پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

رفیع الله دلاور ستـانکزی

 برکـت از جــــهاد
چــــون هــــمه ما میدانیم جهاد یکی از کلمه های مقدس پيغمبري است، اما نه جهاد که در آن مسلمان کشي و افغان کشي رایچ باشد.
محترما:
قیصه حقیقي از زندګی ما.
پدرم مــــعلم بود ،مادرم خانم خانه بود، خواهرک خوردم خانگکی از خود داشتیم و زندگی نسبتی آرامی داشتیم.مــــن هم شاگرد صنف ششم مــــکتب بودم. یکروز هر چند منتظر ماندیم از پدرم خبری نشد بلاخره مادرم زیاد نا راحت شده بود از همسایه ما خواست تا به مکتبی که پدرم معلم بود یکبار از انجا احوال پدرم را ګیرد. بعد از دقایق چند همسایه ما با رنگ پریده دوباره آمد، مادرم نظری بسوی همسایه انداخت چادراش را درست نمود گفت کجاست پدر ایـــمل؟ ...همسایه ما با چهره پر از وهـــم، ترس گفت خواهرکم طالب ها به جرم اینکه پدر ایمل جان در مکتب استاد بود درس میداد اورا شهید ساختن ـ یادم است که چه حالتی به مادرم رخ داد. بعد همان روز زندگی ما هرگز حالت اولی اش را نگرفت مادرم باید کار میکرد و از پول کار مادرم فقد میتوانستیم زنده بمانیم. روز ها پی هم سپرې مې شد روزی متوجه شدم که حالت مادرم بد تر و بد تر شده میرود ونهایت مریض وخسته بنظر میرسید اما هیچ بروی اش نمی آورد و به خاطر زنده ماندن من وخواهرم تا اخرین نفس اش هم میتپد روزی از مکتب آمـــدم دیدم مادرم در گوشه ایی افتاده حتآ توان حرف زدن راهم ندارد وارخطا نزدیکش شدم صدای اش کردم مادر جان، مادر جان، مادر جان فقد با دوچشم خسته اش به من نگاهی کرد و چیزی خواست بگویید هر چند کوشید من ندانستم چه میخوا ست بگوید چشمانش بسته شد هر چه صدا کردم جوابم را نداد دست خواهرکم را گرفته دوان دوان بسوی خانه همسایه رفتم چون همسایه ما یک انسان با خدا و خوبی بود همرا با ما روانه خانه ما شد وقتی نظر به روی مادرم انداخت کلمه ای خواند رو به من کرد و گفت بچیم مادرات جان به حق سپرده راه همه ما همین است. صبح همان روز چند از همسایه های ما مادرم را به خاک سیاه سپردند من ماندم ،خواهر کوچکم و همه غــــــم ها ،حال باید خودم کار میکردم نان آور خانه خود میشدم دست به گدایی دراز میکردم در زمستان سرد موتر شویی میکردم تا پولي بدست آورم تا خودم و خواهرکم را از مرگ نجات بدهم وقتی برای غریب کاری از خانه می برآمدم به خواهرکم میگفتم از خانه جايی نه روي دروازه خانه را به کسی باز نکنی میگفت نمیکنم وبالهن طفلانه اش میگفت برایم چوری ها مثل دختر همسایه ما خیره میخری میگفتم بلی هر وقت پول دار شدم حتمآ میخرم هــــمان روز صبح هوا چنان سرد بود که طاقت نمیشد کرتی کهنه را با چپلک های پلاستیکی ام پوشیدم تا کاری پیدا کنم طرف خواهرکم نگاهی کردم فهمید گفت جای نمیروم دروازه را به کسی باز هم نمیکنم و خنده کودکانی بطرفم نمود از پشتم صدا کرد چوری بخری تکرار کردم برایش که اگر پول پیدا کردم حتمآ میخرم سطلی کهنه با اسفنجی داشتم گرفتم تا بروم که از روی تصادف موتری مقابلم ایستاد بسیار شیک و مقبل بود نگاهی به من کرد و گفت پسرم موترم را میشویی با خوشی زیاد دویدم گفتم چرا نی کاکا جان همین کارم است مرد سنگین و مهربانی بنظر میرسید ازمن پرسید درس نمیخوانی گفتم نی کاکا جان پدر و مادرم مرده یک خـــــواهرک خورد دارم کسی نان اور نیست باید کار کنم با نگاهی مهربان به من دید وگفت راست میگویی؟. من هــــــم حرف میزدم و هم کارم را میکردم ازشستن موتر خلاص شدم مرد مهربان دستی به جیبش برد ونوت هزار افغانگی بدستم داد باورم نمی شد گفتم زیاد است خنده تلـــخی بطرفم نمود و از آنجا رفت از خــــوشی زیاد با خود گفتم امروز کار بس میروم اول چوری به خواهرکم میــــخرم و بعد میروم خانه دوان دوان بطرف دوکان چوری فروشی رفتم تا با خـــــریدن چوري ها اورا خوش بسازم بعد از خریدن چوري طرف خانه روانه شدم با خود میگفتم که اگر خواهرکم چوری ها را ببیند از خوشی دیوانه خواهد شد، هر چند به خانه نزیک میشدم همانقدر احساس خوشی میکردم نزدیک دروازه منزلم رسیدم حالتی عجیبی به من رخ داد در باز بود دویدم داخل خانه شدم خــــــواهرکم را صدا زدم گفتم خــــواهرکم ، خــــواهرکم بیا که چوری هایت را امروز خریدم جوابی نشنیدم پیشتر رفتم خواهرکم به حـــــــالت نیمه جان و فجیع که بالایش تجاوز شده بود با مرگ دست و پنجه نرم میکرد چوری ها را بزمین انداخــــــــــتم وه...
با تشـــکر

دری لیکنه: هـــــوسۍ اتمر
پښتو ژباړه: رفیع الله دلاور ستانکزی 
پښتو 
د جهاد ستر برکت.
پدې خو ټول پوهیږو چې جهاد ستره پيغمبري کلمه ده ، خو نه هغه جهاد چې پکې ټول مسلمان افغان ولس ووژل شي.
.ګرانو
زمونږه د ژوند یوه ريښتنې کیسه:
پلار مې ښوونکې وو ، مور مې د کور میرمن وه ، خور مې او مونږه ټولو یو وړکوټې او سوکاله ژوند در لود ، زه په خپله د شپږم ټولګۍ زده کوونکۍ وم ، یوه ورځ خپل پلار ته ډیر زیاد سترګي په لاره پاتې شوو چې  پلار مې له ښوونځي څخه کور ته راشي ، مور مې ډيره وارخطا وه ، مور مې زمونږه د ګاونډیانو کره ولاړه او زمونږه ګاونډ ته يې وویل چې تر څو  زمونږه د پلار ښوونځي ته ولاړ شئ او زمونږه د پلار حال واخلئ چې څه شو؟ ، زمونږه ګاونډ ښوونځي ته ولاړ او څو شیبي وروسته زمونږ ګاونډ په ډیره وارخطا څیهره او ډیر ډار سره زمونږه کور ته راغې چې کله مې مور ورته وکتل نو د ګاونډ رنګ مو ډیر زیات خراب وو ، په همدې حالت کې زما  مور خپله لوپټه (ټیکري) سم کړ او  پوښتنه يې ځيې وکړه چې څه خبره ده؟ څه خبره ده ؟ څه شوي دي؟ د ایمل پلار چیرته ده؟ ګاونډ مو په ډیر خواشینۍ سره ورته وکتل او وویل:  خورکۍ! د ایمل جان پلار پدې جرم چې په ښوونځي کې ښوونکې وو د طالبانو لخوا په ډیر بې رحمي سره (ووژل شو) وژل شوي دي.
هغه شیبي...
زما ښه په یاد دې کوم حالت وو چې زما په مور رانغې او هغه شیبي مې هیڅ نه هیریږي ، زما د پلار له مرګ څخه وروسته  زمونږه ژوند ورځ په ورځ په خرابیدو وو، زمونږه ژوند هیڅکله هغه پخوانې حالت ته بدل نه شو.

(پدې خو ټول پوهیږم چې خدای (ج) وايې) یو روزي له ما مه غواړئ او یو مرګ له ما مه غواړئ)
 خو هو!
 زمونږه مور باید زما د پلار له مرګ څخه وروسته کار کړې وای تر څو مونږه خپل ژوند په مخ بولې وای او زمونږه د ژوندي پاتې کیدو يواځينې لاره همدا وه  چې زمونږه مور باید يې کار کړې وای او مونږه د خپلې مور د کار له پيسو څخه خپل ژوند په مخ بولې وای، هـــــره ورځ یوه په بله پسي تیریدله/ روانه وه ، ژوند مو ورځ په ورځ په خرابیدو وو. یوه ورځ مې د مور حالت ته پام شو چې  ورځ په ورځ يې رنګ خرابیږي  ، ډیره ناروغه او ډیره ستړۍ معلومیږي خو له ډیره غیرته او شهامته او زمونږه د ژوندي پاتې کیدو لپاره يې هیڅ نه ویل چې یا ستړۍ یم او یا هـــــم ناروغه یم، مور مې د خپل ژوند تر اخره سلګۍ  پورې هـــــم زمونږه د ژوند په چارو بوخته وه، یوه ورځ له ښوونځي څخه د کور په لور روانه وم چې کله کورته ورسیدم، ګورم چې مورکۍ مې د کور په یوه کنج کې پرته ده حتا ددې توان  هم نه پکې لیدل کیږي چې خبري دي وکړي، په ډیره وارخطا يې سره ور نږدي شوم ، په دوه ستړیو او ستومانو سترګو يې ماته وکتل غوښتل يې چې څه راته ووایې او یاهــــم څه رانه وغواړي خو چې ما هر څه هـــڅه او کوښښ وکړ چې ځان پرې وپوهوم چې څه وایې؟ ومې نشوای کړاې چې پرې پوهه شـــــم ، څو ځلې مې پرې غږ وکړ چې مورۍ، مورۍ ، مورۍ  بیا يې هـــم ځواب را نه کړ، کتل مې چې سترګي يې د پټیدو په حالت کې وي، زه او زما وړه ماشومه خور د ګاونډ د کور پخوا مو ور منډه کړه ، زمونږه ګاونډ له مونږه سره زمونږه کورته راغې، کله يې چې زما مور ته وکتل نو کلمه يې وویله او بیا مونږه ته وکتل او وویل چې ستاسو مورکۍ خپلې سترګي د تل لپاره پټي کړي دي او زمونږه او ستاسو ټولو همدا لاره ده.
د هماغه ورځي  په سبا سهار (ګهیڅ)  زمونږه څو ګاونډیانو زما مور خاورو ته وسپارله ، زه زما وړه خور او ټول غمونه سره  یواځې پاتې شولو، اوس نو داسي یوه مرحلي ته رسیدلې وو چې باید ما خپله کار کړې وای او د کور یواځينې کس وم چې باید خپل کور مې چلولې وای، پر ما داسي حالاتونه راغلل چې نه راځينې ګدايې پاتې شوله او نه هم د موټرنو مینځل ، ټول هرڅه له ډیر مجبوریت څخه وو ، تر څو خپل ځان او خپله وړه خور وچلوم.کله به چې له کور څخه د کار په لور روانیدلم نو خپلې ماشومې خور ته به مې وویل چې پام کوه چاته د کور دروازه خلاصه نه کړئ، له کور څخه چیرته ولاړه نشئ، کله به چې له کور څخه د وتلو په حالت کې به ووم نو وړې خور به مې په وړه لهجه کې راته وویل چې ( به من چوري ها به مثل دختر همسایه ما میخري) ما به ورته وویل چې هو! که مې کار وکړ او کار راته پيدا شو نو خامخا به هغه ډول بنګړي درته اخــــــلم ، نو بیا به يې خپله راته وکتل او وبه يې ویل چې نه نه چاته دروازه نه خلاصوم او نه چیرته ځم زه به همدلته به کور کې یم. کله به  يې چې دروازه تړله نو  بیا به يې راته په وړه  لهجه کې وویل چې ( به من چوري ها به مثل دختر همسایه بخري) ما به ورته وویل چې هو خامخا يې درته اخلم.
د کار کولو لومړۍ ورځ مې:
زه وم، زما  یو دانه زوړ د موټر پاکولو اسفنج ، یو دانه د اوبو لوښي او زما زړۍ سپڅلۍ خپل ټول هر څه مې واخیستل اود کار په لور روانه شوم نږدې یوه منطقه ته ورسیدم چې یو موټر مې مخته راغې او ودریده ، کتل مې ډیر عصري موټر وو او ډیرسنګینه سړی پکې ناست وو، راته يې وویل چې زویه موټر مینځي ما ورته وویل هو ولې يې نه مینځم  کاکا جانه همدا زمونږه کار دې او همدا کار کوم، سړی ډیر سنګین او ډيره ښه سړی معلومیده ، پوښتنه يې را ځینې وکړه چې درس نه وایې؟ ما ورته وویل چې نه ، پلار او مور مې مړه شوي دي ، یوه وړه خور مې ده او یوه زه څوک نشته چې زمونږه لپاره کار وکړې باید کار وکړم نو سړی په ډیره مهربانه څیهره راته وکتل او وویل چې رښتیا وايې؟ ، ما وویل هو! ، ما هم خبري کولې او هم مې موټر مینځه ، کله چې د موټر له مینځلو څخه خلاصه شوم نو د موټر څښتن په جیب کې لاس دننه کړ او د( زر) ( ۱۰۰۰) افغانیو یو نوی لوټ يې له جیب څخه را وویست او هغه يې زما په لاس کې راکړ، په هغه شیبه زما هیڅ بارو نه راتلو چې زه به دومره پيسي ولرم  له ډيري خوښحالۍ څخه مې ورته وویل چې دا ډيري دي د موټر څښتن په تریخ وچولې کې راته وویل. چې واخــــــــله. او له هغه ځای څخه هغه موټر ولاړو، له ډيري خوښحالۍ څخه مې له ځانه سره خبري کولې چې نن کار بس دي. له ځان سره مې ویل چې لومړې ځم او وړه خور ته مې بنګړي اخلم ، په منډه منډه د بنګړیو دوکان ته په ډیره خوښحالۍ سره ورغلم او هغه ډول بنګړي مې خپلې خور ته واخیستل چې تر څو خپله خور پرې خوښحاله کړم، کله مې چې نبګړي واخیستل نو د کور په لور روانه شوم ،چې کله خپل کور ته نږدې شوم نو له ځانه سره مې وویل که چیرې زما خور دا بنګړۍ وګورئ نو کیدایشې ډیره زیاته را څخه خوښحاله شي، ور په ور چې کور ته ور نږدې کیدم نو خوښحالۍ مې دوه برابره کیدله، کله چې د کور خواته ښه ور نږدې شوم یو عجیبه حالت راته په مخ شو ، دروازه په مخ خلاصه وه ، په مڼده کور ته دننه شوم ، غږ مې وکړ خورې ، خورې راشه چې بنګړي مې درته راوړي دي، خورې راشه چې بنګړي مې درته راوړي دي،کتل مې هیڅ ځواب را نه کړل شو، ښه وړاندې ولاړم ګورم چې خور مې په ډیر یو ناوړه حالت کې پرته ده ( تیرې پرې شوي وو)، په هغه ګړۍ مې بنګړي په  
ځمکه واچول او...
  پښتو ژباړه: رفیع الله دلاور ستانکزی


-------------------------------------------------------------------------------------------------------

برکـت از جـــــــــهاد
چــــون همه ما میدانیم جهاد یک از کلمه های مقدس پيغمبري است، اما نه جهاد که در آن مسلمان کشي و افغان کشي رایچ باشد.
محترما:
به امید اینکه این قیصه را تا اخیر خوب خوانده و مورد توجه شما ګردد:
قیصه حقیقي از دورهای مکتب ما:

استاد نهایت مهربانی بود همیشه در صدد این بود که شاگردان اش از وی رازي و همیشه خوش باشــد .یگانه استاد طبقه مرد در مکتب ما بود.در ساعت های درسی خودش زیدتر می کوشید که چون پدری برای همه باشد با وجود اینکه استاد ریاضی بود  تعدادی زیادي از شاګردانش این مضمون را خوش هم نداشت باز هــــم چون خود انسان با تجربه بود نمیخواست ساعت های درسی اش برای همه خسته کن باشد، باری در هنگام بیکاری از خانواده اش بحث و قیصه میکرد میگفت دو پسر دارم و یک دختر اما باید شما بدانید که من دخترم را نظر به پسرانم زیاتر دوست دارم چون میدانم دختر است و بلاخره از نزدم میرود روزها همین گونه پی هم سپری می شد روزی معاش اش را گرفته خوشحال رو به همه شاگردان نموده گفت عید نزدیک است در خانه زیاد پول ضرورت است میروم حالا برای اولادهای خودم چیزي میګرم.. در عین قصه بود که زنگ رخصتی مکتب به صدا در آمــــــد وهمه با سروصدا بلند مکتب را ترک میگفتند.ما هــــم بطرف خانه های خود روانه شدیم لحظاتی نگذشته بود که صدای وحشت انگیز راکتی همه را کالبد ساخت همه جا را خون گرفتته بود صدای ناله و چیق از هر جا بلند بود هر کی یک پناهگاهی برای خود می پالید یکدگر را به آسانی دیده نمی توانستیم بعد از لحظه چند متوجه شدم که استاد ریاضی ما هم آغوشته به خون در گوشه ایی با مرگ دست و پا میزند آهسته نزدیک اش شدم صدا زدم استاد، استاد ، استاد جور استید نگاهی به صورتم انداخت دست اش را به زحمت زیاد به جیب بغل اش نموده پولی را بدستم داد گفت اینرا به مادر اولادم برسانید ودیگر نتوانست حرفش را تکمیل کند چشماهایش را برای خواب ابدی بسته کرد... خداوند (ج) جایش را بهشت کند.
با تشکر خواهر شما...
دری لیکنه: هـــــوسۍ اتمر
پښتو ژباړه: رفیع الله دلاور ستانکزی 
پښتو 
د جهاد ستر برکت:
د خپلمنځې جهاد ستر برکت، پدې خو ټول پوهیږو چې جهاد ستره پيغمبري کلمه ده ، خو نه هغه جهاد چې پکې ټول مسلمان اولس ووژل شي ، پکې ټول افغانان اولس ووژل شي.
.ګرانو!
پدې هیله چې دا کیسه تر پایه ښه په ځیره سره ولولئ.
 په ښوونځي کې زمونږه یواځينې نارینه او تر ټولو ښوونکو زمونږه تکړه ښوونکې زمونږه د ریاضي ښوونکې وو، تل به پدې هڅه کې وو چې خپل ټول زده کوونکې په پوره ډول د ریاضي په درسوونو سمبال او تل يې له  خپله ځانه څخه خوښحاله وساتي،لکه څنګه چې ټول پوهیږو ښوونکې معنوي پلار وي نو ځکه خو زمونږه ښوونکې هــــم پدې هڅه کې وو چې مونږه ته تلپاتې ، یو ريښتنې  په افغانانو او افغانیت مین ښوونکې پاتې شي، زمونږه په ټولګۍ کې د زده کوونکو شمیر هم ډیر زیات وو او لکه څنګه چې ټول پوهیږو د ریاضي مضمون د ډیرو زده کوونکو نه خوښیږي خو بیا هم زمونږه ښوونکې به پدې هڅه کې وو چې ټولو زده کوونکو ته څه ور زده کړئ، کله وخت به چې زمونږه د ښوونکې په اند زده کوونکو نه شوای کولاې چې د هغه  له درسونو څه  اوچت کړې نو زمونږه قدرمن ښوونکې به نه غوښتل چې د درس ساعت يې ټولو ته د نه منلو وړ وګرځي ، نو په هغو ساعتونو کې به چې زمونږ ښوونکې بیکاره وو، نو هغه  به د خپلې کورنۍ په هکله خبري او کیسي کولې ، ویل به يې: دوه زامن لرم (مې دي) او یوه لور لرم (مې ده) ، تل به يې ویلې چې لور مې ډيره راباندې ګرانه ده ځکه پوهیږم لور مې د پردې کور امانت دې نغواړم رانه خپه شي، هره ورځ په تیردو وه، یوه ورځ زمونږه ښوونکې خپل معاش (تنخوا) تر لاسه کړه، نو په ډیره خوښحالۍ سره يې ټولو زده کوونکو ته وکتل او وویل چې اختر را نږدې دي ، ډیرو پیسو ته اړ یم ، اوس ځم او خپلو بچیانو ته څه اخلم ، زمونږه ښوونکې د کیسو په حالت کې وو چې د ښوونځي د رخصتي زنګ ووهل شو ټول زده کوونکې پدې خوښحالۍ کې وو چې کورته ولاړ شي او مونږه هـــم د کور په لور د حرکت په حال کې وو ، په ډیره کمه موده کې د راکټ غږ اوچت شو او د راکټ هغه وحشت ناک غږ ټولو ته داسي وو چې له هر چا څخه يې لاره ورکه کړه او هر چا غوښتل چې ځانته یو پټ ځاې را پيدا کړې او پکې ځان ځايې (پټ) کړې. ټول ځایونه په وینو سره شول. له هر لورې غږونه پورته کیدل. د وحشت داسي یوه غمیزه را منخته شوه چې بلکول يې ویل سړی ژړوي ، په آساني سره مونږه یو بل نشوای پيدا کولې، وروسسته له یوه موده څخه چې ښه په ځیره سره مې کتل، زمونږه هغه د ریاضي ښوونکې د مرګ په حالت کې پروت او لږ لږ يې ځان ښوراوه، ورنږدې شومه او غږ مې پرې وکړ ، ښوونکیه ، ښوونکیه ، ښوونیکه ، تاسو څنګه یاستي؟ په ډیر تکلیف سره يې خپل لاس خپل د یو اړخ جیب ته ور دننه  کړ خپله هغه تنخوا يې راکړله او ویل يې چې دا مې کورنۍ  ته ورکړه خبري يې لا نه وي پوره شوي چې سترګي يې پټي کړلې او دد نړۍ څخه ولاړو.... الله (ج) دې ځای جنت کړې. آمین
په درنښت ستاسو خور..
 پښتو ژباړه: رفیع الله دلاور ستانکزی 



درنو هیوادوالو!
لیکنه تر پایه ولولئ...
اوس خو مونږه افغانان فریب،چل او ټګي هوښیاري بولو ، له یوه او بل سره مجامله او منافقت، بې ځایه مراعتونه او د حق ویلو پر ځای کې چوپ کیښناستل مهارت او هنر ګڼو . مونږه اوس نږدې داسې یوه مرحلې ته رسیدلي یو ، چې بد اخلاقه انسانان ښه ګڼو، په ناوړه خویونو او بدو اخلاقو يې افتخار کوو ، ځــــــــکه چې اخلاقي ذایقه مو بایللې ده، خواږه راباندې ترخه لګیري، له هغو تل خپل ملاتړ اعلان وو ، کوم چې نه زمونږه په دین او نه زمونږه په افغانیت کې شته دي، له هــــــغو ټوپکیانو څخه تل ملاتړ کوو، کومو چې تل زمونږه په وینه خپل جیبونه ډک کړل ، ډکو وي او لا به يې ډک کړې، بې اتفاقي ته ویاړ وایو، یو بل سره جنګ جګړه والو ته د قهرماني لقبونه ور په برخه کول ویاړ ګڼو، خپل ټبرونه سره یو په بل وژل ویاړ ګڼو، له تعلـــــــیم څخه مونږه وروسته پاتې یو. هــــره هغه بدبختي چې د نړۍ په مخ کې لیدل کيږي هغه پر مونږه افغانانو کې شته ده. خو د ډير افسوس ځاې دا دې چې مونږه افغانانو خپلې شته ستونزي په ورین تندي نه منو. که چاته د یو چا د ناوړه کړنو په هکله څه ووايې نو یا به درسره دوښنمۍ را اخلې او یا به دې په ډیره ناځوانۍ سره ووژنې...
اوس خو له مونږه ځینو بیګناهانو افغانانو هــــــم لاره ورکه ده چې پدې برخه کې باید څه وکړو؟
هو!
که چیرې د نړۍ ټول مسلمانان او بیا په خاصه توګه افـــــــــغان اولس په خپل مینځ کې خپلمینځې جوړښت ته غاړه کښې نږدي کیدایشې تش په نامه نړیواله سولیزه ډله به مو پدې نامه چې ګواکې دوي غواړې مونږه سره په یوه ټبر کښینوي زما په اند دا خبره به بلکول نا 
سمه خبره وي.
لیکنه:رفیع الله دلاور ستانکزی
.زمونږه راتلونکې زمونږه په لاس کې ده
زمونږه راتلونکې زمونږه په لاس کې ده.زمونږه راتلونکې زمونږه په لاس کې ده . مونږه باید له پرون څخه عبرت واخـــــلو او خپل راتـــــلونکې خپله ودان کړو. راځي چې د یو موټي لوی افغانستان ودانول خپل دنده وشیمرو ، راځي چې ددې خاورې تالې څټو له شومو اهداف څخه ځانونه را وژغــــورو ، راځي چې خپل کلې ، کور ، ښوونځي او خپل جوماتونه خپله ودان کړو، راځي چې ژبنیز، سمتي او قــــــومي تـعصـــبات تر ښپو لاندې کړو. راځي چې خپل هـــر څه له دې سپيڅلۍ خاورې قربان کړ، د لوی افغانستان ټول شته قومونه له آمو تر آباسینه (ښکته پورته) پښتون ، هزاره ، ازبک، تاجک او هر بل ټبر وال ددې خــــــاورې 
بچـــــیان دي. تل دې وي لر او بر افـــــــغان اولس.
لیکنه:رفیع الله دلاور ستانکزی 
راځي چې د یووالي پتنګان شو
راځي چې د یــــــووالي پتنګان شو ، راځي چې د علــــــــم رڼا د هر افغان په کور ور خوره کړو،راځي چې د خپل هیواد په ګوډ ګوډ په برخه برخه کې د خپل اولس د تـــــعلیم په برخه کې پوره ونډه/برخه واخلو...
که نن مو یو انسان په پوهه سمبال کړ، پدې پوه شي چې یوه نړۍ مو په پوره ډول په پښو ودروله .
تاسو وګورئ په خـــــلکو پوهه او زده کړه په کومه کچه ګرانه ده؟...
یو فیلسوف وایې:...
یو فیلسوف په زړه بوډۍ کې مړ کیده خــــلک ورته ناست وو ایتونه او کلمي يې ورته (پرې) ویلــــي،فیلسوف پوښتنه وکړه چې که پلانۍ (هغه) مسله داسې شي بیا به داسې شې او که داسې شوه نو بیا به څـــــــــنګه شي؟
ناستو کســـانو ورته وویل ستا ځـــنکدن دی او څو شیبو کې به ومرې نور په دغو خــــــبرو پسې مه ګرځه - هغه ځواب ورکړ - هو! زه هم پوهیږم چې په څو شیبو کې به ومرم خو دا ښه ده چې دا مسله او قیضه زده کړم بیا ومرم او که ددغې قضيې له زده کړې پرته مړ شم ،ومرم په زړه به مې آرامان پاتې شې... تاسو راشئ او پر مونږه افـــــغانانو شپه کړئ زمونږه افغانان د تعلیم پر 
ځاې په لومې ګام کې خپل اولادونه د کلاشینکوف ډز ته هڅوي او بیا بیګناه خلک پرې وژني. افسوس افسوس.
لیکنه:رفیع الله دلاور ستانکزی
لر او بر پښتانه.
تاریخونه دي ښکلي میشته د لر او بر پښتنو.
ای د کــــندهار او پيښور پښتــــنو.
آزادي خــــپله کړئ میشته په لر او بر پښتنو.
ای د اټک او د خـــــــیبر پښتنــو.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
 





لر او بر 
پښتانه.
مونږه واړه افغانان مــــیشته د احمد خان په خاوره.
نه منو هیڅکله اغیار د لوی افغان په خاوره
مونږه پراته له امو تر اباسینه د افــــغان په خاوره.
نه منو هیڅکله اغیار د لوی افغان په خاوره.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی







لر او بر پښتانه.
که آمو که آباســـــین دي یو افغان دي.
که هرات که بدخشان دي یو افغان دي.
خدایه (ج) ته شې تل تر تله نګهبان د افغانانو.
آباسـین کې يې لاهو کړې دوښمنان د افغانانو.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی





















لر او بر پښتانه.

که خټک که یوسفزي دي افغانان دي
که مــــــــومند که افریدي افغانان دي
که بنګش او اڅـکزي دي افغانان دي
ټول غلــــجي او درانې یو افغانان دي
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی











لر او بر پښتانه.
جدایې نشته
د اټک او د ســــپين غر جدايي نشته.
له کـــــندهاره د خیبر جــــدایي نشته.
که هــــر څو ټوټې ټوټې شـي له بدنه.
په هیڅ شان د لر او بر جــدایي نشته.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی








لر او بر پښتا
نه

که مارګلي دې او که آمو دې .ــــــ. 
زما پر دواړو دي پوره پوره حقونه

شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی



لر او بر پښتانه

سر مې کندهار پښه مې اټک ده.

یو لاس مې هرات بل بدخشان ده.
زما د پلار نیــــــــــکه مسکن ده.
زما دا ښکلې سوات ،کوټه او که چمن ده.

شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی



لر او بر پښتانه
څوک مو یاقوت څوک مو مرجان خرڅوي.
څــوک مو د تــورو غرونو کان خــــرڅوي.
پـه مونــــــږ کې نـشته ده د ســر ســړي.
څوک مو اټک څوک بدخـشان خـرڅـوي.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی




لر او بر پښتانه
که آمـــــو که آباسین دي یو افغان دي.
که هرات که بدخشان دي یو افغان دي.
خدایه (ج) ته شې تل تر تله نګـهبان د افغانانو.
اباسین کې يې لاهــو کړې دوښمنان د افغانانو.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
قلم
تل دې وي قـــــــلم چې ملتونه جوړه وي.
ورک دې شي ټوپک چې ملتونه ورکوي.

شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
 


آزاد پښتونستان

هـــر بوټې يې لونــګ هـــر کاڼې يې مــــرجـــان دي.
زه چې پرې مین یــم دا ښــــــائیسته پښتونستان دي.
هره پيغله يې ملاله ، هر یو ځوان يې احـمد خان دي.
زه چې پرې مین یم دا آزاد وزیرســــــــــــــــتان  دي.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

کــندهاره
تاریــــــــخونه دي ویاړلــــې زما ګـرانه کـــندهاره.
نـړیــــوالو پيژندلـې يې زما ځـــــــانه کــــــــندهاره.
لـــــــر او بر دې مــــدام په درد دې ژړیــــــــــدلـي.
یوځل بیا خپل سر را اوچت کړه قهرمانه کندهاره.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

افـــغانه
را ويښ شه پروت په کوټــــــه ، چمن او په پـکتیا افغانه .
ای د بلـــخ ، بدخــــشان او د ارزګان افغانه.
را ويښ شه پــــروت په خـیبر ، اټـــک او په کراچی افغانه.
ای د کــــندهار ، لوګر ، او ننګرهارافغانه.
را ويښ شه پروت په نورستان ، خـوست او په وزیرستان افغانه.
ای د کنړ ، لــــــغمان او د هــــــملند افغانه.
را ويښ شه پروت په غــزنی ، پنجشیر او په بامیان افغانه.
ای د وردګو ، زابـل او د کــــــــوهاټ افغانه .
را ويښ شه پروت په پـکتیکا ، ســوات او په مشهد افغانه.
ای د پـــيښور ، هــــرات او کــــندوز افغانه .
را ويښ شه پروت په فـراه ، کابـل او په پښتونخوا افغانه .
ای د جوز جان ، فاریاب او د پروان افغانه .
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

افــغانه
را پاڅـیږه پښتونه (افغانه) شمله د احمد خان وگټه.
ورشه ور درومه خـــــپله خاوره خپل  ایـمان وګټه.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

افــغانه
را پاڅـیږه پښتونه (افغانه) نوم او نښان د غفار خان وگټه.
ورشه ور درومه
 خــــپله خاوره خــپل ایـمان وګټه. (اټک).
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

ښکلا 
ښــــکلې ښــــــار د پيښــور مــــــــې ډیـر خـــــــــوښيږي.
نښترونه او ګلـونه د سپین غــــر مې ډیر خـــــــــوښیږي.
خدای پوښلې ښکلې ســــــوات په ښـــــــکلو ښــــــــکلو.
شني دښـــتي او شنه باغــــونه دلــوګر مې ډیر خوښيږي.
خـــــدایه یو واحـــــد اولس در څـــخه غــــــــــــــــواړو/م.
اتـــفاق او اتـــــــحاد د لــــــر او بـــر مې ډیر خـــوښيږي.

شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

افــغان

هر پښتون افغان او هر افغان پښتون دې.
 یو ســـــر يې په آمو او بل په آباسین دې.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

ملامت خپله یو
مونږه پښتنو خــــــــــــــــــــپله په خپلو کې وژلي ملامت خپله یو.
مونږه هـــــــــــــیڅلکه خپل مو خپل ندې شمیرلي ملامت خپله یو.

شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
 
لــویه خدایه!
په وطــــــن مې جوړ ماتم دي.
هــــــــــر خوا لمبي لمبي دي.
هره خوا چــــــــــــیغي او کوکارې.
پيغلي او ځـــوانان مو ټول ژړیږي.
مونږه پوه نه یو په ګـــــــــــناه مو. 
اخـــــــــــــــــر ولې داسي کیږي؟ 
---


لویه/لویې پکتیا.
(لوګر+خوست+ګردیز او پکتیکا)
---
وطنه.
زما د ښـــــکلو شاه زلمو وطـنه.
زما د ســــر کښو میړنو وطــــنه.
ښکلې باغـونه او نښترونه لري.
زما د جــــګو جـــګو غرو وطنه.
تا کې اوسیږي ننـګیالي د تاریخ.
زما د پلار نیـــــــکه شملو وطنه. (لویه پکتیا)
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
ټول ددې خاورې بچیان دي.
---
لوګریان ، که وردګیان دي، کـــــــندهاریان که کندوزیان دي.
ټول د یوه وطن بــــچیان دي.
پنجشیریان ، که غزنویان دي، ننګرهاریان که پيښوریان دي
ټول د یوه وطـــن زمریان دي.
سواتیان که باجوړیان دي، کوټه وال که وزیرستانیان دي.
ټول لر او بر ستر افغانان دي.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

وطن!
چې وطن مـې ډیر دردیږي.
هـر یو تن مې ډیر دردیږي.
چې افغان مې راته وژنې.
ټـول بدن مې ډیر دردیږي.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی
 

افغانان.
یو مـو نوم یو مو نښــــان دي.
یو مــو تن یو مــــــو وطن دي.
یو مو دین یو مو اســـــلام دي.
که هلـــــــمند که اورزګان دي.
---
دا څه وینم ای ربه؟
---
قـتل عام د لوی افــــغان دي.
قتل عام د مـــــــــسلمان دي.
---
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

کندهاره!
ای کـــــــــــــندهاره د زمرو وطنه.
ای د سر کـــــــــــښو پښتنو وطنه.
تا کې اوسیږي ننـــګیالي د تاریخ.
ای د غلـــــــــــجو او ابدالو وطنه.
شاعر: رفیع الله دلاور ستانکزی

په یاد يې ولــرئ:
تر هغه چې بل ته قدر ور نه کړو هیڅکله به د قدر وړ نشو.

لیکنه تر پایه ولولئ:
د پښتو ژبې لیکوالان او شاعران د نړۍ جال (انټرنیټ) تر یرغل لاندې...
له کلنو را پدیخوا په فیسبوک او په خاص ډول د نړۍ جال په ډیرو پاڼو کې ګورم زمونږه ډیري پښتانه ورڼه او ډيري پښتني خویندي ، د ډیرو شاعرانو شعرونه او د ډیرو لیکوالانو لیکني په ډيري بې رحمي سره را اخـــلې او د هغوي له اجازه نه پرته د هغوي نومونه د هغوي له لیکنو او هغوي له شعرونو څخه ړنګوي او بیا يې په فیسبوک او یا هـــم په نورو پاڼو کې يې ور نښلوې، که څه هم دا کار د شاعر/شاعره په شاعري او یا د لیکني په لیکوال/لیکواله کوم اثر نشي غورځولې/ پريښودلې دا ځکه چې د شاعر او لیکوال خپله پوهه له هغوي سره ده او د هغوي پوهه به تل له هغوي سره پاتې وي. خو بیا هـــــم که بل هـــر څوک وغواړې چې پدې ډول د یوه شاعر په شعرونو او د یوه لیکوال په لیکنو یرغل خښ کړې دا به د هغوي خپله ناپوهي وي/ده..

درنو (کاپې پيسټ) ورڼو او خویندو
که تاسو د یوه لیکوال/لیکواله له لیکنو او یا هـــــم د یوه شاعر/شاعره له شعرونو سره ډیره مینه لري نو ستاسو تر ټولو ریښتینې مينه به دا وي چې د هغه شعر د شاعر/شاعره او د هغه لیکني له لیکوال/لیکواله سره مینه را پيدا کړې او هغوي (شاعر/ شاعره ، لیکوال / لیکواله) تل دیته نور هـــم وهڅوئ چې د خپلې ژبې تلپاتې چوپړیان پاتې شي.

ګرانو.
تاسو پوهیږو چې د لیکنو لیکل او د شعرونو شاعري آسان کار نه بلکه خورا ګران کار دي، یو لیکوال په شپو،شپو او ورځو،ورځو ويښ ناست وي تر څو یو څه ولیکئ او زمونږه پښتنې ټولني ته يې را وړاندې کړې خو له ډیره بده مرغه به ووایم چې زمونږه ځینې ورڼه او ځينې خویندي هغه شعر د شاعر/شاعره او یا هغه لیکنه د لیکوال/لیکواله له وړاندې کولو څخه دمخه دوي په خپل نوم وړاندې کړې وي.
که چیرې زمونږه پښتانه ورڼه او پښتني خویندي خپلو دې ډول کړنو ته د پایښت ټکې ور نه کړې کیدایشې زمونږه ملي او په ژبه مین شاعران ، لیکوالان د پښتو ژبې ادبیان او داسي نور څه نا څه له خپلو چوپړونو څخه زړه توري شي.
په یاد يې ولرئ:
تر هغه چې بل ته قدر ونه کړو هیڅکله به د قدر وړ نشو.
درنښت
لیکنه:رفیع الله دلاور ستانکزی
پاچـا خانه پاچـــا خانه.
د پښتنو د زړه آرمانه.
د پښتنو د زړه ټـکوره.
د پښتنو د درد دردخــوره.
د لــر او بر د درد درمانه.
پاچــــا خانه پاچـــــا خانه.