پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.17.2011

توري ( ابيڅۍ
له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .
ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په
نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته.
حجاب امان .

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي