پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.29.2011

- (اوږده، مجهوله يا ښځينه (ې

دا (ې) هم يو خپلواک اواز (واول) دى چې په پښتو کلمو په تېره بيا په ښځينه نومونو کې

زياته کارول کېږي. دکارونې ځينې مهم ځايونه به يې دلته په ګوته کړو الف – دا ښځينه (ې) دهغو مفردو مونثو نومونو دجمعې لپاره کارول کېږي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پاى ته رسېدلي وي. مفرد جمع ډيوه ډيوې ښځه ښځې پاڼه پاڼې مڼه مڼې زرکه زرکې او داسې نور... ب – دهغو مفردو مونثو نومونو دمغيره يا دويم حالت لپاره راځي چې په همدې ګرده (ه) يا زور پايته رسېدلي وي. لکه: اصلي حالت مغيره حالت ډيوه) رڼا کوي د (ډيوې) رڼا تته ده ښځۀ) د ژوند نيمه برخه ده. بې له (ښځې) ژوندون ګران دى. پاڼه) ورژېده د توت (پاڼې) رنګ مې خوښېږي. پلوشه) درس لولي (پلوشې) درس ولوست ج – دهغو ښځينه صفتونو دجمعې او مغيره حالت لپاره هم راځي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پايته رسېدلي وي. لکه: مفرد او اصلي حالت مغيره او د جمعې حالت (ښه ښځه) (ښې ښځې) (ښه ښځه) ښه خوى لري (د ښې ښځې) به ښه خوى وي (سره ډيوه) (سرې ډيوې) د – په هغو نسبتي صفتونو او فعلونو کې هم کارول کېږي چې د ښځينه نومونو لپاره کارول شوي او يا ګردان شوي وي. لکه: له (بدې ورځې) ژاړم ( د ښې ورځې) خاوند شه (نجونې ژړېدلې) (خويندې خندېدلې) (تورې نڅېدلې) (وراوې تېرېدلې) او داسې نور... هـ - په ښځينه ضميرونو او مفردو حقيقي مونثو نومونو کې هم کارول کېږي لکه: دې، هغې، ناوې، ادې، خواښې او نور... ددې (ې) يو بله ښه ځانګړنه په دې کې ده چې دکلمو په منځ کې هم خپل هويت ساتلى شي او ان که څوک وغواړي په دقيق ډول يې استعمال کړي، دکلمې په سر کې هم خپل هويت ساتلى شي لکه: تېر) دپخوا تېر شوى او (تير) د دستک او لرګي په مانا پېر) دمهال په مانا او (پير) دلارښود يا مرشد په مانا.

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي