ټکی: (.)
الف : د جملې په پای کښې راځي او يو مطلب سرته رسوي.
لکه: دا ډير ښه کتاب دی.
سواليه ؟
الف ): دا نځښه د پوښتنو په پای کښې راځي.
لکه : ولې نا وخته راغلې؟
ب): د شک ښودلو په وخت کښې هم راځې ، لکه:
د با يزيد روښان د مړينې کال (۹۸۰ ﻫ ق ښودل شوی
دی)(؟)
الف): د ندائيې نخښه د خطابي جملې په پای کښې راځي.
لکه : تاته وایم !
ب): د حيرانۍ او تعجب په حالت کښې لیکله کښيږي، لکه :
اوهو، څه ښکلی ګل دی!
کله چې تعجب د پو ښتنې وړ وي او یا د تمسحر وړ وي ؛ نو
بیا سوالیه او ندائیه دواړه د جملې په پای کښې راځي ،
لکه: آّه، څومر
ظالم!
۴. کامه(،):
الف): د جملې دوې یا څو فقرې (برخې) سره بیلوي.
لکه : زه چې لوګر ته تلم ، لاره خرابه وه
ب): د معترضه جملې يوې او بلې خوا ته راځي.
لکه : زما کتاب ، چې ډیر وخت يې درسره وتلی، را ولیږه !
ج): د کلمو د پرلپسې عطف په وخت کښې د عطف د (او) پر ځای
راځي.
لکه : ما خپل کتاب، قلم ، کاغذ او بکس را واخیستل
.
(،) کامه
د):
په یوه کمله کښې چې د کامې ځای
بدلول معنوي تغیر راولي، راځي.
او زما سور ، ګل خوښ دی““لکه: زما سور ګل ، خوښ د ی (،) کامه
چې دواړه سره بیل مفهومونه لري
.
.
دا په اوږدو جمل کښې د اوږدو فقرو د بیلولو لپاره راځي،
یانې تر کامې يې ساحه لویه او تر ټکي وړ ده ؛ لکه دا جمله :
ژمی چې دو اورو له امله ، لاري بندې شي؛ له یو ځای څخه
بل ځای ته ، په تلو را تلو کښي خنډونه پښ شي؛ د لري دوستانو له حاله خبریدل ، سخت
شي.
رفیع الله دلاور ستانکزی
.
.
No comments:
Post a Comment
ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي