پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

1.01.2013

Pashto words with English Translation,
1. لټول
[laṭavə́l] [past: و يې لټاوه ] 1 to seek;search for;to search around;look around;rummage;to check;investigate;to trouble;alarm;to inspect;make an inspection;check…
2. اور
[or]{m.} ur 1 fire;conflagration د _ غر volcano د _ گاډی F اورگاډی ناگاه _ لنبه شو the fire suddenly blazed up 2 gunfire;fire;firing د _ خط line of fire شديد _ a hurricane of fire و يو شي…
3. برخه
[bárkha]{f.} brákha f.;part;portion د پنکي برخه share;portion;lot د برخي خاوند shareholder;partner له درو څخه دوې برخي two thirds برخه برخه in part;partially;by parts د يوشي يوه…
4. صواب
[savā́b]{m.} Arabic;fair;just;equitable;the right way to act;rightness;innocence صواب لټول to strive for truth;seek justice 
5. لټوونکی
[laṭavúnkaj] ;present participle of لټول;2 inquisitive (of mind)
6. مأمن
[mā'mán]{m.} Arabic shelter;refuge;asylum د خپل تسليت مأمن لټول to seek a safe haven 
7. نوغى
[núghaj]{m.} ;sapling;seed;progeny;offshoot;scion;:;[núghaj]{m.} ;spot;speck;sign;mark;brand;label نوغى ايښودل to mark;brand;place a brand…
8. پسې
[pəsé pasé pse] dialect pasí;postposition;either in conjunction with the preposition په or without it;and sometimes withد after;immediately after يو په بل پسې one after the other په…

12.14.2012

11.17.2012

جمله (Sentence)

جمله يوه عربي كلمه ده، په لغت كې مجموعې ته ويل كيږي.
جمله د انګريزي Sentence ، فرانسوي Propostion ، جرمنى Staz ، هسپانوي Oracion او روسى ژبى پريدلو ژينيه سره برابره معنا لري، په هره ژبه كې د خپلو خپلو ځانګړو معناګانو درلودونكى وى. ولې ګرامري معناګانې يې سره ورته يا يوګڼل كيږي(1) د مثال په توګه:
(په انګريزي ژبه كې كه د سېنټېنس كلمې ته ځير شو او څېړنه پرې وكړاى شي سربېره پردې چې د جملې معنا لري يو لړ داسې نورې معناګانې لكه (پريكړه، حكم، جزا) او نورې هم لري. همدارنګه د سېنټېنس كلمه درټلو لعنت پرويلو او محكمې ته راكښلو په معناګانو سره هم راځي(2).
دلته مونږ د جملې يا سينټينس د لغوي معنا سره څه كار نه لرو، بلكې غواړو په دې برخه كې د جملې په هكله د ګرامر له مخې رڼا واچوله شي يعنى د جملې پيژندنه او څېړنه په ګرامري چاپيريال كې تر سره شي. ښايي چې ددې مطلب د څرګندولو له پاره څه نا څه ګرامرونو ته پاملرنه وكړو، خو مخكې تردې چې د جملې پېژندنه او تعريف وكړو بايد يادونه وشي، د جملې په باب بشپړ او مكمل تعريف چې هيڅ ډول سمونه او اصلاح ونه غواړي او د تل له پاره ثابت او ځاي پر ځاي وي نشته ځكه تعريفونه او مفاهيم ورځ په ورځ لاپسې كره او بدلون مومي. د تفكر دودې او پرمختګ پروسه (جريان) ځاى په ځاى نه دريږي د بشپړتيا او پرمختګ په لور درومې.
په دې برخه كې ممكن په ګرامرونو كې په عنعنوي تعريفاتو باندې زيات ټينګار شوى وي خو ددې پرنسيب له مخې چې په څېړنه كې تېر معلومات او پخوانى شتمني كه څه هم نيمګرتياوې به ولري د نويو څېړنو په هكله بايد تر مطالعې لاندې ونيول شي تر څو نسبتا كره او نوي معلومات تر لاسه شي.
كه نن د جملې په باب زمونږ معلومات نيمګړي وي نو ښايي چې بله ورځ به لاپسې بشپړ او زيات شي. د پخوا څخه د جملې په هكله ډير تعريفونه شوي او د بېلو بېلو پوهانو له خوا ورته جلا جلا تعريفونه او څرګندونې شوي دي ولې په علمي توګه د جملې په باب معين ټاكلى او ثابت تعريف نه ليدل كيږي مګر په مقابل كې يې د دوو سونه زيات تعريفونه په دې برخه كې موجود دي(1).

11.12.2012

په پښتو ژبه كې د جملو خصوصيات (ځانګړتياوې)
د ژبې د ژبنيو فورمونو د مطالعې او څېړنې څخه داسې نتيجه ترلاسه كيږي چې د پښتو ژبې په جملو كې د جوړښت او ساختمان دوه ډوله ځانګړتياوې شته دي. دغه دواړه برخې (عروضي او نحوي) په لاندې كرښوكې بيانول غواړو:
لومړى: د عروضي جنبې په باب څرګندونه:
څرګنده ده چې داكثرو ژبو په تېره بيا د پښتو ژبې عروضي، نحوي (سينتكسي) څېړنې تر اوسه پوره بشپړې شوي نه دي ځكه چې تر اوسه پورې څېړونكو ژبه درسم الخط (ليك) په اساس تجزيه كړې ده، خو په ډيرو ژبو كې او په پښتو ژبه كې ځيني داسې نحوي عناصر شته چې يوازې په تلفظ (وينا) كې څرګنديږي او په ليك كې نه څرګنديږي. له دغو څخه د خج، اهنګ، الحاق پيوستون، بيلتون (وصل او فصل) عناصر دي. د پښتو ژبې دغه عروضي برخې ته كومه خاصه پاملرنه نه ده شوى، په تېره بيا د اهنګ (Intonation)، فصل او وصل موضوع پوره روښانه څېړل شوې نه ده، مګر د خج و په باب په ډيرو ګرامرونو كې او يا په ځانګړي توګه خواره واره مواد ليدل كيږي، چې د هغو له ډلو څخه د پوهاند رښتين (د پښتو ګرامر 1327 لومړى ټوك (12 مخ) كې د خج د اهميت او په كلمو كې د معنا وو د بدلون په باب څرګندونې شوي دي. د دروند او سپك خج يادونه يې هم كړې ده. همدارنګه محمد ګل مومند (د پښتو ژبې لياره) كې د خج يادونه يې هم كړې ده. د زياتو معلوماتو له پاره د همدغه اثر (18-19-20) مخونه وګورئ.
د پښتو ژبې خج په باره كې څېړنه د ډاكتر بيچكا ليكنه ده، چې ترجمه يې د 1348 كال (د كابل مجلى په (2-3) ګڼو كې چاپ شوې او د پښتو ژبې د ځينو فعلونو او تركيبي كلمو د خج په باب ځيني ژبپوهنيز پرنسيبونه وړاندې كړي دي. د زيات تفصيل له پاره همدغه مقاله وګورئ.
(خج يا فشار د پښتو په ژبه كې) د 1346كال د كابل مجلې (10) ګڼه چاپ د معلوماتو د پاره وګورئ. همدارنګه دلته به د موضوع په اړه د لغوي خج او فونيم (غږيزواحد) په باب څه ضروري څرګندونې وړاندې كول بې ځايه نه ګڼو.
د پښتو ژبې ټول غږونه د غږيز سيستم له پلوه پر دوو برخو بېليږي:
يوې ته كتاريز او بلې ته سر كتاريز) وايي. كابل مجله 1355 كال لومړۍ ګڼه) او يا د كتاريز او غير كتاريز په نومو سرهء ياديږي.
په انګليسي، روسي ژبو كې كتاريز غږونو (فونيمونو) ته Segmental او غير كتاريز غږونوته (Suprasegmental Phonemes) وايي.
پوهاند رحيم الهام د دري ژبې د فونيمونو د تشريح په برخه كې د سيګمينټ Segment د پاره (مقطعه‌ء) او سوپر سېګمېټ (Supra Segment) د پاره عروضي اصطلاحات وضع كړي دي. كوم اصطلاحات چې ښاغلي پوهاند الهام د ژبپوهنې د پورتنيو اصطلاحاتو له پاره ټاكلي دي. پوره سمون كولى شي. څنګه چې د پښتو ژبې ددغو اصطلاحګانو دپاره كومه خاصه نومونه نه لرونو د استعمال په ځينو برخو كې به د نوموړو اصطلاحګانو څخه ګټه اخيستل هم بې ځايه نه وي.
كه مونږ د پښتو ژبي (كتاريز يا غير كتاريز) اصطلاحات د انګليسي ژبې سره پرتله كړونو كټ مټ يو ډول مفاهيم افاده كوي. د پښتو ژبې ټول واولونه او كانسو نينټونه كتاريز غږيز واحدونه (فونيمونه) دي. مګر غير كتاريز (سوپر سيګمېنت) غږونه (خج، اهنګ، لحن) غږيز واحدونه (فونيمونه) نه دي. د خج د څېړنې په برخه كې د ژبپوهانو ترمنځ د نظرونو بېلوالى ليدل كيږي. ځيني پوهان خج فونيم ګڼي مګر ځيني بيا خج د فونيمونو په ډله كې نه ګڼي. د دواړو نظريو خاوندان ځيني ذهنى اوعيني دلايل هم وړاندې كوي. مونږ دلته دغه قضاوت چې خج (فونيم) ونه ګڼل شي د يو څه منطقى استدلال سره سم دواقعيت څخه لرې نه ګڼو د موضوع د تائيد لپاره ګورو:
فونيم هغه غږيز واحد (ټوك) دى چې:
1- نه تجزيه كيدونكى دى 2- خپلواك دى (د مقايسې له پلوه) 3- سيكمېنت كتاريز (مقطعۍ) دى 4- بالقوه د معنا سره ارتباط لري. 5- د معنا لرونكو ژبنيو واحدونو (مورفيم، كلمه) غږيزه بڼه جوړ وي.
6- معنا لرونكي ژبني واحدونه سره بېلوي 7- ټول غړي (الوفونونه) يې په صـــــــوتي لحاظ غږيز
مشابهت سره لري مګر خج دغه ټولې ځانګړتياوې نه لري، يوازې د كلمو د معنا په تغير او د غږيزې بڼې په توپير كې رول لري. د خج او فونيم يوبل څرګند او جوت توپير دادى چې خج د غږيز سيستم يو مستقل عنصر دى، بلكې د فونيمونو ْ(غږيز واحدونو) يو داسې څرګندونه يا خصوصيت دى چې د يوې كلمې په څپه يز جوړښت كې جوتيږي.
مثلا: د پښتو ژبې دغه كلمه (ښكاري) د فونيم له نظره (ښ، ك، ا، ر، ي) برخى دي. ولې په همدې فونيم كې يو ټاكلي غږ يا خج چې پر لومړۍ يادوهمې څپې كې ښكاره كيږي. لكه د (ښكاري) په كلمه كې چې خج پر لومړۍ څپې وي نو فعل حال دى يعنى دليدل كيږي يا څرګنديږي په معنا، ولې په دوهمې څپې باندې خج د نوم حيثيت لري يعنى ښكاركوونكى. همداسى نور مثالونه.
اوس چې د سېګمينت او سوپر سيګمنت په معنا پوه شو نو راګرځو خپلې موضوع ته. دلته داهم بايد وويل شي چې د عروضي جنبو په باب د خج، اهنګ او الحاق په نومونو سره څرګندونې او څېړنې شته دى. پنزل په پښتو ژبه كې درې ډوله خجونه (دروند، منځنى متوسط) او سپك) او درې ډوله اهنګونه (جګ، منځنى، كښتنى) ښودلي دي او همدرانګه وايي چې ښايي درې ډوله الحاق (خلاص Open) جزيي (فاصلوي Hyphen) او پوره (التصاقى Close و مومو او ورپسې د خج او فونيمي تغيير، دافګسونو خج، د خج تغييرات سره د مثالونو ښودلي دي. وروسته تردې د جملو د خج او اهنګ په باپ د تركيبونو د الحاق په برخه كې توضيحات وركړي دي او د عروضي جنبې اوليك دود په باب څه خبرې هم شته دي، چې مونږ يې د موضوع د اوږدوالي له كبله ورنه تيريږو. همدارنګه ډاكتر زيار د خبري جملو د پاره وليدونكى او سوالي جملو لپاره جګيدونكى اهنګ په ګوته كوي مګر خج يې بيا په دريو ډولو په دوديز ډول بېل كړى دى، چې د جملوي، لغوي هجايي په نومو سره يې نومولى. خو دلته څه غورهم په كار دى. ځكه دا خبره بايد له ياده ونه باسو چې په جمله كې پر كلمو باندې د خج دريځ د جملو د اهنګ ټاكونكى هم وي.
خج معمولا په كلمو كې او د كلمو په ساختمانونو كې برخه لري د ژبې د صرفي ساختمان سره هم اړيكي ټينګوي او په جملو كې د جملوي فشار په توګه وظيفه ترسره كوي. په دې ترتيب سره اهنګ له اوږدو ساختمانو يعنى جملو، فقرو سره تړون او ارتباط لري او د هغوي د نحوي معنا ګانو ټاكونكى وي.
اهنګ په پښتو جملو كې ژبنى ارزښت لري. څنګه چې ليدل كيږي تر اوسه پورې په پښتو يا فارسي ژبو كې د اهنګ ډولونه درې يا (څلور) معيارونه په ګوته شوي دي. لكه خورا جګ اهنګ، جګ اهنګ، منځنى اهنګ او ټيټ اهنګ. د موضوع دروښانتياله پاره يوه داسې جمله راوړو:
1- تورپيكۍ راغله. 2- تورپيكۍ راغله.
3- تورپيكۍ راغله! 4- تورپيكۍ! راغله.
په پورتنيو جملو كې ترتيب او تشكيلوونكي اجزاوې كټ مټ سره يودي پرته له څلورمې جملى څخه، ولې د اهنګونو له مخې معنوي بېلوالى يې پيژندل كيږي.
د نحوي تجزيې له مخې زمونږ پورتني مثالونه يعنى هره يوه جمله چې (معنوي توپير سره لري) درې تشكيلووئكي برخې لريز دوې برخې يې په ليك كې څرګندې دي لكْه:
تورپيكۍ راغله. دغه جمله په اسمي او فعلي برخو سره بېليږي چې او له برخه د جملى فاعل (مسند اليه) او دوهمه برخه يې فعل (مسند) دى. دريمه برخه يې په ليك كې نه انځوريږي په دې حساب بېل بېل اهنګونه په دغو جملو كې د څلورو جملو معنا ټاكي يعنى د اهنګ توپير د جملې د معنوي نوعيت سبب ګرځي.
په دې توګه غواړو د پښتو ژبې د جملو عروضي ځانګړنې په جلا توګه په ګوته كړو.
 

5.26.2012

  پښتو کرښي/لغاتونه او انګریزې ژباړه :
۱- سرپناه -- Shelter
سرپناه د دریو اساسي ضرورتونو څخه یوه ده
Shelter is one of the three basic needs

2- سره سره --In spite of
د ستونزو سره سره، ننداره باید دوام ومومی
In spite of the problem, The show must go on
3- بایلونکي -- Loser
د هغوی سره ځان مه شمیره ، هغوی بایلونکی دي
Don't be identified with them, they are losers
4 - لږ شان -- A little bit
لږه مالګه به د دې خوند ښه کړي
A little bit of salt will make it taste good
5 - خراب طبیعت اوسیدل -- To be in a bad mood
هغه سره خبرې مکوه د هغې طبیعت خراب دی
Don't talk to her, she is in a bad mood
6 - د صفر نه شروع کول -- to start from zero
بیلیدل داسی وي لکه د صفر نه شروع کول
Moving out is like starting from zero

4.30.2012

پښتو لغاتونه او انګریزي ژباړه
---
 Browser (لټونګر)
 Server (پالنګر)
Administrator (پازوال)
Manager (سمبالګر)
Viewer (ليدونکى)
Messenger (استوژګر)
Installer (لګونګر)
User (کارن)
Editor (سمونګر)
Author (ليکوال)
Folder (پوښى)
Pagebreaker (مخماتوونکى)
Online (په کرښه)
Website (ګورتځاى)
 Email (برېښليک)
 Browser (لټونګر)
 Message (پيغام)
 Font (ليکبڼه)
 Software (پوستکالى)
 Login (ننوتل)
 Logout (وتل)
Username (کارن نوم)
 Password (شفر)
 Forum (فورمونه)
 Application (کاريال)
 Open Source (پرانستې سرچينه)
Server (پالنګر)
 Search (لټون)
 Default (تلوال)
 Save (خوندي)
 M.B. (م.ب.)
 FAQs (مپځونه) (مهمې پوښتنې او ځوابونه)
 Select (ټاکل)
 Touch pad (لمسنالۍ)
 Draft (ګارليک)
 File (دوتنه)
 Folder (پوښى)
 Table (جدول)
 View (کتنه)
---
رفیع الله دلاور ستانکزی

4.12.2012

Grammar
In Pashto, a verb almost always comes at the end of the sentence. For example:
زه د افغانستان یم (za da Afghanistan yam): I am from Afghanistan
ستا نوم څه دی؟ (sta noom sa dai): What is your name?
Personal pronoun comes at the start. For example:

زه د افغانستان یم (za da Afghanistan yam): I am from Afghanistan
ستا نوم څه دی؟ (sta noom sa dai): What is your name?
Pronouns can be used with verbs in the following manner. We take ‘to see’ (لیدل):
زه (za): I وینم (weenam): see
ته (ta): you وینې (weene): see
تاسې (tase): you وینئ (weeney): see (for more than one people)
هغه (hagha): he/she ویني (weeni): sees
مونږ (mong): we وینو (weenoo): see
هغوي (haghwey): they ویني (weeni) sees
-
رفیع الله دلاور ستانکزی

افغانستان د پوځ رتبې 
د پوځ او پوليسو د رتبو په برخه کې هم ستونزې پېښېږي، چې دلته غواړم د هغوى يوه مصوره بڼه وړاندې کړم: 

د افغانستان په پوځ کې، تر دا وروستيو پورې، واړه ضابطان تر افسرانو په ټيټه درجه کې راتلل او په دوو ډلو ويشل کېدل: د قطعې واړه ضابطان او مکتبي واړه ضابطان. (خو د خورد ضابط يا واړه ضابط اصطلاح تېر (٢٠٠٧) کال په رسمي ډول د افغانستان په اردو کې حذف شوه او اوس ورته بريدمل ويل کېږي) همدغه راز په افغان پوځ کې ، د درېيم بريدمن او جگتورن رتبې هم وې چې د برتانيې د پوځ په گډون په ډېرو پوځونو کې يې انډول نه ليدل کېږي. درېيم بريدمن له بريدملانو پورته او له دويم بريدمن کښته رتبه يا د افسرانو تر ټولو ټيټ پاټکى بلل کېږي. جگتورن د تورن او جگړن ترمنځ رتبه ده چې د ټيټپوړو افسرانو په کته گورۍ کې ترټولو اوچته درجه بلل کېږي 

داهم له اړوندو تصويرونو سره د افغانستان د پوځ رتبې له ټيټې نه پورته خواته.



د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ليکنه

پښتو او پښتانه له کومې راغلي دي ؟
پښتو د پښتنو ژبه ده . پښتانه د افغانستان تر ټولو اوسيدونکو پخوا نۍ ډېرۍ ( بومی اکثريت ) ژبتوکميزه ( اتنو لېنګويستيکي )و ګړنۍ ډله ده . پښتو او پښتانه له تاريخي _جغرافيايې پلوه په شمال ختيزو سيمو ( پامير ، بلخ ... ) اړه لري . د پښتنو نيکونه د سکه ، ساکه ، ساک ( کاس )، ساکانو او کاسيانو په نومونو يادېدل ، او پښتو هم د ساکي ژبي نم...سۍ زباده شوي ده . ساکان د اوېستاييانو ، پارتيانو ، ماديانو او پارسيانو تر څنګ پنځم آريا ني ټبر ګڼل کېږي چي تر زيږد ( ميلاد ) پېړۍ پېړۍ له مخه يې له منځني ختيځ او کوکاسه ( قفقازه ) تر شمال لويديز چين ، هند و کشميره سترې سترې اېمپراتورۍ را منځته کړې او د سکندر مقدوني په مشرۍ يې د يوناني يرغلګرو پر وړاندې د خپل اصلي ټاټوبي ( باکتريا ، بلخ او آمو شا وخواسيمو ) دفاع کړې او راوروسته يې په ګډه يونان _ باختري واکمنۍ کې برخه اخستې ده . ٢١٩٠ کاله پخوا يوه برخه ساکان له شماله ، سوېل ته راوکوچيدل او د هېلمند ناوې کښتنۍ سيمه ( زرنج ) يې په خپل نامه ( ساکېستان ) ونوماوه چي راوروسته پر سيستان واوښت . په دويمه زېږدي ( ميلادي ) پېړۍ کي چي د ساکېستان ستر واکي ړنګه شوه ، په شمال کې ساکي توکمو کوشانيانو د بلي سترواکۍ بنسټ کښېښود چي د هېواد پر شمال او سوېل سر بېره يې شمال لويديز هند او کشمير هم په خپله ولکه کې راوستل . پښتنو ساکانو په غور، هرات اود هېلمند و ارغنداب په ورشوو کې تر غوړې مرغې ( اراکوزيا يا اوسني ارغسان ) او کسې غره تر لمنو بېلا بېلې لويې او وړې سيمه واکۍ ( ملوک ا لطوايفۍ ) را منځته کړې او را وروسته تر سند وهند او کشميره خپاره شول .په دې توګه پښتو له هندي اريايې ژبو څخه اغېزمنه شوه او ډير څه يې ترې په خپله ځولۍ کې را واخېستل ، په تېره غبرګژبيزوالی ( ټ ، ډ ، ړ ، ڼ ) ، بې له دې چې يې له آرياني ( ايراني ) خپلوانو ژبو ، په سر کې دهمټبرو پاميري ژبو او بيا له پارسي ، کوردي ، بلو څي ... هغو سره تاريخي _ جغرافيايي تړاو له پوښتنې او خر خشې سره مخامخ شي.

د اوږدې ناروغۍ رخصت پاڼه 
۱. نمونه
عارض ځوان افغان د خان افغان زوی .
نيټه : ۱۳۸۷/۵/۶
د کانو او صنایو د وزارت محترم اداری رئيس صاحب
السلام علیکم!
د څو ورځو را هيسې ناروغ یم ، صحي معاینات مې وکړل، د ډاکټرانو له لارښوونې سر سم لازم دی خپله اساسي تداويو وکړم هیله ده چې د خپلې تداوۍ په غرض رخصت راکړل شي.
په درناوي
لاسلیک

د مقام امروکتل شو 
نوموړي ته دې د ناروغۍ استحقاقي رخصتي ورکړل شي او د رخصتي د اوږدیدو په صورت کښې دې د ډاکټر تصدیق راوړي!
لالسلیک 
۱۳۸۷/۵/۶
---
رفیع الله دلاور ستانکزی
(پښتو ګړدودونه (لهجی

دا چی ژبه د تاریخی، جغرافیایی، ټولنیزو وټه ییزو (اقتصادی، کلتوری او داسی نورو راز راز لاملو له مخی تل په اوښتنه او بلیدنه کی ده، نو په دی توګه هماغه یوه ژبه راز راز بڼی پیدا کوی چی د ژبپوهنی په نومونه ورته ګړ دودونه یا لهجی ویل کیږی. دا ګړ دودونه د بیلا بیلو لاملونو له مخی بیلابیل ډولونه لری، لکه جغرافیایی یا سیمه ییز ګړدودونو، تاریخی ګړدودونه، ټولنیز ګړدودونه او داسی نور. اوسنی پښتو له جغرافیایی پلوه په درو لویو ګړدوود ویشل کیږی:

۱- کندهاری یا لویدیز ګړدود.

۲- ننګرهاری یا ختیز ګړدود

۳- منځنی ګړدود.

د دود له مخی کندهاری ګړدود ته کندهاری پښتو، ننګرهاری ګړدود ته ننګرهاری پښتو او منځنی ګړدود ته منځنی پښتو هم وایو.

کوم بریدونه چی دغه دری ګونی پښتو ګړدودونه سره بیلوی هغه ګړنی، صوتی، ګرامری او وییز یا لیکزیکی (لغوی) توپیرونه دی.

۱- په کندهار دود یا کندهاری پښتو کی له کندهاری پرته نوری لویدیزی او سویل لویدیزی سیمی هم راځی چی د بادغیس له بالا مرغات، غورماچ، د غور نیاز کلا، او د هرات له کهسان څخه را پیل کیږی او د زابل تر جلدکه رارسی او زیاتره په سړبنی او بیا په غرغښی او بیټنی ټبرونو اړه لری لکه بارکزی، الکوزی، ساکزی، نورزی، اڅکزی، کاکړ، ترین، پریڅ، بابړ . . . دغه راز په یوڅه توپیر په دغه ډله کی د سویل وزیری، مسیدی او بیټنی او د ختیځ د خټکو پښتو هم راځی.

۲- منځنی ګړدودی ډله یا پښتو چی له جلدکه را پیل کیږی او تر درونټی پوری اوږدوالی مومی، د زابل پکتیا، غزنی، وردګو، میدان، لوګر، کابل، پروان، کاپیسا، لغمان، او یو څه د ننګرهار په متوزیو (غلجیو) او کرلانی ټبرونو پوری اړه لری لکه هوتک، توخی، ناصر، تره کی، سلیمان خیل، علی خیل، اندړ، ځاځی، ځدران، منګل، توتاخیل، تنی، مندوزی، اسمعیل خیل، احمدزی، عبدالرحیم زی، . . . سانیزی، وردګ، امیرخیل، خروټی، سهاک، بابکرخیل، اکاخیل، تره خیل، هوتخیل، اوریاخیل، ساپی، جبارخیل، نیازی، خویشکی او داسی نور. په استثنایی توګه د کونړ او باجوړ ځینی سیمی او ټبرونه هم په منځنی ډله کی راځی.

۳- ختیزه یا ننګرهاری ګړدودی ډله چی له درونټی او د سره له ککړک څخه پیل مومی او مخ پر ختیځ او شمال ختیځ تر اټکه رسی. ددی ډلی په سیمو کی ددوو زیاتره سړښی او کرلاڼی ټبرونو پښی میشتی دی لکه خوګیانی، شینواری، ساپی، مومند، یوسفزی، داودزی، خلیل دلزاک او نور دلته د کونړو او باجوړ ځینی ټبرونه لکه ماموند، سالارزی، اوتمانخیل، ابراهیم خیل او نور ګاونډی ترکاڼی تبرونه د ځینو ګړدودی ځانګړتیاوو (لکه د ښوینګ) له پلوه په منځنی ډلی پوری اړه لری. دغه راز لکه دمخه چی وویل شو د کوهات خټک، بنګین، ښوڅی او داسی نور ګاونډی تبرونه په کندهاری ډلی پسی ځی.


3.01.2012

د پښتو ځانګړي توري

د پښتو د مخصوصو تورو د ډولونو ځای پيژندل اود هغو مراعات کول دي، اکثر ليکونکي د ځ او څ فرق نه کوي همدارنګه د ږ او ژ فرق ته ملتفت نه دي کله د( ز) او( ځ) پر بېلوالي نه قايليږي مګر دا فرقونه خورا ضروري دي که ونه شي معنا غلطيږي مثلا د پښتو د مخصوصو تورو يه ليکلو کې داسې اشتباهات پيښيږي:

ږ:
دا توري دوه تلفظه لري بلکي کله کله پر درو لهجو ويل کيږي (ږ) چې يو رقم د (ژ) ډبل اواز دي چې دا تر غزني پورته خوا لهجه ده، بل( ګي) چې د کابل کښته خوا لهجه ده او دريمه لهجه د(ګ) او( ږ) ترمنځ لهجه ده چې د لوګر شاوخواته ده. نو ليکونکي بايد پخپل ليک کې ددې توري ځای وپيژني او هغه د پارسي په ګ ونه ليکي که نه وي مانا يې تغير مومي بيلګه: لږيدل د کم شدن په مانا او لګيدل د چسپيدن يا د ګرفتن په مانا راځي بايد سره بيل وي،په تلفظ کې څه فرق نه کوي په هره چې وي مګر په ليکلو بايد يو شکل وي.
همدارنګه ځينې زلمي ليکوال د ږ او ژ فرق نه کوي د ږيري پر ځای ژيره ليکي د کوږ په ځای کوژ ليکي چې دا هم يوه لويه غلطي ده.
ښ:
دا توري هم تقريبا دري تلفظه لري چې يو ښ بل خ اويل ددې دوو ترمنځ يوه لهجه ده.
په دې توري کې هم اکثر ليکونکي اشتباه کوي څوک د ادم پر ځای چې عربي کليمه ده ښادام ليکي او څوک بيا ښندل په عوض د نثارکردن په مانا دی خندل چې د خنديدن په مانا دي ليکي. بيلګه: خندل او ښندل ښور او خور ، پوښ او پوخ پښه او پخه او داسي نور.
څوک لا دا توري په شين ليکي او تلفظ کوي مګر دا هم علط دي بيلګه : خندل،ښندل ، شندل درې سره جلا جلا ماناوي لري.
همدارنګه : ښور ، خور، شور ، بېل بېل دي . نو ځکه پر ليکونکي ددې توري د ځای پيژندل او پر خيل ځای استعالول لازم دي.

ځ:
چې تر ( ز) لږ شانته دروند ويل کيږي ددې تورې بايد له ( ز) څخه فرق وشي بعضي ليکونکي يې نه کوي . بيلګه : زما او ځما دواړه په ځ ليکي او دا يې خيال دي چې هر ځای (ز) وي هغه ( ځ ) ليکل کيږي ، مګر دا عقيده غلطه ده ، (ز) خپل ځای لري او (ځ) خپل ځای . بيلګه زه د من په مانا دي ځه امر دي يعني برو يا ځر او زور يا خوړ او زوړ يا نور.....
څ:
دا توري هم اکثر خلک له (س )سره ګډوي او عقيده لري چې (س) او (څ) فرق نه لري نه لري ،مګر دا اشتباه کوي هم په تلفظ او په استعمال کې فرق لري بيلګه: څوک او سوک په يوه مانا نه دي همدارنګه څا او سا ، څر او سر او اوځار او اوسار يوه معنا نه لري
ډ :
دا توري هم چې د انګليسي D اواز لري اکثر ليکونکي د دال سره مشتبه کوي او ځيني چې پر هر ځای دال وويني( ډ) يې ليکي بيلګه : په ډيرو ځايو يا ورځپاڼو کې وينم چې څرګند څرګنډ ليکي او دا غلط دی . په پښتو کې( د) هم شته او( ډ) هم ، او خپل خپل ځايونو لري بيلګه : رډ او رد ، ډم او دم ، ډډ او دد ، ډډه او دده ډېر فرق لري .
ړ:
ددې توري ځای هم بايد د( ر) څخه جلا وپيژنده شي هم په تلفظ او هم په مانا کې فرق لري بيلګه : موړ او مور چاړه او چاره پړ او پر ، خوړ او خور يا نور داسي....
ټ :
دا توري هم د انګليسي T اواز لري له (ت) څخه هم معنآ او لفظآ جلا دي او دواړه په پښتو کې شته بيلګه : پټ او پت ، او پت ، سټ او ست ، کت او کټ ، ټول او تول يا نور داسي....

ڼ:
د پښتو دا نون هم د مشترک او عمومي نون څخه فرق لري او په غنه ويل کيږي او داسي آواز لري لکه( ړ) او( ن) چې سره يوځي ادا شي ددې توري يو خصوصيت دا دې چې هيڅکله د کلمې يه سر کې نه راځي ، او د نون سره هم معنآ او لفظآ فرق لري بيلګه :
باڼه او بانه ، کاڼه او کانه ، چڼه او چنه او نور
ليكوال: سمسور ويبپاڼي اداره
 

7.15.2011

 د استاد شپون ډیر په زړه پورې لیکنه لوستل یې ضرور دي

پښتو لیکدود، څو تجویزونه او د مرستې غوښتنه
////////////////////
...استاد شپون - دا مهمه مو ضوع ده چې پښتانه ژبپوهان او لیکوا لان یې باید حل کاندې چې را تلونکی نسل مو ملامت نه کړي چې دوی ته مو جنجال پرېښود. حکمتیار صیب او ما هم په تاند کې دمخه څه وړاندیزونه کړي وو.
له ساده ، یعنې تورو نه به یې پیل کړو او وروسته به نحوې ته لاړ شو چې جنجال یې زیات دی.
ز، ځ / ﺉ ۍ/ به را وخلو. منم چې په ځینو لهجو کې / ز او/ ځ/ په ویلو کې یو شانته غږ لري چې د لاتینې د/زي، زېد، /سره همغږي دي. خو په ځینو نورو کې/ ځ/ داسې لګېږي لکه /د/ یې سر کې نښتی وی/دز/
اوس نو علما اندرین چي فرمایند؟ چې دا کمکی فرق په دې ارزي چې /ز/ او/ځ/ دواړه و سا تو؟
 / ﺉ/او/ۍ/ هم همداسې غبرګونې دي چې د استاد بختا ني په فتوا سۍ غږونه کټ مټ سره، ورته څه چې یودي، نو بایده دي چې یو غبرګونی / خواره کی/ ۍ/ چۍ بې هغې یې هم لکۍ کړې، د خپل ورور /ﺉ/ په ګته له ژونده تیر شي.
 /ابﺉ دې هم د د ډوډﺉ غوندې بې لکﺉ و لیکله شي د ښځو د حقوقو فعالین به هم یو څه سو که شي چې د نر بر لاسي هم ورسره کمه شي.
که بختانی صیب کمپیوټر کې لیکلو ته مخه کړي نو د استدلال غوړي به یې لا غوړ شي، په یو ګوزار به دوه نا شولته توري هم له کیبورډ نه ډیلیت شوي وي. نو په دې حساب به پښتو له دوو غیر ضروري تورو خلا صه شوې وي.
خو غم دادی چې داسې به وګڼو چې دا خو زموږ خپله ژبه ، خپل مو واک دی چې هر توری چې مو سلا پرې راغله لرې کولی یا پرې زیاتولی شو. که چا زورور نا غیړي کوله، په یو فسم به مو قانع کړی و او که نه هم قانع کېد لی، د تکفیر وېره خو نه وه. ګېلې مانې به خا مخا کېدې چې په پښتو مو زور رسېږي خو عربۍ ته مو ملا ما ته ده چې هلته ؟ ث، س/ ص/ قطار دي چې عوام یې د /س/ په اواز تلفظ کوی، او /ض، ظ، ذ، ز/ چې عوامو ته ټول د/ ز/ همعږي ښکاري او خواص نور هم ځان ګنانګاروي چې / ض ته غودات، ظ ته غودې، ط ته طوخې.... اوداسې نور شډل انډولو نه کاروي. نو دا معترضین به وایي چې دا د عربۍ ژبې توري هم بوج دي، ولې یې / ز او /س/ ته نه را لنډوو؟ د دې پوښتنې ځواب( زواب) ساده او لنډ دی. عربي زموږ د دین ژبه ده، نو تصرف ورکې جا یز نه دی. چې څوک یې سم نشي ویلی، البته ژبه به یې ما ته نه وي. چې لوست لیک یاد کړي په دې به هم خبر شي ، ژبه به یې هم ما ته شي. نو به دا درنه تیږه په ځای پرېږدو، د خپلې ژبې د لیکدود چاره به و کړو.
 حتي په نورو /ی ګا نو لکه /ې/ او/ ي/ به هم غرض نه لرو بلکه یواځې د دوو پښتو تورو / ې/ او /ځ / د کمبلو په ټولولو فکر وکړو چې د یارانو به را یه څه وي ! زه خپله د استاد بختا ني استدلال منم، خو خپه هم یم چې یو نمو نه پښتو توری له لاسه ورکوو.بس له دې به زموږ سپﺉ بې لکﺉ وي ، د سپینې سپوږمﺉ اود اېرو د ډېرﺉ فرق به ورک شي ....
 پاتې شوه د /ځ /خبره. د دې کنجک مخ خو دې ورک شي چې تل مې د هېواد مل صیب سره پرې جګړه وه چې چېرته/ ځ/ را ځي ، چېرته / ز/ . دا نیمګړې فارمو له دې اور واخلي چې د پاړسي ج، پښتو کې ځ کیږي. جنګل، ځنګل ، جوان، ځوان خو د پاړسي جنګ چې د خدای وسې مې و کړې ځنګ نه شو. تر اوسه مې څو منثورې او منظو مۍ پښتو با بو لالې لیکلي خو لا هم د/ ځ /او/ ز/ تر مینځ تو پیر نشم کولی، هېواد مل کله په/ ز/ زلمی او کله په /ځ/ ځلمی لیکم. بیا هم شکر چې په ض یې نه لیکم.
چې را لنډه یې کړم، له پښتنو لیکوالو هیله لرم چې په یادو شوو تجویزونو سلا را کړي.
 دا یې سریزه(سریځه ؟ ) ده. که یې نتیجه ورکړه بیا به د پښتو نحوي اډانې ته لاړ شم جې د اوسنو لیکوالو اصلي ستو نزه( ستونځه ؟ ) هما غلته ده. دا به را وسپړو چې زموږ( ځموږ؟ ) د ژبۍ د جملو اصیل سکښت څه دی او تر کو مه حده زموږ ( ځموږ؟) لیکوال د هغې خیال ساتي . د یارانو د لارښودنې په تمه.

په پښتو کې د کمپیوټر او انټرنیټ ځینې اصطلاحات
 Some internet and computer terms in Pashto

Online (په کرښه)
Website (ګورتځاى)
Email (برېښليک)
...Browser (لټونګر)
Message (پېغام)
Font (ليکبڼه)
Software (پوستکالى)
Login (ننوتل)
Logout (وتل)
Username (کارن نوم)
Password (شفر)
-----------------------
Important Computer and Internet terminology in Pashto

Browser (لټونګر)
Server (پالنګر)
Administrator (پازوال)
Manager (سمبالګر)
Viewer (ليدونکى)
Messenger (استوژګر)
Installer (لګونګر)
User (کارن)
Editor (سمونګر)
Author (ليکوال)
Folder (پوښى)

----------------------
رفیع الله دلاور ستانکزی.

6.03.2011


د پښتو ژبې ليک لوست لړۍ
CERTIFICATE OF PARTICIPATION
For
د برخې اخیستنې منښتلیک
Khaista
Who has completed the Pashto advanced course
.Focused on topics of Pashto Grammars 
ښایسته
د کره پښتو پرمختللی کورس، چې د کره پښتو پر ګرامې موضوع ګانو چورلیده، بشپړ کړي
او دا منښتلیک یي د پښتو ژبې لیک لوست لړۍ کې د برخې اخیستلو منښته کوي.
پښتو لیک لوست لړۍ ستاسو په چوپړ کې.
پازواله ډله : ښایسته کوچۍ ، مسکا امان ساپۍ ، محمد فاروق کاکړ ، رفیع الله دلاور ستانکزی او عبدالطیف قاضیزاده
:زمونږه سره اړیکې
           
                                

5.14.2011

خــج Accent, Morpheme
مورفیم یا خج د غږونو لنډې غوندې سلسلی ته وایي او د غږونو دغه تسلسل بیا بیا تکراریږي مګر ټول تکراريدونکي تسلسلات مورفيم نه وي . یا پښتو کې کله کله په يو نيم حرکت باندې د آواز زيات فشار او زور راځي، چې هغه ته خج وايي . د خج په راتلو د يوې کلمې معنې له بلې څخه توپير کوي لکه داجملې :

ښّکاري (خج په لومړي سېلاب) څرګنديږي
ښکارّي (خج په وروستي سېلاب)ښکارکوونکی
واړه (خج په لومړي سېلاب ) ټول
واړه (خج په وروستي سېلاب ) کوچنیان
تیره (خج په لومړي سېلاب ) ماضي
تیره (خج په ورو ستي سېلاب ) تېز

4.11.2011

د افغانستان د وزارتونو رسمي نومونه:
 
د عدليې وزارت
د ماليې وزارت
د عامې روغتيا وزارت
د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارت
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت
له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت
د بهرنيو چارو وزارت
د مخابراتو او مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت
د دفاع وزارت
د کورنيو چارو وزارت
د اقتصاد وزارت
د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د پوهنې وزارت
د لوړو زده کړو وزرات
د اوبو او انرژۍ(بريښنا) وزارت
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت
د ښځو چارو وزارت
د حج او اسلامي ارشاد وزارت
د فوايد عامې وزارت
د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت
د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت
د سرحدونو چارو وزارت
د ښاري پراختيا وزارت
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت
یادونه:
په ياد موي وي چې په افغانستان کې د پوليسو ولايتي قوماندانانو ته "امنيه قوماندان" وايي چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړه مومي او غوره به وي چې همدا ټکى وکارېږي. د لوى څارنوال ادارې ته"لويه څارنوالي" وايي، نه هغسې چې ځينې يې په ناسمه املا لوى څارنوالي ليکي. د محکمو نظام هم له ابتداييه، تميز، استيناف او سترې محکمې نه جوړ دى او يو شمېر نورې بڼې هم لري. د لوى درستيز او ستر درستيز په منځ کې هم توپير شته: لومړى يو ژوندى کس او دويم د هغه اداره ده، يعنې هغه دفتر او تشکيل چې لوى درستيز يې مشري کوي د ستردرستيز په نامه يادېږي، چې کله کله دا دوه سره اشتباه کېږي


 .

ټکی: (.)
الف : د جملې په پای کښې راځي او يو مطلب سرته رسوي.
لکه: دا ډير ښه کتاب دی.

سواليه ؟
الف ): دا نځښه د پوښتنو په پای کښې راځي.
لکه : ولې نا وخته راغلې؟
ب): د شک ښودلو په وخت کښې هم راځې ، لکه:
د با يزيد روښان د مړينې کال (۹۸۰ ﻫ ق ښودل شوی دی)(؟)

۳. ندائیه (!):
الف): د ندائيې نخښه د خطابي جملې په پای کښې راځي.
لکه : تاته وایم !
ب): د حيرانۍ او تعجب په حالت کښې لیکله کښيږي، لکه :
اوهو، څه ښکلی ګل دی!
کله چې تعجب د پو ښتنې وړ وي او یا د تمسحر وړ وي ؛ نو بیا سوالیه او ندائیه دواړه د جملې په پای کښې راځي ،
 لکه: آّه، څومر ظالم!

۴. کامه(،):

الف): د جملې دوې یا څو فقرې (برخې) سره بیلوي.
لکه : زه چې لوګر ته تلم ، لاره خرابه وه

ب): د معترضه جملې يوې او بلې خوا ته راځي.
لکه : زما کتاب ، چې ډیر وخت يې درسره وتلی، را ولیږه !

ج): د کلمو د پرلپسې عطف په وخت کښې د عطف د (او) پر ځای راځي.
لکه : ما خپل کتاب، قلم ، کاغذ او بکس را واخیستل
.
(،) کامه
د):
 په یوه کمله کښې چې د کامې ځای بدلول معنوي تغیر راولي، راځي.
او زما سور ، ګل خوښ دیلکه: زما سور ګل ، خوښ د ی (،) کامه

چې دواړه سره بیل مفهومونه لري
 .
دا په اوږدو جمل کښې د اوږدو فقرو د بیلولو لپاره راځي، یانې تر کامې يې ساحه لویه او تر ټکي وړ ده ؛ لکه دا جمله :
ژمی چې دو اورو له امله ، لاري بندې شي؛ له یو ځای څخه بل ځای ته ، په تلو را تلو کښي خنډونه پښ شي؛ د لري دوستانو له حاله خبریدل ، سخت شي.

رفیع الله دلاور ستانکزی


 .

4.01.2011

لیک
(۱)
لمړی بیلګه.
نيټه: ۱۳۸۹/۳/۳
د ستر احمد بابا د لومړني ښوونځې محترم سر ښوونکې صاحب.
اسلام علیکم !
زما زوی پښتون خان چې ستاسو د ښوونځي د دوهم ټولګي زده کوونکی دی ، د ورپیښې شوي ناروغۍ له امله نن خپلو درسونو ته نه شي حاضریدلای ، هیله ده ناسوب ونه ګڼل شې.
په درناوي
(لاسلیک)
غورځنګ
(د پښتون خان پلار)

لیک
(۲)
دویمه بیلګه
نيټه: ۱۳۸۹/۳/۳
د نازو انا دلومړني ښوونځي درنې سر ښوونکښې صاحبې
اسلام علیکم !
زما لور حجاب امان چې ستاسو د ښوونځې د دولسم ټولکي زده کوونکښې ده ؛ د خپلې ناروغۍ له امله ښوونځي ته نه شي را تللای، هیله ده رخصت وګڼل شي.
په درناوي
(لاسلیک)
( د حجاب امان پلار)