې هم برخه اخيستې وه. پښتنو د طالبانو د واکمنۍ او راپرځيدو پر مهال د نړېوالو پام ځان پلو اړولی وه، دا ځکه چې د طالبانو د خوځښت ډېرکۍ ډله پښتنو جوړوله. پښتانه په پښتونستان کې هم يوه اهمه توکمډله بلل کيږي، په کوم ځای کې چې دوی دوهم لوی توکميزه 
ډله جوړوي.

پښتو او پښتانه
پښتونستان / لوی افغانستان
پښتانه د نړۍ يواځينی ملت دی چې په لويه کچه په قبايلي ډلو وېشل شوی د پښتنو د وګړو د ټولټال شمير اټکل څه نا څه
۷۰ ميليونه شوی، خو د پښتنو د ډېرو ټبرونو کوچاني طبيعت د دوی د سم شمير مخه نيولې او تر اوسه پورې ددوی سرشميرنه نه ده جوته شوې. خو بل لامل يې له ۱۹۷۹ نه راپدېخوا په افغانستان کې د سمې رسمي سرشميرنې نشتوالی دی.
د پښتنو تاريخ ډېر لرغونی دی او ددوي په هکله د لا نورو څېړنو اړتيا ليدل کېږي. د پښتنو سيمې د عيسی (ع) نه دوه زره کاله وړاندې، د بېلابېلو خلکو لخوا نيول شوي او د بېلابېلو مهاجرتونو په سبب اغېزمنې شوي. ايرانيانو، هندوآريانيانو، ماديانو، پارسيانو او د ماوريانو سره سره نورو ولسونو لکه سکياتيانو، کوشانيانو، هېفتاليانو، مصريانو، عربانو، ترکانو او مغولانو هر يوه په خپل وار په دغه سيمو حکومتونه کړي. د پښتنو د آر په هکله په دواړو ډلو کې هم په خپلو پښتنو کې او هم په غېر پښتنو تاريخپوهانو کې بډ (مخالف) اندونه شته، چې ځينې يې نوي او ځينې نور يې لرغونې او افسانوي 
بڼه لري.

پښتو او پښتانه
د پښتنو ځينې ټبرونه دا ادعا لري چې دوی د عربي نسل نه دي، او ځينې يې آن د مسلمانانو د پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د اولادونو نه ځانونه شمېري او ځانو ته سيدان وايي. د کندهار او پېښور ځينې پښتانه ټبرونه (لکه اپريدي ، خټک او سدوزي) د يونان لرغوني پاچا سکندر اعظم د اولادې نه ځانونه شمېري.

پښتو او پښتانه
د پښتنو د نسلي اساس په لړ کې د بني اسرائيليت نظريه تر ټولو زړه او لومړۍ ژبنۍ نظريه ده. دا په لمړي ځل د مغل پاچا جهانګير (۱۶۱۲ ز.) د يو سپهسالار خان جهان لودهي په لارښوونه د مغل دربار يو منشي نعمت الله هروي د هيبت خان کاکړ په مرسته په مخزن افغاني نومې کتاب کې وړاندې کړله. د دې نظرېې په ځايي پلويانو کې قاضي عطاالله، حافظ رحمت خان، زرداد خان، افضل خان خټک او روشن خان او په مستشريقينو کې سر ويليم جونز، اليکزينډر برنس او راورټي د يادونې وړ دي. د خوشال خان خټک د يو شعر نه داسې برېښي چې هغه هم له دې نظرېې پلوي و.

.پښتانه مسلمانان دي چې د پښتونولی په لار روان دي، او په همدې توګه پښتو د هغوی لومړنی ژبه ده


پښتو او پښتانه
پښتو لکه د نړی بله هر ژبه د غږيز او مانيزو پيلامو (لغاتو) د يو غونډال (سيستم)  په توګه  دخپلي ويونکي  (پښتني) ټولني له خوا خپلمنځې پوهاوي لپاره  ويل کيږي / اوسني پښتو د نورو خپلوانو (آرياني ) ژبو په څير  د خپلي پرمختيا په درييم  پړاو او يا پير (دور)  کي ټیګاو لري چي له لسمي زيږدي ( ميلادي) پيړی را پيل شوی او تر اوسه پر مخ ځي / تر دي له مخه د منځني پښتو پيروو چی اوږدوالی یي لږ تر لږه دولس پيړی اټکليدای شي

راټولونکې : رفیع الله دلاور ستانکزی