افغانستان د پوځ رتبې
د پوځ او پوليسو د رتبو په برخه کې هم ستونزې پېښېږي، چې دلته غواړم د هغوى يوه مصوره بڼه وړاندې کړم:
د افغانستان په پوځ کې، تر دا وروستيو پورې، واړه ضابطان تر افسرانو په ټيټه درجه کې راتلل او په دوو ډلو ويشل کېدل: د قطعې
واړه ضابطان او مکتبي واړه ضابطان. (خو د خورد ضابط يا واړه ضابط اصطلاح
تېر (٢٠٠٧) کال په رسمي ډول د افغانستان په اردو کې حذف شوه او اوس ورته
بريدمل ويل کېږي) همدغه راز په افغان پوځ کې ، د درېيم بريدمن او جگتورن
رتبې هم وې چې د برتانيې د پوځ په گډون په ډېرو پوځونو کې يې انډول نه ليدل
کېږي. درېيم بريدمن له بريدملانو پورته او له دويم بريدمن کښته رتبه يا د
افسرانو تر ټولو ټيټ پاټکى بلل کېږي. جگتورن د تورن او جگړن ترمنځ رتبه ده
چې د ټيټپوړو افسرانو په کته گورۍ کې ترټولو اوچته درجه بلل کېږي
داهم له اړوندو تصويرونو سره د افغانستان د پوځ رتبې له ټيټې نه پورته خواته.
No comments:
Post a Comment
ستاسو لیک به وروسته له کتنې څخه ونښلول شي