پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

7.15.2011

 د استاد شپون ډیر په زړه پورې لیکنه لوستل یې ضرور دي

پښتو لیکدود، څو تجویزونه او د مرستې غوښتنه
////////////////////
...استاد شپون - دا مهمه مو ضوع ده چې پښتانه ژبپوهان او لیکوا لان یې باید حل کاندې چې را تلونکی نسل مو ملامت نه کړي چې دوی ته مو جنجال پرېښود. حکمتیار صیب او ما هم په تاند کې دمخه څه وړاندیزونه کړي وو.
له ساده ، یعنې تورو نه به یې پیل کړو او وروسته به نحوې ته لاړ شو چې جنجال یې زیات دی.
ز، ځ / ﺉ ۍ/ به را وخلو. منم چې په ځینو لهجو کې / ز او/ ځ/ په ویلو کې یو شانته غږ لري چې د لاتینې د/زي، زېد، /سره همغږي دي. خو په ځینو نورو کې/ ځ/ داسې لګېږي لکه /د/ یې سر کې نښتی وی/دز/
اوس نو علما اندرین چي فرمایند؟ چې دا کمکی فرق په دې ارزي چې /ز/ او/ځ/ دواړه و سا تو؟
 / ﺉ/او/ۍ/ هم همداسې غبرګونې دي چې د استاد بختا ني په فتوا سۍ غږونه کټ مټ سره، ورته څه چې یودي، نو بایده دي چې یو غبرګونی / خواره کی/ ۍ/ چۍ بې هغې یې هم لکۍ کړې، د خپل ورور /ﺉ/ په ګته له ژونده تیر شي.
 /ابﺉ دې هم د د ډوډﺉ غوندې بې لکﺉ و لیکله شي د ښځو د حقوقو فعالین به هم یو څه سو که شي چې د نر بر لاسي هم ورسره کمه شي.
که بختانی صیب کمپیوټر کې لیکلو ته مخه کړي نو د استدلال غوړي به یې لا غوړ شي، په یو ګوزار به دوه نا شولته توري هم له کیبورډ نه ډیلیت شوي وي. نو په دې حساب به پښتو له دوو غیر ضروري تورو خلا صه شوې وي.
خو غم دادی چې داسې به وګڼو چې دا خو زموږ خپله ژبه ، خپل مو واک دی چې هر توری چې مو سلا پرې راغله لرې کولی یا پرې زیاتولی شو. که چا زورور نا غیړي کوله، په یو فسم به مو قانع کړی و او که نه هم قانع کېد لی، د تکفیر وېره خو نه وه. ګېلې مانې به خا مخا کېدې چې په پښتو مو زور رسېږي خو عربۍ ته مو ملا ما ته ده چې هلته ؟ ث، س/ ص/ قطار دي چې عوام یې د /س/ په اواز تلفظ کوی، او /ض، ظ، ذ، ز/ چې عوامو ته ټول د/ ز/ همعږي ښکاري او خواص نور هم ځان ګنانګاروي چې / ض ته غودات، ظ ته غودې، ط ته طوخې.... اوداسې نور شډل انډولو نه کاروي. نو دا معترضین به وایي چې دا د عربۍ ژبې توري هم بوج دي، ولې یې / ز او /س/ ته نه را لنډوو؟ د دې پوښتنې ځواب( زواب) ساده او لنډ دی. عربي زموږ د دین ژبه ده، نو تصرف ورکې جا یز نه دی. چې څوک یې سم نشي ویلی، البته ژبه به یې ما ته نه وي. چې لوست لیک یاد کړي په دې به هم خبر شي ، ژبه به یې هم ما ته شي. نو به دا درنه تیږه په ځای پرېږدو، د خپلې ژبې د لیکدود چاره به و کړو.
 حتي په نورو /ی ګا نو لکه /ې/ او/ ي/ به هم غرض نه لرو بلکه یواځې د دوو پښتو تورو / ې/ او /ځ / د کمبلو په ټولولو فکر وکړو چې د یارانو به را یه څه وي ! زه خپله د استاد بختا ني استدلال منم، خو خپه هم یم چې یو نمو نه پښتو توری له لاسه ورکوو.بس له دې به زموږ سپﺉ بې لکﺉ وي ، د سپینې سپوږمﺉ اود اېرو د ډېرﺉ فرق به ورک شي ....
 پاتې شوه د /ځ /خبره. د دې کنجک مخ خو دې ورک شي چې تل مې د هېواد مل صیب سره پرې جګړه وه چې چېرته/ ځ/ را ځي ، چېرته / ز/ . دا نیمګړې فارمو له دې اور واخلي چې د پاړسي ج، پښتو کې ځ کیږي. جنګل، ځنګل ، جوان، ځوان خو د پاړسي جنګ چې د خدای وسې مې و کړې ځنګ نه شو. تر اوسه مې څو منثورې او منظو مۍ پښتو با بو لالې لیکلي خو لا هم د/ ځ /او/ ز/ تر مینځ تو پیر نشم کولی، هېواد مل کله په/ ز/ زلمی او کله په /ځ/ ځلمی لیکم. بیا هم شکر چې په ض یې نه لیکم.
چې را لنډه یې کړم، له پښتنو لیکوالو هیله لرم چې په یادو شوو تجویزونو سلا را کړي.
 دا یې سریزه(سریځه ؟ ) ده. که یې نتیجه ورکړه بیا به د پښتو نحوي اډانې ته لاړ شم جې د اوسنو لیکوالو اصلي ستو نزه( ستونځه ؟ ) هما غلته ده. دا به را وسپړو چې زموږ( ځموږ؟ ) د ژبۍ د جملو اصیل سکښت څه دی او تر کو مه حده زموږ ( ځموږ؟) لیکوال د هغې خیال ساتي . د یارانو د لارښودنې په تمه.

No comments:

Post a Comment

ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي