پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.29.2011

- همزه واله ئ (y ə):

دا هم يو غبرګغږ دى او له زورکۍ والې (ۍ) سره يې په سکښت، جوړښت او تلفظ کې هېڅ تفاوت نه شته يانې دا دوه غږونه په حقيقت کې ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. پښتو ليکپوهانو د زورکۍ والې (ۍ) او همزه والې (ئ) د بېلتون نښه او ضرورت همدا ګڼلى چې يوه په نومونو او بله په فعلونو کې راځي. زه به دلته د پښتو ليکپوهانو له خوا د همزه واله (ئ) د اوسني دوديز استعمال ځايونه په ګوته کړم. الف – همزه واله (ئ) اکثره د امر او نهې فعلونو په پاى کې راځي لکه: کېنئ، پاڅئ، وخورئ، مه خورئ، لاړشئ، مه ځئ او نور... ب – د ځينو سواليه جملو په پاى کې هم راځي البته دلته هم فعلي حالت څرګندوي لکه: تاسو ټولګي ته راځئ، تاسو درس لولئ، په علمي غونډو کې برخه اخلئ او داسې نور...

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي