پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.16.2011


په پښتو کې د (ی) ډولونه :

په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي .
۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .
۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زېر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .
۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).
۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .
۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).
د دغو يا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )
ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.
که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځئ) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي .

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي