پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.18.2011


توري ابيڅۍ
د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .
ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي