پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

د لــــــــنډیو دیره

 (۱)
کله چې د یار کلې ته لاړ شم
په خندا لاړ شم په ژړا بیرته راځــــــــمه
----
رفیع الله دلاور ستانکزی

(۲)
په خوله به جنګ درسره وکړم 
د سترګو لاندې به زارۍ درته کومه 
 ----
د لنډیو کتاب
 (3)
په غټو سترګو دې مین شوم 
ځکه مې غټي غټي اوښکې په مخ ځینه
----
د لنډیو کتاب
(۴)
تپه تیاره ده نه دي وینم
بنګړو ته شړنګ ورکړه چې ودې پيژنمه
----
د لنډیو کتاب


No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي