پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

مـــــلاله میوندۍ



خال به د یار له وېنو کښېـږدم     چې شېنکي باغ کې ګل گلاب وشرموېنه
که په مېوند کې شهېد نه سوې     خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه 
هو ! موږ دلته د ملي اتلې ملالۍ خبره کوو. هغه ملاله چې د غازیانو د لارې سره ځلانده او بـَله ډیوه شوه او د خپلواکۍ پرځلېدونکي لمر یې خپل نوم په خپلو سپیڅلو وینو ولېکه او پښتني لنډیو یې د هیواد پر هر رود او گودر ، سمه او غـر پیاوړۍ ازانگې خپرې کړې. 
د ۱۸۸۰ زېږدېز کال د جولای د مېاشتې ۲۷ نېټه چې د ۱۲۵۹ کال د زمري د مېاشتې له ۶ سره سمون خوري د منځنۍ 'سه شنبې' ورځ وه او د مېوند په وچې دښتې کې د غازي محمد ایوب خان تر مشرۍ لاندې د هېواد له هرگوټ څخه زلمیان راټول شوي ؤ. له پیرنگیانو سره د هېواد د بچیو دویمه جگړه وه. 

انگریزي سرچینې وایي چې په بریتانېې کې د مېوندي ملالۍ په او د هغې د اتلوالې ونډې په اړه څوک نه پوهېدل او دوی وایي هېښنده خو دا ده چې ولې د مېوندي ملالې نوم زموږ د جگړو په پیښلېک کې نه دﺉ لېکل شوﺉ ؛ د مېوند په بریالۍ جگړه کې د غازي ایوب خان نوم ځلانده ښکاري. ملالۍ د مېوند د ولسوالۍ په څنډه کې د پرتې سیمې خېگ څخه د یوه شپانه لور وه. ملالۍ او د هغې پلار د غازي ایوب خان له لښکرو سره د ۱۸۸۰ کال د جولای د مېاشتې په ۲۷ نېتې یو ځای شول. ملالۍ د نورو کلیو د ښځو په څیرد خپلو غازیانو ورونو ملا ور وتړله. 
د ملالې كورنۍ اوس هم د ميوند په خوګياڼو كارېز كې سته په میوندكې اوس هم د خوګياڼو په نوم يو كارېز دى، ملاله هم خوګياڼۍ او د دغه كارېز اوسېدونكې وه. هغه دشهادت په وخت کي پیغله ، په ونه دنګه او لوړه او شکلې قهرمانه وه د هغې قبر اوس هم په ميوند كې سته، خلك يې زيارت ته ورځي، د مانده پر شمالي غاړه باندې واقع دى (علامه رشادبابا)
د مېوند په جگړه کې ملالۍ د نورو نجونو په شان غازیانو ته اوبه رسولې.
دا هغه جگړه وه چې د پېرنگي د ښکېلاک جرړې یې په لندن کې ولړزولې. هغه جگړه چې له نژدې دریو زرو انگریزانو او د هغه د ملاتړي هندي پیاوړي ځواک گورکه گانو څخه یوازې پنځه سوه تنه د افغانانو د غچ اخیستونکو تورو له ویرې ژوندۍ پاتې شول او هغه هم ټول ټپي او په تېښته بریالي.
بریتانوي ځواکونو مرچلونه نیولي ؤ او د سهار په نهو بجو جگړه پیل شوه. خو د غرمې په مهال افغان ځواکونه هرې خواته د خورې کېدلو په حال کې شول. بریتانویانو د خپل وروستني یرغل لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخیست. ایوب خان له لیرې جگړه څارله. داسې ښکارېدله چې بریتانویان د جگړې گټونکي دي. د ایوب خان له څنگه څلور زره سپاره سرتیري په دریو خواوو کې خواره واره شول. انگریزانو د افغان غازیانو د آس سپرو دوړي ولېدلې او گومان یې کاوه چې افغانان په تېښته شول. په ټول ځواک یې د جگړې ډگر ته را ودانگل. د غازیانو وینو دښته په سرو وینو ښکلې کړې وه. ملالۍ له لیرې ولېدل چې بیرغ وړونکی د جگړې په ډگرکې را پریوت. ملالۍ ډگر ته را ودانگل او دا لنډۍ یې وویله:



خال به د یار له وېنو کښېـږدم چې شېنکي باغ کې ګل گلاب وشرموینه 

د دې لنډۍ په اوریدلو غازیانو بیرته مخ واړاوه او د میرڅي مخه یې ونېوله. ملالۍ ولېدل چې د افغان د جگړې بیرغ وړونکی مخکښ د پرنگ د توپ په مردکو دړې وړې شو او افغان بیرغ پر ځمکه پریوت. ملالۍ ډگر ته را ودانگل او بیرغ یې په لاس کې ونیو. غازیان کرار کرار په شا کېدل چې ملالۍ دغه لنډۍ وویله :
که په مېوند کې شهېد نه سوې خداېږو لالېه بې ننگۍ ته دې ساتېنه 

ددې لنډۍ په اورېدلو د غازیانو ویني په ځوښ راغلې او هر غازي له تورو او ډالونو سره پر پرنگ مخ را واړاوه. 
بریتانویان د ایوب خان په هوښیارۍ نه پوهېدل. افغان آس سپاره له دریوو خواو انگریزان را چاپیره کړل او د ملالۍ د لنډۍ ازانگو د جگړې معادلې او برخلېک ته بدلون ورکړ او غازیانو جگړې ته مخه کړه او جگړه لاس او گریوان شوه. د انگریزانو او هندي گورکه گانو مړي هرې خواته خواره واره پریوتل او له مېرڅي څخه لاره ورکه شوه. 
په دغې جگړې کې ملالۍ هم خپل ژوند له لاسه ورکړ. جگړه پای ته ورسیده او د سوبمنو افغانانو سوبې د لندن د ولسي جرگي بنسټونه و ښورول. 
د ملالۍ مړۍ په ډیر درنښت په خېگ کې ښخ شو چې غازي ایوب خان له نورو غازیانو سره یو ځای د سوبمنو تورو ، ډالونو ، تېکو او توپکو په ځلا کې په خپله د شهیدې ملالۍ د مړي بدرگه ؤ. 
د ملالۍ نوم د افغانې سوبمنې اتلې په کتار کې د هیواد په تأریخ کې ولېکل شو. راتلونکو زوزاتونو د ملالۍ نوم په ویاړ وساته ، ښوونځي ، مجلې ، روغتونونه د میوندي ملالۍ په ویاړلي نوم و نومول شول. 
رحمت آریا 
---


1 comment:

  1. Stanikzai Sahib!
    Ka da likani Font size lag ghat shi kha ba wee
    Manana
    Qazizada

    ReplyDelete

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي