پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.17.2011

د مومند بابا ژوند ليك
ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زدكړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد، په پنځه كاله كي يې پوځي زدكړه بشپړ كړه وروسته په اردلانو غونډ كي كومندان وټاكل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه، او هم يې د حربي ښووځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله كي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاكل شو، بيا د شاهي ګارډ كومندان سو، څه مهال په تركيه كي د افغاني سفارت پوځي اتشه و، ده د هيواد د خپلواكۍ په جګړه كي هم پوړه ونډه واخيسته، او خپله پښتني ميړانه يې څرګنده كړه، په 1303 لمريز كال كي د پكتيا د عسكري كومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو.
په 1306 لمريز كال كي د مزار شريف د ملكي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسكري كومندان وټاكل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كي له اعليحضرت محمدنادر شاه شهيد سره كلكه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وكړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په كابينه كي كورنى وزير وټاكل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او كابيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل سو، په دغو ولايتونو كي پوره ارامي او را وروسته وروسته بيا په 1311 لمريز كال كي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او كندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په هر ځاى او هركار كي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست.
په 1309 لمريز كال كي د دولت وزير وټاكل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل كاله كي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ كي تېركړى دى.
په 1343 لمريز كال كي د لويي جرګې د مشر مرستيال ټاكل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره كړه.
تر 1327 لمريزكال پوري د مزار شريف په ايبكو كي اوسېدئ، بيا په همدغه كال كي د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كي كابل ته راغئ او پاته ژوند يې په خپله خوښه په كابل او ننګرهار كي تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايي) كي تېر كړل خو په اوړي كي به كابل ته تلئ او په دې ډول يې د خپل كوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله.
مړينه:
دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى كي د 1343 كال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 كلونو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كي وفات او په خورا درناوي د كابل د شهداى صالحينو په هديره كي خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د كابل لوى_لوى خلګ، ملكي او عسكري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، كله دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا ارشاد لنډ ژوند ليك بيان كړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسكري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وكړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټك و، ځكه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسكر او جنرال و، او د عبدالقادر خټك دا شعر يې ووايه:

چي څراغ د هنر ځمكي پوشيده كړ
كه يې زه په اوښكو ډوبه كړم سزا ده
د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر 28 _ 29 د شير پور په لوى جومات كي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد كريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده كړه
حجاب امان

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي