د افغانستان د وزارتونو رسمي نومونه:
د عدليې وزارت
د ماليې وزارت
د عامې روغتيا وزارت
د کليو د پراختيا او بيا رغاونې وزارت
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت
له نشه يي توکيو سره د مبارزې وزارت
د بهرنيو چارو وزارت
د مخابراتو او مخابراتي ټکنالوژۍ وزارت
د دفاع وزارت
د کورنيو چارو وزارت
د اقتصاد وزارت
د اطلاعاتو او کلتور وزارت
د پوهنې وزارت
د لوړو زده کړو وزرات
د اوبو او انرژۍ(بريښنا) وزارت
د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت
د ښځو چارو وزارت
د حج او اسلامي ارشاد وزارت
د فوايد عامې وزارت
د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ وزارت
د ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت
د سرحدونو چارو وزارت
د ښاري پراختيا وزارت
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت
یادونه:
په ياد موي وي چې په افغانستان کې د پوليسو ولايتي قوماندانانو ته
"امنيه قوماندان" وايي چې په کورنيو چارو وزارت پورې اړه مومي او غوره
به وي چې همدا ټکى وکارېږي. د لوى څارنوال ادارې ته"لويه څارنوالي"
وايي، نه هغسې چې ځينې يې په ناسمه املا لوى څارنوالي ليکي. د محکمو نظام هم له
ابتداييه، تميز، استيناف او سترې محکمې نه جوړ دى او يو شمېر نورې بڼې هم لري. د
لوى درستيز او ستر درستيز په منځ کې هم توپير شته: لومړى يو ژوندى کس او دويم د هغه
اداره ده، يعنې هغه دفتر او تشکيل چې لوى درستيز يې مشري کوي د ستردرستيز په نامه
يادېږي، چې کله کله دا دوه سره اشتباه کېږي
.
.
No comments:
Post a Comment
ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي