پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.29.2011

-( نرمه، لنډه يا نرينه ـ (ى

دې (ى) ته نرمه، لنډه يا نرينه (ى) وايي او د ژبپوهنې له معمول تعريف سره سم يو غبرګغږ يا ديفتونګ ګڼل کېږي چې له يو خپلواک اواز (a) او يو نيمه خپلواک غږ (y) څخه رغېدلى دى. سره له دې چې يو شمېر اوسني ژبپوهان د ديفتونګ له معمول تعريف سره موافق نه دي او هر يو، يو بېل اواز ګڼي، په هر ترتيب نرمه يا نرينه (ى) له همدغو دوو اوازونو څخه رغېدلې ده او ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. ددې (ى) دکارونې ځايونه په دې ډول دي الف – دمفردو مذکرو نومونو په پاى کې راځي لکه: سړى، منګى، لرګى، زمرى، ډانګى، فرنګى او داسې نور... کېدى شي دا نومونه حقيقي مذکر وي يا لفظي. ب – په ځينو نسبتي صفتونو يا ستاينومونو کې هم راځي لکه: توريالى، ننګيالى، زمريالى، بريالى او نور..

ج – په هغو فعلونو کې هم راځي چې دمفرد مذکر نوم لپاره ګردان شوي يا اوښتي وي. لکه: احمد ډېر ځورېدلى دى، محمود ډېر کړېدلى دى، لاس مې سوزېدلى دى.

د – د ځينو امکاني فعلونو په پاى کې هم راځي. لکه: زړه مې په ښو خبرو رغېدلاى شي، استاد د زده کوونکو په ښو اخلاقو خوشالېدلاى شي. وطن په کارونو ابادېدلاى شي، ځمکه د بزګر په هڅو زرغونېدلاى شي

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي