پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

پښتني قـــبیلې او شـجرې وپيژنئ

ابدالـــــــيان هیله کیږي لیکنه ولولئ
دغه لیکنه په روانه پښتو لیکل شوي ده او عبارتونه يې ابهام او تعقید نه لري.
ابداليان د لوی افغانستان په تاريخ کې يو ډير نامتو ټبر دی چې د نامه ريښه يې د (۴۰۰م) شاوخواکې سپین پوستی اريايی قبیلې ته چې اپتل یا هپتالي نومیږي رسیږي چې دغې قبیلې په باختر او تخارستان کې یو غښتلې دولت جوړ کړی و او د برتانوي دایرهّ المعارف په استناد مورخانو يې نوم (ابدلوي)هم راوړی دی .(۱) چې په تاریخونو کې يې په بیلابیلو شکلونه هپتل (اودل) = ابدال = یفتل ضبط دي.
د ابدال په هکله زیات افسانوي رویات هم شته چې دلته يې نوم اخسیتل يې بیځايه نه دی:
رویتونه وايې چې د اسلام دورې په تاریخ کې لومړې نامتو سړی چې د (ابدال = اودل) په نامه یاد شوی دي د پښتني قبیلو مشهور نیکه دی چې د خپل نامتو کهول سره د سلیمان په غره کې اوسیده . دی د ترین زوی ، د شرخبون لمسی او د سړبن کړوسی دی او دده نوم په پښتو ادبیاتو او پخوانیو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په صورت (اودالي = ابدالي) ضبط دی چې د (۴۴۰ هـ) یا (۱۰۴۸م) کلونو په شا وخوا کې يې پښتانه قبایل پر ځان راټول کړې وو او دده له توکمه ملک سلیمان د عیسی زوی چې زیرک سره مشهور و پښتنې قبیلې د سلیمان له غره څخه کندهار سیمې ته بیولې او هلته به يې میشته کړې او د خپل ژوند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشری کښیناوه او تر بارک وروسته د زیرک او بیا ملک پوپل خپل نفوذ ( د اوسنې بلوچستان) تر شال او ژوبه پورې ورساوه او د پنځه شپيته کلو تر مشرتوب وروسته د (۸۹) کلونو په عمر مړ شو.
داسې فولکوري روایتونه هم شته چې په لومړی سر کې د د ابدال نوم بل څه و ، خو کله چې نوموړی د خواجه احمد ابدال چشمي حضورته ورغی او د هغه خدمت ته يې ملا وتړله نو هغه د ابدال لقب ورکړی چې د هغه ورځ نه په دغه نامه سره مشهور شو او اولاده یې د ابدلیانو په نامه یادیږي او پښتانه په خپلې ورځنی محاوره کې د ابدال د اودل په نامه سره هم یادوي (۱)خودا ورایت افسانوي ارزښت لري:
داسې روایت هم موجود دي چې هغه وخت چې د ابدال د پلار ترین د مړینې وخت نژدې شو نو ويې غوښتل چې د خپلو دریو زامنو یعنې (ابدال، سپين او تور) له جملې څخه یوه تن د خپل ځای د نیولو لپاره وټاکې همدا و چې د تور او سپين د خپګان سره سره يې ابدال په خپل ځای وټاکه .
(پښتانه د تاریخ په رڼا کې) لیکل شوي دی چې ابدال یا اودل د (۳۲۰هـ) کال په شاوخواکې ژوند کاوه .
ویل کیږي چې د ابدال تر مړینې وروسته رځړ د خپلې کورنی مشر شو او ده د خپلو زامنو د جملې څخه خپل مشر زوی عیسی په خپل ځای وټاکه .
د عیسی د زامنو له جملې نه سلیمان تر ټولو پوه او هوښیار سړی و ، نو ځکه دی په (زیرک) سره مشهوره شو چې تر اوسه پورې هم پښتانه هوښیار سړی ته ځیرک وايې ، که څه هم عیسی د میرک په نامه مشهور زوی درلود، خو سلیمان يې د هوښیارۍ له کبله په خپل ځاې وټاکه . د زیرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نومیده او پلار دی د کورنی مشر ټاکلی و خو څه موده ورسته مشری د پوپل لاسته روغله.

(۱) احمد شا بابا ابدالي چې د پوپلزیو د ښاخ د سدوزو د څانګې څخه و د (۱۷۴۷) نه تر (۱۷۷۳) پورې یوه لویه امپراتوری جوړه کړه .
درانیان چې د سړبن په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري په دوو سترو څانګو یعنی ځیرک او پنج پای باندی ویشل شوی دي چې شجره يې په لاندې ډول ده:
ابدال یا ابدالي
ــــــــــــــــــــ
(۱) لومړی.
ــــــــــــــــــــ
ترین
زیرک
بارکزی
اڅکزی
پوپلزی
الکوزی
یادونه:
محمدزی او سدوزی
محمدزیو (محمدزی) د بارکزیو یو ښاخ او سدوزیو (سدوزی د پوپلزیو (پوپلزی) یو ښاخ دی
ـــــــــــــــــــ
(۲) دویم.
ــــــــــــــــــ
پنج پای
نورزی
اسحاق زی
علی زی
ادوزی
ماکو

د ابدالیانو کورنۍ د (۱۷۴۷م) نه تر ( ۱۸۱۸م) پورې (۲) په لوی افغانستان باندی حکومت وکړ چې وروسته بیا حکومت د بارکزیو او د هغو د یو څانګې محمدزیو په لاس کې و.(۳)

ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی



ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


ملتان د پټانانو ،افغانانو ،پښتنو وطن 
میشته ابدلیان په ملتان کې:
هغه ابدالي پښتانه چې د کندهار له شاوخوا څخه مهاجرتونه کړی دي او په ملتان کې میشته شوي اوس زمونږ په زمانه کې د ملتاني پټهانانو یا افغانانو په نامه بلل کیږي. په دوي کې هم د نورو پښتنو په شان د (زی) او (خیل) کلمه م...وجوده ده . په تاریخ کې ملتان ته د ابدالیانو تګ پوره معلوم نه دی ، خو د ځینوشواهدو له مخی داسې عقیده څرګندیږي چې دوي ملتان نه د هند د مغولي واکمن عالمګیر، اورنګیزیب او شاه عالم په وخت کې تللی دي.
داسې روایتونه هم موجود دي چې د ابدالیانو څخه لومړی ځل په ملتان کې د جمند یا زمند ښاخونه میشته شول او کله چې دغه پښتانه ابدالیان ملتان ته و کوچیدل هلته په رانګپور ګهوپان واله کې میشته شول، دوي به د تجارت له لارې خپل ژوند تامیناوه . د ابدالیانو هر ښاخ چې په ملتان کې میشته و ځان ته یې بیل بیل خانان درلودل. کله چې په ملتان کې د ابدالیانو شمیر زیات او پیاوړې شو ، نو د ځمند له ښاخ سره يې د زرعتي مئسلو له کبله شخړې را منځ ته شوي او په پای کې د دوي تر منځ خونړۍ جګړې وشوې او د ځمند پر ښاخ بریالي شول او د جمند یا (زمند) ښاخ ډیر خلک ووژل شول پاتې يې له ملتان څخه و ایستل او په دغه ځای باندې ابدالیان خپله قبضه ټینګه کړه . کله چې ددغو پیښو خبر د ډهلي (ډیلي) دربارته ورسیده نو له هغه ځایه يې د ابدالیانو د خارجیدو(ویستلو)(ایستلو) فرمان صادر کړ، هغه وخت چې ابدالیانو دغه خبره واوریده نو هک پک شول دوي درې تنه استازي د ډهلي (ډیلي) پاچا دربار ته واستول او هلته يې د خپلو ګناوو عفوه وغوښته . د ډیلې پاچا دومره نرم شو چې د دوی په کورنیو باندې يې تیرې بند کړ ، خو ابدالي خانان او مشران يې تر دويم امره پورې بندیان کړل.
کله چې په دکن کې مرهټه وو او نورو د مغولي دربار پر ضد په بغاوت لاس پورې کړ او څو ځله يې مغولي لښکرو ته ماتې ورکړې نو په هغه وخت کې د ابدالي قبیلې قیدیانو له بندي خانې نه د وتلو غوښتنه وکړه چې دوي ته ددی زمینه برابره کړئ چې د مرهټه وو او نورو باغیانو سره وجنګیږي هماغه و چې د وخت د ضرورت او غوښتنې له مخي د دوي غوښتنه ومنل شوه او د یوه پوځ په ملګرتیا ابدالیان هم د دکن خواته لاړل او په نوموړو جګړو کې يې له ځانه دومره زړورتیا او میړانه وښودله چې مغولي واکمن له هغوي نه خوشحاله او دوی ته يې ډیره خلعتونه او بخششونه ورکړل او بیا بیرته ملتان ته ستانه شول چې هماغه وخت دغه خلک ځمکه وال اود ملتا په شاوخواکې د جایدادونو اود ځمکو خاوندان دي.
د نواب مظفر خان په دوران کې چې د ملتان ډیر مشهور نواب و د لاهور والي رنجیت سنګهـ په ملتان باندې تسلط وموند او نواب مظفر خان شهید شو په کال ۱۸۷۵ بکر ماجیتی کال کې سکانو په ملتان باندی تسلط ټینګ کړ او هغه پښتانه چې د سکانو له عام قتل څخه خوندي پاتې شوی وو له ملتان څخه ولیږدیدول او د نواب مظفر خان بهادر خیل سدوزی سمیو یعنی منکیر او بهکرا ته را غلل او کله چې منکیرا د رنجیت سنګهـ لاس ته ورغله هغوي په دیره جاتو په تیره بیا په دیره اسماعیل خان کی میشته شول.(۱)
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی

-------------------



یوسفزي
۰۰۰
یوسفزي د پښتنو یوه ډیره ستره قبیله ده چې زموږ توکم پوهان يې د سړبن د ټولینز ډلې څخه شمیري او په سر کې په دوو برخو ویشل کیږي. مندړ او یوسفزي خو نن ورځ هم د یوسفزیو په نامه سره  یادیږي . یوسفزي عمومآ په سوات ، پیښور ، ملکنډ ، مردان او هزاره کې میشته  دي ، څرنګه چې د نسب  په شجره کې راغلې دي خرشبون د سړبن زوی و، خرشبون درې زامن درلود چې کند، زمند او کاسی نومیدل.

کند دوه زامن درلود چې یو غری نومیده چې د هغه اولاده د غورخیلو په نامه سره یادیږي، دوهم يې بی خښې ، شخې یا خاښې و چې د یوسفزی هغه په پښتو ژبه د خوخی په نامه یادوي.
د اخون درویزه په قول چې په دغه قبیله کې يې ډیر ژوند کړې دې داسې ویل کیږي چې د شخی یا خاښی لومړني میرمن مرجانه  نومیده او مند او ماک يې زامن وو .
د اخون درویزه د وینا سره سم مند دوه زامن درلود د یوه نوم یې یوسف و چې اولادې یه یې یوسفزي وايې دویم عمر نومیده چې اولاده يې په مندړو سره شهرت لري.
داسې ویل کیږي چې یوسف پنځه زامن درلود چې عیسې ،  موسی ،  مالی ، اکو او اوریا نومیدل د عیسی یوولس زامن وو داسی ویل کیږي چې یو ځل مغلو د دوي څاروي بیولي وواو عیسی د خپلو زامنو په ملګریتا مغول تعقیب کړل چې نوموړې د خپلو نهو واړو زامنو سره  د مغولو سره په جګره کې ووژل شو ، پاتې  دوه زامن يې چې ژوندي پاتې و یو  يې حسن نومیده چې اولاده يې حسن زیو په نامه سره یادیږي ، دویم یې یعقوب نومیده چې نسل يې یعقوب زیو سره شهرت لري.

پټه دې پاتې نه وي چې د عیسې زویو زوی دده تر مړینې ورسته هم زیږدلې و چې اکا نومیده او اولاده يې په اکازیو سره شهرت لري. د عیسس درې واړو زامنو اولاده د تور غره نه نیولی د مهابڼ تر غرونو پورې میشته دي ، او اکازی د اباسین په ختیزو غاړو او مداخیلو د اباسین په لویدیځه غاړآباد دي.
د یوسف د دوو زامنو موسی او مالی اولاده په بونیر کې آباد دي.
همدا راز د یوسف  د پنځو زامنو په جمله کې اوریا له دی کبله په (بادی)سره مشهور و چې  دی ډیر کبرجن انسان و او دده اولاده د بادي ځیلو په نامه سره یادیږي.
 داسې رویات شته دي چې کله  اوریا  د خپلو وروڼو سره پلرنی جایداد ویشه  ، نو مور يې هم د خپلې برخې غوښتنه وکړه  چې دغه وخت کې ده خپلې مورته ښکنځلې وکړې او د هغې سپکاوي يې وکړ  . چې مور يې هم ورته ښیراوې وکړې او د هغه د ښیراوو د قبلیدو له کبله دده اولاده يې ډیره نه شوه او په چغرزو کې شامل دي.

د یوسف د پنځم زوی نوم  اکو و چې  اولاده يې کوز او بر سوات او پنجګړی کې میشته دي .اکوزی بیا په دوو څانګو ویشل کیږي چې یو يې خواجوزی او بل يې راڼې زی دي چې راڼې زی هم په دوو څانګو ویشل شوي دي.: سم راڼې زی او بر راڼې زی. سم راڼې زی د مقبوضه سیمو نه د ملکنډ تر غرونو پورې اباد دي ، بر راڼې زی د ملکنډ نه پورته میشته دي ، یوسفزی اکثره د کرنې په چارو بوخت دي ، ځينې يې سودا ګرۍ چارې هم سرته رسوي.
د یوسفزو لومړې استوګنځاې .
 داسې ویل کیږي چې  د یوسفزیو  لومړنی استوګنځی غوړه مرغې وه چې ارغستان ته نږدې  د سور غره او غنډان تر منځ موقیعت لري ، حیات محمد خان خپل مشهور اثر – حیات افغاني کې لیکي : د مرغه نه مقصد چمن او غوړ نه مقصد آباد ا وشین دی چې د دواړو  کلمو معنی (شین چمن) دی،
یو ډول غرنیز وښو ته هم  غوړه  وايې او دغه بوټې ښایې د مرغه  په نامه په کوم ځاې کې راشین شوي وي او د نوموړې بوټې د زیاتوالی په سبب دغه ځای په غوړه مرغه نومول شوي وي.
کله چې پښتون د کندهار شاوخوا سیمې سره وویشلې، نو د ترینو برخه د کند او ځمند یعنې خاښې خیلو او غوریاخیلو تر منځ ورسیدله  . دغه وجه وه چې په ښه بده کې به د کند او ځمند اولاده یو له بله سره مرسته نه شوه کولاې . د ابادۍ په وجه  د خاښې خیلو قبیله چې یوسفزي او منډړ يې ښاخونه دي د غوریاخیلو په پرتله ترینو ته نږدې دی او د هغوي برخه د ارغستان ویاله  یا نهر و چې  هغه ویاله ترینو  ته نږدې وه او د هغې ویالهې په سر د خښې او ترینو تر منځ شخړې را منځته شوې چې په نتیجه کې دغه شخړي په وینو تویولو باندې بدلې شوي . په دغه جګړو کې ترین د خاښې خیلو په قبیله باندې  بریالیتوب  تر لاسه کړ چې ځينې خښې و وژل شول او پاتې يې له ملکه وشړل  د زمند او غورخیلو  څخه هیڅ څوک د دوي ملاتړ لپاره را ونه رسیدل په پاې کې د خښې قبلیې خپل ورور غوریاخیلو ته پنا ور وړه او هغوي دوي ته یوه ټوټه خرابه ځمکه ورکړه .

ویل کيږي چې د کندهار په ځمکو کې  د پسرلې  په موسم کې د زیاتو ورښتونو له کبله ډول ډول واښه را زرغونیږي او په دغو وښو باندې ټول کال حیوانات ګزاره کوي او خوري يې .  کله چې ورښت  په موسم کې زیات بارانونه وشې  نه سیلابونه دغه واښه له ځانه سره وړې  او رمې او مالونه له سختیو سره مخامخیږي  له بده مرغه  په هغه کال  کې هم  د ورښت د زیاتوالی له کبله  د غوریاخیلو  مالونه رمې له سختۍ سره مخامخ شول  نو په دغه وخت کې دوي بی همتې وکړه او هغه ځمکه يې چې خښیو ته وربخښلې وه په زور يې له دغې قبیلې څخه  واخیسته  او دغه قبیله  له هغه ځایه هم وشړل شوه  او ګارا او نوشکی کې میشته شوه ،. دغه ځاې چې دشت لوط  ته نږدې دی د بلوچستان شمال ته پروت  دی . د لوط  دښته  یوه لویه مالګینه دښته  ده چې اوس یو بلوچ خان پرې قبضه لري.
لنډه دا چې په هغه وخت کې یوسفزی یا مندړ د خاښې د قبیلې یو ښاخ دی د وګړو شمیر يې ډیر لږ و ، څه موده ورسته یعنی د څوارلسمې، عیسوي پيړۍ په پیل کې چې له هغه وخته تقریبآ شپږ اووسوه کاله تیریږي دغه قبیله د ګارا او نوشکې څخه د کابل په لور  وخوځیده د  ترکاڼيو او ګګیاڼيو  نه پرته چې هغه هم د کرلاڼې په کرړانې یو ښاخ دې. د ټاک او ګومان درې له لارې را روان  او په دغه قبیله کې ورګډ شول . د مهمن زیو قبیله چې  د زمند له نسل څخه د هغه هم  د زمند له پاتې  قبیلې څخه ناراضه او یوسفزیو سره د کابل په لور ورانه شوه  او کله چې ددغه ځاې شاوخواته راورسیده نو په دغه ځای کې يې استوګنه غوره کړه  او د ابوسعید زوی مرزاالغ بیګ سره يې د تخت د نیولو په وخت کې ډیره مرسته وکړه او د دوي په مرسته نوموړی د کابل په تخت کیښناست .

مرزا الغ بیګ  په پیل کې په دغه قبیلې ډیر مهربانه و  او کله چې ددغې قبیلې په شمیر او شتون کې زیاتوالې راغې  نو د کبر له کبله يې میرزاالغ بیګ  حکومت ته اهمیت نه ور کاوه او سرکښې او بغاوتونو ته يې ملا وتړله میرزالغ بیګ جې په دغه وخت کې يې قوت او نفوذ زیات شوي و د دوي کارونه ونشو زغملای ، نو ځکه يې د هغوي د قوت له منځه وړلو لپاره په یو لړ اقداماتو پیل وکړ . په دغه ډول  يې د یوسفزیواو ګګیاڼیو ترمنځ بی اتفاقي واچوله او ورسته يې د ګګیاڼیو او خپل پوځ په ذریعه پر دوي حمله وکړه  له دوي څخه يې څو تنه و وژل  او پاتې يې د کابل په غرونو او درو کې خواره واره شول په دغه وخت کې په نوموړې قبیله کې درې تنه شیخان موجود وو چې دوه يې سره ورڼه و چې یو یې مراد او بل يې مدد  نومیده او د یوسفزیو قبیلې د عیسې زی ښاخ څخه دریم  يې شیخ عثمان و جې ملي زی و یوسفزو له دغو دریو تنو څخه  يې یو د لښکر مشر و ټاکه او د میرزاالغ بیګ او ګګیاڼیو سره يې په جګړې لاس پورې کړ میرزاالغ بیګ  سخته ماتې وخوړه له دغه بریالیتوب څخه ورسته یوسفزي زیات یاغي او خپل سري شول. مرزاالغ بیګ پرته له سوله نه بله چاره ونه لیده .  څو تنه سړی یوسفزیو ته واستول ، د دوي ملکان يې را وغوښتل او د هغوي يې ډیر غزت وکړ . یوسفزی د مرزاالغ بیګ په د غه چل ول وغولیدل او هره ورځ به يې له د سره تګ راتګ کاوه . یوه ورځ مرزاالغ بیګ  د  یوسفزو اته سوه تنه  مشران په داسې حال کې چې ټول يې بی وسلې وو پرته له یوه تن چې د چغرزی د ښاخ څخه و او د محمد زوی محمود نومیده  له ځانه سره په پټه یوه چاړه راوړې و . میلمانه یې کړل کله چې محمود د مرزا الغ بیګ  بد نیتې ولیدله نو خپلو ملګرو  ته يې وویل چې که ستاسې خوښه وي نو زه به مرزاالغ بیګ ووژنم خو ټولو ملګرو يې  دی له دغه کار څخه منع کړ  او ورته يې وویل چې باید نمک حق ادا کړې، ښايې دی له موږ سره بد  ونه کړې.

د جنګا په نامه  یوتن چې ګګیاڼی و اود یوسفزو سره يې دښمني درلوده د کابل پاچا مرزاالغ بیګ ته داسې مشوره ورکړه چې په دومره زیات شمیر کسان په یوځاې کې بی وسلې لاس ته رانشې  باید وخت غنمیت وبولو او ټول ووژنو. مرزا الغ بیګ نوموړې مشوره ومنله او ټول يې ونیول . پرته له یوه تن څخه  چې ملک احمد نومیده  او مقتولو ملکانو د ورستې غوښتنې په ژوندي پاتې شو نور ټول يې ووژل شول.

ملک احمد ډیر ځوانمرده  او د لوړ همت خاوند و . د دهغو اتو سو تنو  ملکانو تر وژل کید ورسته پاتې یوسفزی او خښې د کابل  شاوخوا نه په ډير بیوزلې حالت وشړل شول او دننګرهار خواته وکوچیدل ، د ترکلاڼې په لغمان یا لمغان کې میشته شول، څه موده ورسته د یوسفزیو او احمدزیو ترمنځ اختلاف پیدا شو او حصارک ته نږدې د دواړو قبیلو ترمنځ سخته جګړه را منځ ته شوه . په پاې کې یوسفزیو په دوي باندې بریالې شول . تر دغې جګړې ورسته یوسفزی او مندړ هم د پيښور خواته وخوځیدل  او د خیبر درې له لارې دغه ته  ور داخل شول.
په هغه وخت کې د پيښور ښار له نن څخه دیر توپری درلوده . هغه قبیلې چې اوس هلته میشته دي په هغه  وخت کې په لویدیځ لوی افغانستان کې اوسیدلې او د پيښور میدان او  اواره سیمه ورسره تړلې نورې سیمې د یو داسې قوم  تر سلطی  لاندې شوي  چې اوس هیڅ هلته نشته  او شړل شوي دي. د ترکلاڼې قبیله چې پخوا په لغمان کې اوسیده اوس د باجوړ په سیمه قبضه لري .

کله چې یوسفزي پيښور  ختيزو سیمو  ته را ورسیدل  نو د سفید سنګ په نوم یوځای ته را غلل او ملکانو يې د جرګې په ډول د لازاکو له قبیلې څخه د خپلې ګوزارې لپاره ځمکه وغوښته  چې نوموړې  قبیلې  د سخاوت له مخې یوه ټوټه ځمکه  دوي ته ورکړه . کله چې نوموړې قبیله په ځمکه کې میشته شوه نو د شلمانې له قبیلې سره چې په پخوا وختونو کې يې اشنغرباندې سلطه ټینګه کړې وه د جګړې لپاره تیاري ونیوه . په دغه جګړه کې د شلمانی قبیله له اشنغر څخه وشړل شوه چې دغه شړل شوي خلک د سوات خواته ولیږدیدل.

د سوات واکمن دوي ته د الادهڼد په سیمه کې د اوسیدو  لپاره ځاې ورکړ . د یوسفزیو  د اشنغر نه پرته د باجوړ د سیمې هغه برخه هم په لاس ورغله  چې د لازاکو پورې متعلقه وه . په دغه وخت کې  د یوسفزیو  او لازاکو ترمنځ دښمنې پیل شوه . که څه هم  ددغه دښمنې اصلې علت د ځمکې نیولو له کبله و خو ښکاره علت يې  اخون درویزه داسې لیکلې دي.

په هغه وخت کې  د لازاک  د میره لنګر کوټ په سیمه کې  میشته وو او دیوسفزي په دغه وخت کې په اشنغر کې پراته وو .  خو څرنګه چې د لازاک د میره لنګر کوټ څړځایونه ونیول ، نو د یوسفزیو  رمې او مالونه دغو څړ ځایونو ته تلل او دغه مالونه به  د لازاکو په واسطه لوټیدل  اوهم کله به چې د یوسفزیوڅخه کوم څوک  د  سوداګرۍ لپاره  د دوي سیمې ته ته تګ را تګ کاوه هغه به یې ځوراوه . لنډه دا چې دوي تل د لازاکو له لاسه په تنګ او ملک احمدخان چې په دغه وخت کې  د یوسفزیو  او مندړو قبیلې مشر و داسې پریکړه يې وکړه چې باید ټول د خاښې خیلو په مرسته د  دښمنې قبیلې  سره په جګړه لاس پورې کړو. د مهمن زیو  قبیلې سر له دې چې له یوسفزیو سره يې دښمنې درلوده پدغه وخت کې له یوسفزیو سره یوځاې شول . په دغه وخت کې ملک احمد خان ګیګاڼیو په ننواتی ورغې او هغوي هم له یوسفزیو سره مرسته ضروري وګڼله ، ګیګاڼي هم له دوي سره یوځاې شول. او اتمانخیل  لا د پیل نه له دوي سره یو ځای و ، د ترکاڼیو نه پرته نور ټول  خښې مهمن زی او مان خیل هم سره یوځای شول او د دلازاکو جګړې ته يې ملا وتړله  له بلې خوا چې لازاک په خپلو میړو باندې مغرور و  په جګړي يې پیل وکړ چې د عیسې د لګیدو په سبب زیات شمیر خښې ووژل شول په پاې کې د دواړو ترمنځ د تورو په ذریعه ډیره کلکه  جګوه وشوه او کله چې  د لازاکو د قبیلې  مشر د زنګی زوي و وژل شو ، نو پدغه وخت  کې د لازاک له میدانه وتښتیدل او د کابل  یا لنډی سیند  نه قطب خواته د دوي  ټول ملک  یوسفزیو لاس ته ورغې.

ددی مقصد  د تر لاسه کولو وروسته دوي په دې فکر کې  شول چې سوات هم ونیسې او د دوي  د مشرانو ملک احمد  او شیخ ملی په اجازه  ټولو قبایلو پدې اتفاق وکړ چې د سوات په لور وخوځیږي او د شاه کوټ درې ته نږدې خپل ځاې جوړ کړې.د سوات خلک په هغه درې باندې را ټول شول  او لاره يې بنده کړه . لنډه دا چې  دوي په تدریجې ډول  د دولسو کلو په موده کې ټول سوات را خپل کړ او د تالاش وادي هم د دوي لاسته ورغله . کله چې سلطان اویس سواتی په ځان کې  د مقابلې توان ونه لیدو نو له سوات څخه د کفرستان په خوا ور روان شو او هلته یې د یوه نوي دولت بنسټ کیښود. هغه وخت وو چې یوسفزیو د سوات سیمه ونیوله ، نو بیا  شیخ ملی نوموړې علاقه په دوي باندې و ویشله. پدې ډول  اشنغری د مهمن زیو ته ورکړه ، ددی لپاره چې دوي په ننګرهار کې د یوسفزیو د جګړې په وخت کې چې د لازاکو سره یې کړې وه نو په هغه وخت کې مهمن زیو له یوسفزیو سره ډیره مرسته کړې وه .دوابه يې ګګیاڼیو ته ورکړه چې تر اوسه پورې هم هلته استوګنه لري . پاتې ملک یوسفزيو او مندړو ته پریښودل شوه .که څه هم د شیخ ملي  د ویش وخت مالوم ندې خو داسې اټکل کیږي چې د(۱۵۲۰ع ) په شاوخوا کې به ترسره شوي وي.

د یوسفزیو مشهورې ځانګې:

حسن زي ، مداخیل،، اکازي ، الیازي ، چغرزي، نورزي، اکوزي،خواجوزي، باچې زي، راڼې زي،  مالیزي، سلطانخیل، نصرالدین خیل او پاینده خیل .

د استوګني سیمې او شمیر يې :

۱.  د دير په ضلعه کې :

 د دير په ضلعه کې  د یوسفزو بیلابیلې څانګې لکه: پاینده خیل ، نصرالدین خیل  ، سلطان خیل او عیسی خیل ، استوګنه لري،  چې نوموړې ضلعه کې يې شمیر ۱۹۶۱ع  د سر شمیرنې له مخې (۲۵۹۶۹۶) تنه ښودل شوي دي.
 ۲.  د ملکنډ په ایجسنې کې:
په ملکنډ کې د یوسفزیو شمیر (۵۸۶۳۲) تنو ته رسیږي.
۳. په سوات کې:
 په سوات کې د یوسفزیو شمیر (۶۲۶۹۹) تنه ښودل شوي دي.
۴.  د پيښور په ضلعه کې:
د پيښور په ضلعه کې د یوسفزیو شمیر (۱۱۷۱۸۳) تنه ښودل شوي دي.
یادونه: –
 هیر مو نشئ چې یوسفزي په کنړ، کابل ، لوګر، پکتیا ، پکتیا ، کندوز، ننګرهار او یوشمیر نور ځاینو کې هم استوګنه لري خو سر شمیرنه يې لا نده مالومه شوي.  

همداراز یو شمیر یوسفزي د هند په فرخ آباد ، بهوپال (بوپال) کرنال ، رام ور . روهیلکنډ ، بریلی نګینه  او ازاد کشمیر کې هم میشت دي.
لیکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی
---------------------------------------



افریدي / اپریدي
۰۰۰
دوي د کرلاڼ په ټولنيز ګروپ کښې شامل دې . د یوه افسانوي راویت سره مطابق د اپریدو د مشر نیکه نوم عثمان خان و چې د یوې واقعې په وجه په اپریدې سره مشهور شو . حقیقت دا دې چې دا یوه ډیره پخوانې قبیله ده چې د ( ۵۰۰ق-م) په شاوخوا کې یوناني مورخ هروډوټ چې د پښتنو د کومو څلورو قبیلو ذکر یې کړې دې په هغو کې د یوه قبیلې نوم (ایپی ريتی) یاد شوي دي.

(۲). اپریدي په خیبر دره کوهاټ ، تیرا کې میشته دي . د دوي د ختيځ خواته پوله د خټکو سره لګیدلې ده ، جنوب ته يې اورکزی او بنګش او د سپین غر څوکې لویديځ ته يې شینواري او شمال ته يې د مومندو سیمه پرته ده .

د خیبر درې په استوګنو کې اپریدي ډیر زړور او توریالې خلک دي . دوي په هروخت کې د استعمار ځواکونو  پر ضد پراخه مبارزې کړي دي.
په اوسنې وخت کې د اپریدو قبیله په اتو مشهورو ښاخونو باندې ویشله شوي ده چې هر یو ښاخ يې  ډيري نورې څانګې لري او هغه دا دي:
۱. ملک دين خیل:
 چې په باړه ، میدان ، شولوبر ، تند ، چوره ، کجوری ، خیبر دره او شډلی کې استوګنه لري.
۲.  قنبرخیل:
په کاهودره .شلوبر. ناوه ، برشولوبر ، باړه او کجوری کې میشته دي.
۳.  کوکي خيل:
په دوه توري ، تورڅپری . راجګل ، مخ رڼی ، لاله چینه او جمرود نه تر علی مسجده پورې اوسیږي.
۴.  زخه خیل:
د خیبر دره . څبری کډو ، بازار ، الچه ، کرمنه ، پراګ ، بنګو ، شنه کمر، توره  ویاله  ، بوکاړه، سنډه پل او شډلی کې استوګنه لري.
۵.  سه پای:
په باړه ، ترخو کڅ ، سنده پل لګړی او کجوری کې اوسیږي.
۶.  کمرخیل:
د ګړی ، څاوخ ، تخته کی ، غلام علي ، بغری ، وچ پال ، چهل ګزي ، میرو دره او کمزوی کې استوګنه لري.
۷.  اکاخيل :
 په باړه  ګلي خيل ، وړان، کجوری او د اکاخیلو په میره کی اوسیږي.
۸.  آدم خيل:
په اخور دره او میدان کې اوسیږي.
د اپریدو قبیله په عمومي توګه په یوه غرني سیمه کې ژوند کوي دغه قبیله په دوو اداري واحدونو کې تنظیمه شوي ده چې د خیبر ایجنسی چې اکثریت يې اپریدي دي او په ۱۹۶۱ ع  کال کې د دوي شمیر (۲۷۵۳۱۲) تنه ښودل شوي دي . میشت دي.
بله د کوهاټ په ضلعه کې چې  هلته ادم خیل اپریدي استوګنه لري او  د دوي تخمینې شمیره (۳۹۸۷۵) تنه ښودل شوي دې . همدا راز په آدم خيلو پورې مربوط بله یوه څانګه حسن خيل د پیښور په ضلعه کې استوګنه  لري او په ۱۸۶۱م کال کې د دوي شمیر د (۲۴۰۰۰) تنو په شاوخوا کې ښودل شوي دي. (۱)

 د لنډي کوتل ، باړه ، جمروداو اخور  درې تجارتي مرکزونه د اپریدو په سیمه کې موقیعت لري او دغه خلک زیاتره  په تنګو درو او غرنیو سیمو کې استوګنه لري.
 اپریدي د کرنې ځمکې ډیري نه لري نو ځکه خو  اکثره د کابل او پیښور تر منځ په سوداګري بوخت دي.

 د دوي تر منځ دوه قبیلوي فراکسیونونه (ګوندونه) موجود دي چې د سمل  او ګاړی په نامه سره یادیږي : ملک دین خیل ، زخه خیل ، اکاخیل ، سه پای او کمرخیل د سمل ګوندي او کمبرخیل او کوکي خیل په ګاړی ګوند او آدم خيل په کوم قبیلوي فراکسیون پورې اړه نه لري.
په عمومې توګه  د اپریدو سیمه په څلورو جغرافیايې برخو ویشلې شوي ده  چې د خیبر درې ، د بازار دره ، د اخور درې او د پیښور د ضلعې او د خیبر د غرونو د لړۍ تر منځ میدان څخه عبارت دي.(۱)
Add caption
شینواري
۰۰۰
شینواري د پښتنو یوه مشهوره قبیله ده چې د سړبن په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري او د سپین غــر په شمالي لمنو  او د ننګرهار په جنوب ختيځ کې میشته دي. د دوي یوه برخه  په لواړګی ، څو کورنۍ يې د کوهاټ په ځنګلونو کې ، د کونړ په سره کمر ، د پروان ولایت غوربند او کشمیر کې هم استوګنه لــــــــري.
(پښتانه د تاریخ په رڼا کې) د شینوارو په اړه لیکلې دي : لکه څنګه چې د شجرې څخه معلومیږي کاسیان په یوولسو څانګو ویشل شوې دي چې د شینواور قبیله هــــــــم په دوي کې شامله ده. لکه چې د پټـــــــې خزانې د روایت نه معلومیږي  د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني ، کابل او پيښور د وادي په لور مهاجرت پيل کړ. نو په دغه وخت کې کاسیان بیرته  د سلیمان غره ته ولاړل او هلته میشته شول. البته د کاسیانو یوې قبیلې ( شینواری) خاښي خپلو سره مهاجرت وکړ او د لوی ازاد خپلواک افغانستـــــان ( لوی پښتونستــــــان) خیبر پښتنونخوا په شمال او جنوب . غرونو کې میشته شــــــــــول.
د شینوارو شمال لویدیځ ته د خوګیاڼیو قبیله ، شمال ته يې د کابل سیند او د مومندو قبیله ، ختيځ ته يې د ډیورڼد نه منونوکی کرښه تر لواړګی پورې امتداد لري. دوي د هسکې مینې ، ( د ه بالا)  مومندرې ، نازیانو ، اچین او دور بابا په والسوالیو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوګنه لـــــــري.
دغه قبیله په لومړې سر کې په دوو پلارو ویشله کیږي چې یوه ته سه پای او بل ته عبدالرحیم خیل وايې. چې سه پای مشر ورور  عبدالرحیم خیل کشر ورور دی. مشر ورور  په خپل مینځ کې اووه (۷) تپـــــــی دي. : حسن خیل ،  حمزه خیل ،  الیاس خیل، رینداد خیل،  حیدرخیل، بابرخیل، سلیمانخیل، او کـــــشر ورور يې په دریو (۳) تپـــو ویشل شوي دي او هغــــه له علي شیر خیل ، عدل خیـــل او سنګوخیلو څخه عبارت دي.
ددغو خیلونو د استوګني ځایونه په لاندې ډول دي.
۱.  حسن خیل:
 حس خیل د هسکې مینې د ولسوالۍ په اوغزه ، ګورګوری، پايی ، شیخ میدان، باغی بند، ، شپوله او ګیزار کې پراته دي.
 یو شمیر حسن خیل  د غوښت دره کې هـــــــــم استوګنه لري. ویل کیږي چــــــې د خیلو شمیر په به له (۱۶۰۰) تنه څخه ډیر وي.
------
۲.  حمزه خیل:
 دوي په خپل مینځ کې دوه تپی دي چې یوه احمد خیل  او بل يې مغدود خیل دي. احمد خیل اکثره په ده بالا او لږ شمیر يې په تنګی ، شرمیني او لرو احمدخیلو کې اوسیږي، مغدود خیل په ګاګره ، ګجڼه ، مریز ، سنګوټا او راوګی کې استوګنه لري.
------
 ۳. لیاسخیل (ـالیاس خیل):
لیاسخیل (الیاس خیل) اکثره په هسکې مینې ګیزاره ، لږ شمیر يې د هسکې مینې په تنګی او یو شمیر په نرۍ اوبو کې  اوسیږي او د جعفریانو په نامه څو کورنۍ يې بیا د کوچیانو په ډول ژوند کوي.
------
۴. رینداد خیل:
د مامند په تنګی ، باغ ، اچین او ګردی کې پراته دي. دا ښاخ په څلورو څانګوو ویشل شوې دي. او د پاخیلو ، الیکه خیلو ، بام خیلو او خلیفه خیلو څخه عبارت دي.
 ------
۵. حیدرخیل:
دا پته په خپل مینځ کې دوه پلاره دي چې یوه ته يې (نیمې در) او بل ته ( میمه خیل) وايې. ممه خیل په لنډی ، مورګی چینه ، ډ اوڼی ، اسدخیلو ، تریلې ، میدانک ، سره کلا اوهجوم کلی کې میشته دي.
------
۶. سلیماخیل:
سلیمانخیل د لوی ازاد خپلواک افغانستــــــان ( لوی پښتونستـــان) خیبر پښتنونخوا  په توتګی ، وچکتوټ او کوشتل په کلیو کې اوسیږي.
------
۷. بابرخیل:
بابرخیل دا یوه کوچنی څانګه ده چې یو شمیر يې په صندق ، بټن او چهل ګزي کې اوسیږي.
------
۸.  عـــلي شیرخیل:
دا د عبدالرحیم خیلو یوه څانګه ده چې څه برخه يې په لواړګی او څه يې دیخوا ( د نه منونوکی کرښی) دا پلو ژوند کوي. دوي په اوو تپونو ویشل شوي دي.او هغه له عیسي خیلو ، باخیلو او تړخیلو ، پیروخیلو، اش خیلو ، خوګاخیلو او شودنخیلو څخه عبارت دي.
------
 ۹.  عدل خیل:
دا هــــم د عبدالرحیم یوه پښه ده . دا تپه په خپل منځ کې دوه پلاره دي . یعني عثمان خیل او کرګو خیل.
------
۱۰.  سنګوخیل:
سنګوخیل په دریو پلرونو باندي ویشل شوي دي. ګدوخیل ، څلور پلاری او غني خیل، سنګوخیل د مندئی څخه تر غني خیلو پورې د نازیانو په درو کې پراته دي.
له دې کبله چې د شینوارو یوه برخه د لوی ازاد خپلواک افغانستان ( لوی پښتونستان) خیبر پښتنونخوا تاریخی درې په شاوخوا کې استوګنه لري نو له دې کبله  دا دره د پښتنو او یا خیبر میشتو او یا خیبریانو په نامه هم یادیږي. چې اورکزي او افریدي/ اپریدي هـــــم په همدې نومونو مشهور دي.
د تورخم او شمشاد سیمې هــــــم د علیشرخیلو شینوارو داستوګنې سیمې دي. د لوړاګی شینواری په خپلو خیلونو کې ویش د حجرې له مخې ترسره کوي چې اوس د هر خیل حجرې په لاندې ډول دي.
خوګاخیل (۱۷۲) حجرې ، شیخ ماخیل (۶۸) حجرې ، اش خیل (۲۳) حجرې ، مختار خیل (۲۱) حجرې، او غنې خیل (۳۵) حجرې .
د لواړګی شینواري اکثره د سوداګري په چارو بوخت دي.او هغه ترانسپورتي تجارتي لارې چې د کابل او پيښور ترمنځ چلیږي د همدې خلکو په لاس کې. ښـــــــــــــــــــــکته او پورته  لــــــــر او بـــــر شینواري ډیري ښي اړیـــــــــــــکي لري.
شینواري په ملیمه پالنه کې مشهور دي . د دوي حجرې تل د میملنو او مساپرو پر مخ خلاصې وي. د حجرو تر څنګ يې جوماتونه هــــــم شته دي . په شینوارو کې د جرګو سیسټم ډیر قوې دي او اکثره خلک خپلې لانجې د قومي جرګو له لارې اوراوي. ، د لواړګی شینواري  اکثره خپلې جرګي  په سپین جومات کې چې د لواړګی تر منځ د لويې هدیري سره موقعیت لري  جوړوي، په شینوارو کې د نورو پښتنې قبیلو په څیر د ننواتي دود هم ډیر قوي دي چې ارو مرو يې قبلوي او مني يې.
په شینوارو کې د سولي کولو دود هـــــم د پخوا په څیر پاتې دي. چې تیږه يې بولي او اپریدي ورته (کاڼې) وايي.
 همـــدا راز د باجوړ په الینګار ، چمر کڼد ، څاوګی ، شیخ بابا او سره کمره کې هــــم شینواري استوګنه لري.
. د شیګل شینواري تقریبآ درې سوه کاله پخوا د ځینو عواملو له کبله  د سره کمره خواته تللې دي او شیګل ځمکه يې له نورو قومونو څخه چې په هغه وخت کې  کافران وو نیولې وه  ، د شینوارو راتګ شیګل ته او د نورو قومونو څخه  شیګل نیول د شیخ بابا په مشرۍ چې اصلې نوم يې (ذکریا) دی ترسره شوي دي.  د دوي سره د شیګل په نیو کې ماموندو هــــــم ملګرتیا وکړه . شینوارو د کافرانو د سخت مقاومت سره مخ شول په تیره بیا هغه وخت چې د ګنډور کلا محاصره شوه نو شیخ بابا امر وکړ چې ټول شینواري دي د کلا د سوځولو لپاره یوه یوه ګیډۍ لرګي راوړي نوموړي کلا وسوځول شوه او شینواري بریالي شول چې ورورسته شیخ بابا د شینوارو تر مینځ شیګل وویشه چې  په دې ویش کې ادرم خیلو ( عبدالرحیم خیلو) ته ګټه سید ، امان ، کوټ ، ګربوړی، کنډرو  ،ربړیت ډاګ ، ملاعلــــــم کلی ، شینکی ، غرتنګیاو شنګرشا ورسیدل.
په لواړګی کې  د علیشر خیلو څانګې دا دي: خوګاخیل، شیخ مل خیل ، پيروخیل ، میرداد خیل، اش خیل، مختارخیل، غني خیل، پتمی خیل، بسی خیل ، طالب خیل، سیدخیل، اشرف خیل، طوطی خیل، شربی خیل، بابی خیل، شدان خیل ش، مادور خیل ، میاخیل عـــالم خانی.
لوی ازاد خپلواک افغانستان ( لوی پښتونستان)
د ننګرهار په ولایت کې د شینوارو شمیر (۱۵۵۲۷) تنه ښودل شوي دې خو کیدایشي چې اوس په ډیر زیات وي، د کونړ په ولایت کې د شینوارو شمیر (۵۰۰۰) تنه ښودل شوي دي. خو کیدایشي چې اوس به هلته هم د شنیوار شمیر ډیر زیات وي. په لوړاګی  کې د شینواري شمیر (۱۳۷۷۰) ښودل شوې دي خو کیدایشي چې اوس به يې شمیر ډیر زیات وي. او د سره کمر شینوارو شمیره (۱۳۰۰۰) تنه ښودل شوي ده .

ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی
-------------------------------------
اڅکزي
۰۰۰
    اڅکزي د پښتني قبیلو په لړ کې  یوه مهمه قبیله  ده.
اڅکزي غیرتې او جنګیالي قبیله ده.
اڅکزي زموږ پښت پوهان د سړبن د ټولنیز ګروپ څخه شمیري اڅکزي چې په اصل کې د کندهار درانې  پښتانه او د ځیرک د څانګې څخه دي، یو شمیر يې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې دېخوا او بله ډله يې د ډیورنډ دکرغیړنې کرښې هغه خوا ژوند کوي.
اڅکزي په لومړې سر کې په دوو ښاخونو ویشل شوي دې چې ګوجین او بادین نومیږي ، ګوجین څانګې په لاندې ډول دي:  حمیدزي . ملي زي . اشیزي ،  عثمان زي ، علی زي  نصرت زي ، غني زي او صالح زي.
همداراز د بادین ښاخ هم په لاندینو څانګو ویشل شوي دي : کاکوزی ، غیبی زي ، شمشوزی، پیرعلی زي او پانیزي.
 هغه اڅکزي چې د ډیورنډ نه منونکې کرغیړنې کرښه دا پلو په لوی افغانستان کې میشته دي ، دوي په سپین بولدک ، ریګ ، کندهار ، هلمند ، ارزګان ، هرات او ځینو نور سیمو کې اوسیږ او هغه اڅکزي چې د لوی افغانستان په خاوره د ډیورنډ د کرغيړنه کرښه څخه هغه خوا استوګنه لري.  په ګلستان ، کوږک ، خواجه عمران ، او غاغنی ، پښین او توبه کې ژوند کوي.
 مشهور انګریزي مؤرخ مونټ سټورارټ الفنسټن په خپل اثر ( د کابل سلطنت بیان) کې لیکې  ــ اڅکزي اکثره کروند ګر او پوونده  دي که څه هم  یوه اندازه  ځمکه لري  خو د خپل ژوند لپاره په ځمکې اتکا، نه لري . د دوي څاروي د خواجه عمران په غرونو او  د توبې په هسبکه سیمه کې ساتل کیږي، په داسې حال کې   اوښان يې د  شوراوک د شمال ختیځ په شګلنه  سیمه  کې پوول کيږي ، اڅکزي پر داسې ځمکه پراته دي چې یا خو لغړ غرونه دي او یا سپیره ډاګونه او یاه خالصې شګې ، د دوي کرنې ځمکې ډیري لږې دې.
د کندهار ولایت پورې اړوند اڅکزي د سپین بولدک په ولسوالۍ ، د ریګ په علاقه داری ، خاکریز په ولسوالۍ ، د دامان په ولسوالۍ او د کندهار په مرکز کې اوسیږي چې شمیر يې په کندهار کې د ۱۳۶۰ د سر شمیرنې له مخې (۴۲۹۳۸) تنه ښودل شوي دي.  همداراز هغه شمیر اڅکزیان چې په هلمند ولایت کې استوګنه لري دوي د هلمند ولایت په مرکز نادعلي په ولسوالۍ ، د ګرمسیر په ولسوالۍ او د ناوه بار کزايي په ولسوالۍ کې استوګنه لري او ټول شمیر يې د ۱۳۶۰ کال د احصائیې له مخې (۶۵۶۵) تنو ته رسیږي.
---------
دهرات په ولایت کې اوسیدونکې اڅکزي په انجیل  ، پښتون زرغون ، ګلران او د غوریانو په ولسواليو کې استوګنه لري چې ټول شمیر يې د ۱۳۶۰ کال مرکزي احصائیې له مخې په دغه ولایت کې (۶۲۲۴) تنه ښودل شوي دي.
---------
د ارزګان په ولایت کې اڅکزي په ترین کوټ ، د چوره په ولسوالۍ ، خاص ارزګان په ولسوالیو ،د ګزاب په ولسوالۍ ، د کجران په ولسوالۍ د شهید حساس په ولسوالۍ ، د دهراود په ولسوالۍ او د نیش په علاقه داری کې اوسیږي چې ټول شمیر يې په دغه ولایت کې (۷۰۴۴۳) تنه ښودل شوي دي.
د دوي اکثره خلک د کرنې او مالدارۍ په چارو بوخت دي خو د کندهار اڅکزي د کرنې نه پرته  د سوداګرۍ په چارو هم بوخت دي. په کابل کې استوګن اڅکزي اکثره لیلامې بوټان او جامو دوکانو نه لري. د دوي د کوچیانو شمیر هم بیخې ډیر دي ، ، لنډا دا چې د ګران هیواد ( لوی افغانستان ) په لویديځ  او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د دوي شمیر د مرکزي احصائیې د ۱۳۶۰ کال د سر شمیرنې له مخې (۱۳۴۶۶۹) تنه ښودل شوي دي.
اڅکزیان د تاریخ په اوږدو کې د ښکیلاکګرو او استعماري ځواکونو سره ډیر جنګیدلې دي او د خپل ګران هیواد لوی افغانستان په ازادی کې يې د هر ډول سرښندنو څخه ډډه نه ده کړې چې په تاریخ کې د دوي مبارزې او کارنامې په زرینو کرښو ثبت دي ، ددغو  سترو مبارزینو په جمله کې چې د انګریزانو پر خلاف يې ډیرې تورې وهلي دي یو هم غازی عبدالله خان اڅکزی دې  چې د کابل  د (۱۹۴۱م) کال په پاڅون کې يې انګریزي ښکیلاکګرو ته مرګونې ګوزارونه ورکړې دي چې دده ویاړلې نوم هیڅ یو په وطن مین شاه زلمې نه شې هیرولی.
همداراز د سهیلې پښتونخوا په ملي ازادي بخښونکې غورځنګ کې د خان عبدالصمد خان اڅکزی او خان محمد ایوب خان اڅکزی  مبارزې د لرو او برو افغانانو د تاریخ یو ځلانده باب دې.
 او د اوسنې دوره ګران مشر او د ټولو افغانانو د زړه سر او د سرتاج خان محمود خان اڅکزي مبارزې  خپل ګران اولس ته هم د ستاینو وړ دې. تل دې وي ملي مشران
-----
خان محمود خان اڅکزي ته ډالۍ دې
----
•ای د میرویس زویه نن میوند او لیلا اوګټه
جنګ د پښتو اوګټه پالنګ د پښتو اوګته
ننګ ملاله اوګټه هر رنګ ملاله او ګته
نوم د افغان اوګته غورځنګ د افغان اوګته
-----
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی

 ------------------------------


ساپیان یا ساپي
۰۰۰ 
 سا پي يا ساپيان د پښتنو د غرغښت په ټو لنېز ګروپ کې يوه مهمه او لر غو نې قبېله ده چې وګړي يې په کو نړ، لغمان ، کا پيسا، پروان ، ننګر هار،پکتيا، خوست، بادغيس ،بلخ ، فارياب ، کندز، کابل ،دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ ، دره خيبر، دسهيلي پښتو نخوا په مر کز کو ئيټه ، پښين ،ژ وب ، سيبۍ او همداراز په اټک او دپا کستان د پنجاب ايا لت په فيصل اباد کې استو ګنه لري٠ د سا پيو قبېله دتاريخ په اوږدو او بېلا بېلو پړاوونو کې په مختلفو او بېلا بېلو نو مو نو سره ياده شوې ده ، دبېلګې په تو ګه: ساپي، صافي، سا پين، سپين، سا پيس، سا پيت، سا فيست ،سا فيت، سا پينګ، سا پيته، سا پيسته، اسا پنتيه، سپينته، سو پتا او نور(١) ٠
داسې روايتو نه شته چې سا پيان يوه لر غو نې اريا يې قبيله ده چې يو ناني کلا سيکو مؤ رخينو په خپلو تا ريخي کتا بو نو کې ددغې قبيلې يا دونه او ذکر کړی دی او پخپله مقدوني اسکندر دکو نړ او لغمان په ځمکو کې ددغو خلکوسره مخا مخ شوی دی او ډېرې جګړې يې هم ورسره کړي دي ٠ ددې خلکو څه برخه د مو مندو او باجوړ دسېمو په شا او خواکې هم د لوی اسکندر سره په جګړو کې ښکيل شوي دي(٢) ٠
لغمان او کو نړ ته د سا پيانو دراتلو په اړه داسي ويل کيږي چې دميلاد نه ٢٠٠٠کلو نه وړاندې با ختري ار يا ئيان دشمېر دزيا توالي او د ځای دتنګوالي له کبله په ليږد پيل وکړ چې دپکهت دقبيلې نورښا خونه او دهغو په لړ کې سا پيان هم شا مل ول٠ کله چې سا پيان د هندو کش له درو نه د کا پيسا په حوزه کې ښکته شول او له دې ځا يه يې تقر ېبادسيندو نو طبيعي مجرا ګا نې په مخه نېولې چې دهغوی نه يې يوې ډلې دکا بل سيند په مخه نېو لې اود نجراب، تګاب، سروبي او لغمان له لارې د کو نړ دسيند حوزې ته ورسېدل٠
په دې کې دهيڅ شک او تر ديد ځای نشته چې سا پيانو د ميلاد نه ٢٠٠٠ کلو نه دمخه په ليږد او مها جر تو نو پيل کړی دی او اوس په کا پيسا، کو هستان، کوه ساپي،پروان، لغمان، کو نړ ، جندول، پشات، سوات او با جوړ کې مېشته دي(٣)٠
قبيلوي جوړښت :
سا پيان په لو مړي سر کې په شپږومهمو ښا خو نو ويشل شوي دي چې ودير،ګوربز، کند هاري ، مسود، ښا ديخيل اوګاګي زي نو ميږي (٤)چې بيا وروسته په نورو څا نګو وېشل شوي دي چې دغه څا نګې په لاندې ډول دي :
امري، شيخي،باړ ميزي،بيا نخيل، کټه سر، غيبي خيل، حبيب زي، کاکا زي، خا ديخيل، سليمان زي، با دين زي، ادم زي، پا ينده خيل ، نو رخيل، خيرن زي، زکوزي، مېر علي خيل،الو کوزي، عطا خېل ،سين زي، بري زي،شمسو کور،مدور کور،غلجی کور ،ابه خېل، سيپان، مرزاخېل،کمال خېل، امر ويي،بدين زي،خادي خېل، رحيمداد خېل، حيدر خېل،شابول خېل ، سليمان خېل٠مولاتم کور،ملايان، کاګي،شهزاده او ټنګه ګوربز٠

د سا پيانو داستو ګنې سېمې :
١- دکونړ په ولايت کې :
دسا پيا نو دقبيلې زيات شمېر وګړي دکو نړ په ولايت کې ا ستو ګنه لري او په نو موړي ولايت کې دسا پيانو داستو ګنې ځا يو نه په لاندې ډول دي: اسد اباد، نرنګ، بر يکوټ،سر کا ڼي، دانګام، څو کۍ ،نورګل، پيچ، چپه دره، با ډيل، دېوه ګل، دمزار دره او شو نکړۍ٠ د کو نړ په ولايت کې دسا پيا نو مجمو عي شمېر تقر يبا د١٥٠٠٠٠ تنو په شا وخواکې ښودل شوی دی٠
٢- دلغمان په ولايت کې :
د لغمان په ولايت کې سا پيان په عمر زيو، شکور اباد،علي خيلو،پا چا خيلو،احمد زيو ،با ړېزيو،سالاو، ګاګړ، کو ټالۍ، دروېش اباد، دولت شاه،اتوک، چکله او دوګل کې ژوند کو ي چې په نو مو ړي ولايت کې سا پيان د٥٠٠٠٠ زرو تنو په شا او خواکې اټکل شوي دي٠ د لغمان ولايت د عمر زيو سا پيا نو مشهور ښا خو نه تور خېل، خېرن زي، زکوزي، مېر علي خيل، الو کوزي او عطا خيل دي٠
٣- دکا پيسا په ولايت کې :
سا پيان د کا پيسا په ولايت کې ددغه ولايت د تګاب او نجراب په ولسو اليو کې استو ګنه لري ٠
٤- د پر وان په ولايت کې :
سا پيان د پروان ولايت په کوه سا پي، سيد خيلو، کو هدامن او کو هستان کې استو ګنه لري٠ د پروان ولايت سا پيا نوددې لپاره چې دوی د تا جکو ورو نوسره دډېرو کلو نو په اوږدو کې او سيدلي دي نو خپله ژ به پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠

خو دکوه سا پي ولسوالي چې دپروان ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده مرکز يې ډنډر نو ميږي او تقر يبا ټول اوسيدونکي يې پښتانه او سا پيان دي چې دوی هلته څلويښت کلي لري او د خلکو ټول شمېر يې ١٣٦٢٧ تنه ښودل شوي دي چې دمشهورو کليو نو مو نه يې دادي :
منډیقول ، جوزک، بچه خاک٠ ډنډر، سکندره، حسن زايي،تريړي،انګوردره،ښرکي، جر غاتي، سياه سنګ، با غو مبکي، پېتاو کلی، نيلی او علي خو اجه٠
خلک يې زياتره دکرنې او مالدارۍ په چارو بو خت دي ،خو ٣٠ سلنه خلک يې اوس هم په پښتو نخواکې دکډوالۍ ژوند تيروي٠ همداراز ٦٠٠ کورنۍ يې دکابل په څر خي پله کې استو ګنه لري اويوشمېر خلک يې په ننګر هار کې اوسيږي٠ په دغې ولسوالۍ کې د ٤٠ په شااو خو کې ښو نځي شته چې يوه يې لېسه، يوه يې ديني مدرسه او پاتې نور يې لو مړني ښوونځي دي٠
دکوه ساپي مر کز ډنډرته دمو ټرو درې لارې شته ٠ يوه يې له بګرامه ،بله يې له کابله او دريمه يې له سر وبي ولسوالۍ نه٠

٥- د ننګر هار په ولايت کې :
دننګر هار ولايت دخېوې ولسو الۍ په دره نور کې هم ددوی يو کلی شته چې دبو ډيالۍ په نا مه يا ديږي٠(٥ )دا هغه بوډيالۍ ده چې شا عر انوپه خپلو شعرونو او سندر غاړو په خپلو سندرو کې ترې يا دونه کړې ده او ويلي يې دي: ادکې مورې ما ڼو له ځمه**** دبو ډيالۍ تو تان ږلۍ وهلې دېنه ما ڼو له ځمه
٦- دبلخ په ولايت کې :
ددغه ولايت په مرکز او دبلخ او دولت اباد په ولسو اليو کې هم سليمان خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٧- دفارياب په ولايت کې :
ددغه ولايت دقيصار په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان استو ګنه لري٠
٨- د بادغيس په ولايت کې :
د غورماچ په ولسوالۍ کې هم سليما ن خېل سا پيان مېشته دي٠
٩- دپښتو نخوا په مو مندو ايجنسۍ کې :
د پښتو نخوا دمو مندو په ايجنسۍ کې يو زيات شمېر سا پيان چې دکند هاري، مسود، ګوربز او ودېر په ښا خو نو پورې اړه لري استو ګنه لري او داسې ويل کيږي چې د١٩٦١ زېږ دېز کال د سر شمېر نې له مخې ددوی شمېر ٥٣٠٠٠ تنه ښودل شوي دي چې ښا يې دا شمېر به او س لا تر دې ډېر زيا ت وي ځکه چې ددغې سر شمېر نې نه اوس پوره ٤٩ کلو نه تېر شوي دي٠
کند هاري سا پيان دمو مندوا يجنسۍ په ويدانشا، کرېل،چينه ګۍ،کندو کو هي، امرو يي او چناري کې استو ګنه لري چې په مجمو عي تو ګه ددوی سېمه دسره کمر په نا مه سره يا ديږي٠ دسوات اخوند صاحب ملا عبدا لغفور هم کند هاری ساپی و٠
ګوربز سا پيان په تره کي تنګي،لکړۍ، کمر کلا او کټه سر کې مېشته دي٠
مسود ساپيان په چينارۍ، زيارت، خزينه او کوږ پاڼ کې مېشته دي ٠
همداراز ودېر ساپيان د کونړ دسيند په جنو بي بر خه کې استو ګنه لري(٦)
بايد وويل شي چې د مومندو ايجنسۍ د ساپيانو کلتور کټ مټ مو مندو ته ورته دی٠
١٠- په سهيلي پښتونخوا کې :
يو شمېر سا پيان دسهيلي پښتو نخوا په سيوۍ، ژوب او کو ئيټه کې هم استو ګنه لري چې مير زايي او کمال زي يې ښا خو نه دي، خو څر ګنده دې وي چې دغو سا پيا نو پښتو هېره کړې ده او دسند يا نو کلتوري حا کميت يې پر ځان منلی دی(٧) ٠
١١- په پا کستان کې :
د پا کستان د پنجاب په فيصل اباد کې هم يو شمېر سا پيان استو ګنه لري٠

دسا پيا نو دقبيلې اقتصادي جوړښت :
د کونړ سا پيان له دې کبله چې دکرنې ځمکې يې لږې دي ،نو دهغې تر څنګ غواګانې،پسونه، ګډيان او مېښې هم روزي چې دغوښو، شيدو او نورو حا صلا تو نه يې ګټه اخلي٠ دوی دکرنې ځمکې زيا تره للمي دي چې اوبه نه وررسيږي او يا داوبو رسيدل ورته ناشو ني دي ٠ زيا تره بز ګران يې په بيوزلۍ کې ژ وند تيروي، په تېره بيا هغه بز ګران چې دبا دارنو( دځمکو دخا وند انو) ځمکې کري نو مجبور او مکلف دي چې د تخم نه پر ته نورې ټو لې ستو نزې لکه غوايان، دبزګرۍ الات، دځمکې وهل،کرل، رېبل، را ټو لول او ميده کول پخپله غاړه واخلي٠ ان د ځمکې دخا وند کو رته د حا صلا تو وړل هم د بزګر پر غاړه دي ٠ بز ګر مجبور دی چې دې نورو کا رونو تر څنګ د خپل بادار، خره، غواګانې او مېښې هم وسا تي٠ همداراز بز ګر خپل بادار ته دغره نه وړيا لر ګي راوړي٠ دبز ګر مېر من بايده دي چې دځمکې دخا وند دمېر منې اوامرو ته غاړه کښيږدي٠ لنډه دا چې زياتره خلک يې بېوزله او نېستمن دي٠
خوراک :
دوی په خوړو کې زياتره دجوارو، اوربشو، غنموا و ورېجو نه ګټه اخلي ٠څر نګه چې دوی دبزګرۍ تر څنګ په مالدارۍ هم بو خت دي، نو زياتره يې دغواګانو او مېښو د شيدو نه هم ګټه اخلي ا و غوړي يې يا په شتمنو خلکو پلوري او يا يې د ننګر هار سېمې ته دپلورلو لپاره راوړي ٠
جامې :
دوی زياتره د وړيو او وزو دوژ غنو نه ځا نته مخصو صې جا مې جوړوي چې دريشۍ ته ورته دي،خو تڼۍنلري٠ ښځې يې تور پړوني او اوږده کميسو نه لري٠ ددوی پر تو ګو نه چين داره وي ٠نارينه يې د خمتا له ټو کړ نه هم ځانته کالي جوړوي او اکثره يو ډول ټو پۍ چې پکو لونه يې هم بو لي او دوړيو نه جوړ شوي وي په سروي٠
مېلمه پا لنه :
د اقتصادي تنګسې او بې وسۍ سره سره سا پيان مېلمه پال خلک دي ٠ دوی دمېلمنو لپاره حجرې لري چې په دې کار کې يو له بله سره سيالي کوي٠ په دوی کې دمېلمنو قدر زيات دی٠ ددوی په حجرو کې د مو سيقۍ الات لکه سيتار، رباب، منګی او نور شته ٠
پښتني ننګ :
سا پيان دقام په ننګ کې غير تمن خلک دي ٠ دوی د خپل هېواد د ازادولو لپاره دانګرېزي ير غلګرو په وړاندې
څو څو ځلې جنګيدلي او ډول ډول قر بانۍ يې ورکړي دي ٠همدا راز دسرو روسي ير غلګرو په وړاندې دوی داسي تورې وهلي دي چې زموږ دګران هيواد افغا نستان تا ريخ ددوی دمېړانې کا رنا مې نه شي هېرولای٠ همداسبب دی چې دکو نړ په ولسي ژوند کې دوسلو درلودل او ساتل ډېر اهميت لري او دسا پيو په اړه وايې چې يوه ورځ د يوه سا پي په کور کې نا رېنه ما شوم وزېږېد٠ څر نګه چې په اکثرو پښتنو کې دا رواج شته چې دنارينه ما شوم تر زېږېدو وروسته د ټو پک ډزې کوي٠ څر نګه چې دغه سړي ټو پک نه درلود نو لاړ چې يو ټو پک پيدا کړي او دخپل زوی دپيدا کېدو په خوشالۍډ زې وکړي ، خو چا خپل ټو پک ورنکړ٠ کوم وخت چې بېرته خپل کور ته راستون شو نو چا ورته ويل چې راشه زوی دې وګوره که نه نو کبر به وشي٠ هغه په ځواب کې ورته وويل چې زما زوی د لو مړي ځل لپاره با يد زما مخ ونه ويني ځکه زه دومره نامرد يم چې دخدای په دې لويه دنيا کې يو ټو پک هم نلرم چې دزوی د زېږېدو اعلان پرې وکړم نو که غه زما مخ ګوري ښا يي چې د هغه نه به هم زما غوندې بې همته سړی جوړ شي٠ نو ه به داوي چې ديوه نا رېنه او با همته سړي مخ وګوري٠
ساپيان دغيرت او ننګ په ټکي سر او مال ور کوي ٠ په دوی کې ښځو ته طلاق ورکول سخته بې ننګي ده٠ څوک چې دچا په ښځه تورن شي نو دهغه ژوند بيا په مرګ شمېرل کيږي٠ دچا په کور کې چې څوک مړشي نو که نېستمن هم وي نو هغه مجبور او مکلف دی چې خيرات ورکړي٠ په دوی کې دخيرات نه پرته د مړي ښخول شرم ګڼل کيږي٠ همداراز دوی ملا يانو او ميا ګا نو ته د خيرات، صد قې او سر سايې نه هيڅکله هم غاړه نه غړوي٠ دوی دعذر او ننواتې په وړاندې د ډېرې لويې ګناه نه هم 

تير يږي٠ لنډه دا چې دوی په پښتني ننګ کې ډ ېر ټينګ دي

ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی


 محترمو ساپيانو غوږ شئ
ساپیان د قام په ننګ کې غیرتمن خلک دي . دوي د خپل وطن د ازادولو په خاطر د انګریز ښکیلاکګرو سره څو څو ځلې جنګیدلې دي او ډول ډول قربانیانې يې ورکړې دي. همدا سبب دې چې د کونړ (کنړ) په ولسې ژوند کې د وسلې درلودل او ساتل ډیر اهمیت لري --قیصه
د ساپیانو په اړه وايې چې ده یوه ساپې په کور کې نارینه ماشوم وزیږیده څرنګه چې په اکثرو پښتنو کې دا دود او دستور دې چې د ماشوم د زیږدنې ورسته که هغه نارینه وي او که ښځينه وروسته د ټوپک ډزي کوي ----- څرنګه چې دې بیچاره سړې ټوپک نه درلود نو ولاړو تر څو یو ټوپک را پيدا کړې او ډزي پرې وکړي ، خو چا خپل ټوپک ور نه کړ، کوم وخت چې بیرته کورته راستون شو نو چا ورته وویل چې راشه د زوی دې وګوره که نه کبر به وشې نو هغه په ځواب کې ورته وویل چې زما زوی باید د لومړی ځل لپاره زما مخ ونه وینې ځکه زه دومره نامرده وم/یم چې د خدای په دې لویه نړۍ کې یو ټوپک هم نلرم چې د زوی د زیږدو و اعلا پرې وکړم نو که هغه زما مخ وګوري نو ښایې چې د هغه څخه به هم زما په شان بی همته سړی جوړ شې ښه به دا وي چې د یوه نارینه او با همته سړی مخ وګوري.
یادونه :-
ډیر ژر
د ساپیانو ټبر په هکله راڼو مالوماتو ته سترګي په لاره اوسئ.
را ټولونکې : رفیع الله دلاور ستانکزی    


 پوپلزي 
پوپلزي د سړبن په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري او د درانیو او ځیرک په څانګې پورې تړلې دي.
پوپلزی د نورو درانیو څانګو څخه ډیره نومیالي څانګه ده ځکه چې ستر ټولواک او د افغانانو پاچا احمد شاه بابا او دده اولاده له همدغې څانګې څخه دی.
د دوي زیات شمیر په کندهار او هرا ت کې استوکنه لري او لږ نور يې د هیواد په نورو لویديځو ولایتونو کې میشته دي. دوي د کرنې په چارو بوخت دي او ډیر ښې ځمکې لري ، همداراز د زابل په ولایت کې هم یو شمیر پوپلزي استوګنه لري.
د پوپلزیو د استوګنې سیمې او شمیر.
---------------
۱. پوپلزي د کندهار په ولایت کې:
د کندهار ولایت په مرکز ، دامان ، شاه ولي کوټ ، ارغنداب ، خاکریز، پنجوايي او ارغستان په ولسوالیو او د غورک په علاقه داری کې استوګنه لري چې د کندهار په ولایت کې د دوي شمیره د ۱۳۶۰ کال د احصائیی له مخې (۶۷۲۸۳) تنه ښودل شوي دي.
---------------
۲. پوپلزي د هرات په ولایت کې:
پوپلزیان د هرات ولایت د نظام شهید ، غوریان ، اوبی ، کرخ او زنده جان په والسوالیو کې استوګنه لري چې د هرات په ولایت کې د دوي ټول شمیر د (۱۵۷۷۶) په شاوخوا کې اټکل شوي دي.
--------------
۳. پوپلزي د هلمند په ولایت کې:
د ناوه ، بارکزيي او نوزاد په ولسوالیو او د واشیو په علاقه داری کې هم یو شمیر پوپلزیان استوګنه لري. په نوموړې ولایت کې يې ټول شمیر (۱۲۱۵۳) تنه ښودل شوي دي.
-------------
۴. پوپلزي د زابل په ولایت کې:
د ترنګ او جلدک په ولسوالیو او د میزان په علاقه داری کې استوګنه لري چې په نوموړې ولایت کې د دوي ټول شمیر (۳۸۳۸) تنو په شاوخوا کې ښودل شوي دي.
-------------
۵. پوپلزي د ارزګان په ولایت کې:
په ترین کوټ او په خاص ارزګان ، ګزاب ، شهید احساس او هراود په ولسوالیو کې استوګنه لري چې په نوموړې ولایتونو کې د دوي شمیر (۲۹۶۳۱) تنه ښودل شوي دي.
یو شمیر پوپلزی د بادغیس په ولایت کې د مرغاب په غور ماچ په ولسوالیو کې هم استوګنه لري ، یو شمیر پوپلزي په ملتان کې هم استوګنه لري چې د دوي په کوم سیاسې ملحوظ هلته تللو ته اړ شوي ي . که څه هم ځينې پوپلزیان پووند دي خو بیخې زیات شمیر يې د کرنې په چارو بوخت دي ، د دوي د کوچیانو شمیر هم لږ دې . د دوي تخمینې شمیر د (۱۲۸۶۹۱) تنو په شاوخواکې دي.
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی

راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی 
جبارخیل
دوي په اصل کې غلجي پښتانه دي چې اکثره يې د لوی ننګرهار ، لغمان ، لوګر او د کابل او جلال آباد ترمنځ سیمو کې میشته دي ، په تیزین ، جګدلک ، سره رود ، ګندمنک او د حصارک په ولسوالیو کې یو شمیر جبارخیل شته دي ، د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ د سیمې جبارخیل هم مشهور دي. (۱) عزیز خان کڅ کې د دوي شمیر (۱۴۶۶۷) تنو په شاوخوا کې ښودل شوي دي. (۲) زیات شمیر خلک (جبارخیل) شتمن او ځينې يې په دولتې ملازماتو بوخت دي . ویل کیږي چې دوي په پيل کې په خاک جبار کې اوسیدل خو د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې خپلو اوسنیو سیمو ته ولیږدیدل.
جبارخیل د حصارک د ولسوالی په لاندینیو کلیو کې میشته دي:
آب زنګیانې ، غوږیزه ، نادر ، ګلاخیلو ، حلیم خیلو ، ظریف خیلو ، سیاب سفلی ، چارتوت ، سروند ، پرجنه، جنجر او کڅې کې .
مشهور خیلونه يې دا دي: مریم خیلو ، نوګیاڼې خيل او نور...
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکز
ی


اټول 
ټول ټبر د غلجيو پښتنو پورې یو تړلې څانګه ده 
اټول غلجي پښتانه په اندړو پورې یوه تړلې څانګه ده چې زیات (ګڼ) شمیر يې د زابل ولایت د دای چوپان په ولسوالۍ کښې (کې) استوګنه لري او ټول شمیر يې د ۱۳۶۰ کال د مرکزي احصائیې د شمیر له مخې د (۱۸۵۰۰) تنو په شاوخوا کې ښودل شوي دي (۲) په پخوا وختونو کې د دوي زیات شمیر کوچیانې ژوند درلود . دوي به د موسی خیلو اندړو سره يوځای د مني په موسم کې د ناور او مالستان له غرونو څخه شلګر او قرباغ ته را کښته کیدل او له دې ځایه به يې د کندهار خواته لیږد کاوه (۳) خو اوس دوي زیاترو کلیوالي ژوند ځانته غوره کړې دی.
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې :
رفيع الله دلاور ستانکزی
بارکزیان /بارکزی 

بارکزی سړبني پښتانه دي او د زیرک یوه څانګه ده چې د کندهار، هلمند ، فراه ، نیمروز او هرات په ولایتونو کې استوګنه لري.

بارکزی د شمیر له مخې د پوپلزیانو څخه ډیر دې (۲) بارکزیان د وزیر فتح خان له وخته ډیر مشهور شول په تیره بیا هغه وخت چې له دغې څانګې نه امیر دوست محمد خان د کابل په تخت کښیناست نو د دوي شهرت دوه برابره زیات شو او بارکزیان تر لیرې ملکونو پورې د شهرت خاوندان شول .(۳)
د دوي د استوګنې سیمې په لاندې ډول دي.
۱. د بارکزیو ټبر(قوم) په کندهار کې:
بارکزی د کندهار د ولایت په مرکز . د دامان شاه ولی کوټ – ارغنداب . پنجوایی ، ارغستان او معروف په ولسوالیو کې اوسیږي چې ټول شمیر يې د کندهار په ولایت کې د ۱۳۶۰ کال د سر شمیرنې له مخې (۵۸۳۴۷) تنه ښودل شوي دې.

۲. د بارکزیو ټبر (قوم) د هلمند په ولایت کې :
بارکزی دهلمند په مرکز د نادعلي په ولسوالی ، د واشیو په علاقه داری ، د ناوه بارکزیی په علاقه داری. د نوزاد په علاقه داری او د نهر سراج په علاقه داری کې استوګنه لري چې د هلمند په ولایت کې يې ټول شمیر د ۱۳۶۰ کال د احصائيې له مخې (۱۲۶۰۸۸) تنه ښودل شوي دي.

۳. د بارکزیو ټبر (قوم) د نیمروز په ولایت کې:
بارکزی د نیمروز په مرکز کې اوسیږي چې شمیر يې د ۱۳۶۰ کال د سر شمیرنې له مخې (۸۹۵) تنه ښودل شوي دي.
همدا راز د کنګ او چاربرجک په ولسوالیو کې هم اوسیږي چې ټول شمیر يې د ۱۳۶۰ کال د سر شمیرنې له مخې په نیمروز کې (۳۲۸۰) تنه ښودل شوي دي.

۳. د بارکزیو ټبر (قوم) د فراه په ولایت کې:
بارکزی د فراه په مرکز ، بالا بلوک او ګلستان په ولسوالیو کې استوګنه لري چې ټول شمیر يې د فراه په ولایت کې د ۱۳۶۰ کال د احصائیې له مخې (۹۰۷۶۲) تنه ښودل شوي دې.

۴. د بارکزیو ټبر(قوم) د هرات په ولایت کې :
بارکزی د انجیل، ګودرې، پښتون زرغون ، ګلران ، غوریانو، زنده جان او ادرسکن په ولسوالیو کې استوکنه لري چې د هرات په ولایت کې د دوي شمیر د ۱۳۶۰ کال د احصائیې له مخې (۳۲۴۰۷) تنه ښودل شوي دي.

د بارکزیو شمیر څه د پاسه (۲۳۱۰۶۷) تنه ښودل شوي دي . هغه سمیې چې بارکزیان پکې استوګنه لري ښې حاصلخیره او د کرنې وړ دي . دوي د پوهې او تعلیم سره زیاته مینه لري او ځانونه اصلې پښتانه بولې (۱) همدا راز د شوروي اتحاد د اتنو ګرافر ستانیشفسکي په حواله د دوي (بارکزیان) شمیر د (۲۰) مې پيړۍ په نیمايی کې (۳۲۰) زره تنه ښودل شوي دي.
ليکوال: محقق ډاکټر عبدالطیف یاد طالبی
راټولونکې : رفيع الله دلاور ستانکزی


4 comments:

  1. Ahmad Zameer Shinwari12/17/2011

    when i saw and studied to this then i too much pleasured but at the end i has been disappoint about one another tribal which name's Shinwari, you have not written something about and his sub-tribal chart were not mention. Why? If possible then please give me answer and publish it.

    ReplyDelete
  2. وروره! ستاسو پيغام څخه نړۍ مننه کوم، پدې پاڼه کې لږ ښکته ولاړ شئ ضرور به د شینوارو په هکله هم معلومات را پيدا کړئ.

    ReplyDelete
  3. abidsafi38@yahoo.com4/09/2012

    Stanakziy rora da pakhtano shajara nasab pa hawala staso web site ma wakata za deer zait khoshala showm , kho zama yao sawal dy chi pa di ki taso da Safi Qabeely ziker na dy kry, chi da pakhtano kum Qabeely sara taloq satee, staso da zawab pa intizar,
    deera manana.

    ReplyDelete
  4. grana wrora da mandozi qam shajara ka paida krai da ba deera kha wi....manana

    ReplyDelete

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي