پاچا خان بابا:- کوم قوم ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي - او - د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي

3.30.2011

د بهرنيو پوهانو له خوا ليکل شوي پښتو ګرامرونه

۱و_کلاپ ورټ په نوم يو بهرني، د پښتو ژبې يو ګرامر ليکلى ، دغه اثر په ١٨١٠ زېږديز کال کې چاپ شوى دى ٢_په ١٨٢٣ زېږديز کال په برلين کې (ا،اورسمين) يو پښتو ګرامر چاپ کړى ٣_ په ١٨٣٩ زېږديز کال د مېجر.ر.ليچ د پښتوژبې د ګرامر په برخه کې يوه وړه رساله ليکلې ده. ٤_د ١٨٤٢_١٨٤٥ز. کلونو په موده کې پروفيسور ډورن د پښتو ژبې ګرامر ليکلى او په کلکته کې چاپ شوى دى . . ٥_ د پښتو ګرامر يو کوچنى کتاب ذى چې په ١٨٥٤ په کلکته کې چاپ شوى او د واګن له خوا ليکل شوى دى . ٦_ د پښتوژبې ګرامر يا د افغانانو ژبه: دغه ګرامر د انګرېز جارج ميجر راورټي له خوا ليکل شوى اودوه ځله چاپ شوى دى ٧_ ډاکټر ايرنست ټرومپ پښتو ګرامر ، ليکل شوى دى -(Grammar of the Pashto of the language of the Afghanistan) د۸-دغه کتاب د جرمني ختيځ پوه ډاکټر ايرنست Dr. Ernest trump له خوا په جرمني ژبه ليکل شوى دى. ٩_ سي ،اى بېدولف ( C I bedolf) د پښتو ژبې په اړه يو کوچنى ګرامر ليکلى دى ، ګولډن شټېټ لومړنى جرمني ختيځ پوه دى، چې د پښتو ژبې په باب يې څېړنې پيل کړې دي د-۱۰ -دروس کېپل او قاضي عبدالغني خان له خوا په ګډه يو پښتو ګرامر ليکل شوى ا.۱۱-فرانسوي ختيځ پوه جيمز ډارمسټټر په ١٨٨٨ زېږديز کال د ايتمولوژي( افغانانوژبه) تر نوم لاندې يو علمي او ګرامري اثر ليکلى دى او په پاريس کې چاپ شوى دى . ١٣_ د پښتو ژبې د فلالوژي په برخه کې يوه رساله ده دا الماني ختيځ پوه کايګر ليکلى. ١٤_د پښتو ژبې لنډ ګرامر: د بېدولف له خوا په ١٨٩٠ زېږديز کال په لندن کې خپورشوى دى . لاريمر انګرېز-- (lorimer) پ۱۵-پښتوګرامر چې د شلمې پېړۍ په اوايلو کې خپورشوى. په- دغه ګرامر کې لومړى د پښتو فونولوژي باندې شرحه راغلې او د پښتوژبې واولونه يې (٧) ښودلي دي. ١٦_ پښتو ترجمان: دا د پښتوګرامر دى. ٣٨ کوچني مخونه لري (.ا . پفيمف) روسي ليکلى او په ١٩٠٧ زېږدي کال په تاشکند کې چاپ شوى دى. ١٧_ د پښتوژبې لنډقاموس او ګرامر : دغه کتاب هم (ا. پفيمف ) له خوا ليکل شوى. ١٨_ په ١٩٠٨زېږدي کال په تاشکند کې د پښتو ژبې ګرامر او لغتونو په باره کې يوه کوچنۍ رساله ده، په روسي ژبه خپره شوې چې ليکوال يې روسى( تومانويچ) دى. ١٩_ د پښتو ژبې د ګرامر يادښت : دغه ګرامر د انګرېز( اې. ډي. ميجرکوکس) له خوا ليکل شوى او په ١٩١١ ز. کال په لندن کې خپور شوى دى . ٢٠_ د (ډي ،ايل، ار، لار يمر) له خوا يوبل پښتو ګرامر د( پښتو نحوې )تر نوم لاندې ليکلى ٢١_ ناروېژي جورج مارګنسټرن (George Morgenstern) د هندو ارياني سرحدي ژبې (Indo – Iranian frontier language) په نوم يو کتاب، چې پراچي، اورمړي ، پاميري اونورستاني ) ژبو بېلابېلې خواوې پکې څېړل ٢٢_ اى ،اې بيرټلس د روسي ختيځ پوه له خوا په ١٩٣٥ زېږدي کال د پښتو ژبې د کندهارۍ لهجې تر سرليک لاندې يوه رساله ليکلې ا٢٣_ د پښتو ژبې لنډ ګرامر : دغه اثر د روسي ختيزپوه اسلانوف لنډ درسي ګرامر دي ٢٤_ (د ک . ا. ليبديف) درې ټوکيز پښتو ګرامر ليکلى ٢٥- (پښتو ژبه) تر دغه عنوان لاندې ګرامر روسي پوهـ (ن. ا . دوريانکوف) ليکلى ٢٦_ دوکتورا.م. ارانسکي د پښتو ژبې د ګرامر په نامه يوه وړه رساله ليکلې ٢٧_ د پښتو ژبې لنډ ګرامريا دپښتو ژبې د ګرامر ځينې اساسات : دغه ستره مقاله د روسي ختيځ پوه د.ا ښفميف د پ .ب زودين روسي پښتو قاموس په پاى کې ليکل شوى ده ٢٨_ د افغانستان د کندهارۍ لهجې تشريحي څېړنه: (A descriptive study of the dialect of kandahar) دغه ګرامر د امريکايي پښتو پوهـ هر برت پنزل (H. Penzal) له خوا په افغانستان کې ليکل شوى دى ٢٩_ ډاکټر برژي بيچکا چکوسلواکي ختيځ پوهـ د پښتو خج (فشار) په نوم يوه وړه رساله ليکلې . ٣٠_ زويا مارتيانيونا ،کالينينا روسي ختيځ پوه د پښتو ژبې د ګرامر په اړه ډېرې خورې ورې ليکنې کړې دي . ٣١_ عبدالحفيظ غني يف : دغه اثر د روسي پوه پروفيسور (ا.ل ګريدنبرګ) يو ښوونيز اثر دى

3.29.2011

- همزه واله ئ (y ə):

دا هم يو غبرګغږ دى او له زورکۍ والې (ۍ) سره يې په سکښت، جوړښت او تلفظ کې هېڅ تفاوت نه شته يانې دا دوه غږونه په حقيقت کې ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. پښتو ليکپوهانو د زورکۍ والې (ۍ) او همزه والې (ئ) د بېلتون نښه او ضرورت همدا ګڼلى چې يوه په نومونو او بله په فعلونو کې راځي. زه به دلته د پښتو ليکپوهانو له خوا د همزه واله (ئ) د اوسني دوديز استعمال ځايونه په ګوته کړم. الف – همزه واله (ئ) اکثره د امر او نهې فعلونو په پاى کې راځي لکه: کېنئ، پاڅئ، وخورئ، مه خورئ، لاړشئ، مه ځئ او نور... ب – د ځينو سواليه جملو په پاى کې هم راځي البته دلته هم فعلي حالت څرګندوي لکه: تاسو ټولګي ته راځئ، تاسو درس لولئ، په علمي غونډو کې برخه اخلئ او داسې نور...
٤- زورکۍ واله (ۍ

زورکۍ واله (ۍ

= yə) د ژبپوهنې دهمغو معمولو تعريفونو له مخې يو غبرګغږ دى يانې له دوو اوازونو څخه رغيدلې ده چې يو زورکى (ə ) دى او بل (y) دى چې يو يې خپلواک (ə) دى او بل يې (y ) بېواک. په پښتو اوسنۍ الفبا کې د زورکي (ə) او زور (a) تفاوت نه ليدل کيږي او دواړه په دې بڼه (ه) ليکي، خو فکر کوم د باړه ګلۍ په سيمينار کې د زور او زورکي لپاره (ه او ۀ) نښې منل شوي دي او دا يو ښه وړانديز دى. او بل يې (y) نيمه خپلواک غږ دى، د استعمال ځايونه يې په دې ډول دي: الف – په پښتو مفردو مونثو نومونو کې راځي، کېدى شي دا نومونه يا حقيقي مونث وي يا نا حقيقي، خو په لفظي ډول پرې دمونث اطلاق کېږي. لکه: ځولۍ ، زمرۍ ، نړۍ ، ګلالۍ ، ډوډۍ ، څوکۍ ، او داسې نور... ب – د ځينو هغو نسبتي صفتونو دجمعې او مغيره حالت لپاره راځي چې په څرګنده (ي) پايته رسېدلي وي. لکه: اصلي حالت خوښي خوښۍ تربګني تربګنۍ دوستي دوستۍ خوشالي خوشالۍ دا به په يوه مثال کې هم واضح کړو: (اصلي حالت) (مغيره حالت) د احمد او محمود ترمنځ دوستي ده. د احمد او محمود د دوستۍ مزه نه شته
- (اوږده، مجهوله يا ښځينه (ې

دا (ې) هم يو خپلواک اواز (واول) دى چې په پښتو کلمو په تېره بيا په ښځينه نومونو کې

زياته کارول کېږي. دکارونې ځينې مهم ځايونه به يې دلته په ګوته کړو الف – دا ښځينه (ې) دهغو مفردو مونثو نومونو دجمعې لپاره کارول کېږي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پاى ته رسېدلي وي. مفرد جمع ډيوه ډيوې ښځه ښځې پاڼه پاڼې مڼه مڼې زرکه زرکې او داسې نور... ب – دهغو مفردو مونثو نومونو دمغيره يا دويم حالت لپاره راځي چې په همدې ګرده (ه) يا زور پايته رسېدلي وي. لکه: اصلي حالت مغيره حالت ډيوه) رڼا کوي د (ډيوې) رڼا تته ده ښځۀ) د ژوند نيمه برخه ده. بې له (ښځې) ژوندون ګران دى. پاڼه) ورژېده د توت (پاڼې) رنګ مې خوښېږي. پلوشه) درس لولي (پلوشې) درس ولوست ج – دهغو ښځينه صفتونو دجمعې او مغيره حالت لپاره هم راځي چې په ګرده (ه) يا زور (a) پايته رسېدلي وي. لکه: مفرد او اصلي حالت مغيره او د جمعې حالت (ښه ښځه) (ښې ښځې) (ښه ښځه) ښه خوى لري (د ښې ښځې) به ښه خوى وي (سره ډيوه) (سرې ډيوې) د – په هغو نسبتي صفتونو او فعلونو کې هم کارول کېږي چې د ښځينه نومونو لپاره کارول شوي او يا ګردان شوي وي. لکه: له (بدې ورځې) ژاړم ( د ښې ورځې) خاوند شه (نجونې ژړېدلې) (خويندې خندېدلې) (تورې نڅېدلې) (وراوې تېرېدلې) او داسې نور... هـ - په ښځينه ضميرونو او مفردو حقيقي مونثو نومونو کې هم کارول کېږي لکه: دې، هغې، ناوې، ادې، خواښې او نور... ددې (ې) يو بله ښه ځانګړنه په دې کې ده چې دکلمو په منځ کې هم خپل هويت ساتلى شي او ان که څوک وغواړي په دقيق ډول يې استعمال کړي، دکلمې په سر کې هم خپل هويت ساتلى شي لکه: تېر) دپخوا تېر شوى او (تير) د دستک او لرګي په مانا پېر) دمهال په مانا او (پير) دلارښود يا مرشد په مانا.
- څرګنده يا معروفه (ي

دا (ي) په پښتو کې يو خپلواک غږ (واول) دى چې په پښتو متن کې ډېره زياته کارول کېږي د

کارونې ځينې مهم ځايونه يې په دې ډول دي: الف – دهغو مفردو مذکرو يا نارينه نومونو دجمعې لپاره راځي چې په نرينه (ى) پاى ته رسېدلي وي لکه: مفرد جمع سړى سړي زمرى زمري غويى غويي منګى منګي لرګى لرګي او داسې نور... ب – دهغو مفردو مذکرو نومونو دمغيره يا دويم حالت لپاره راځي چې په نرينه (ى) پاى ته رسېدلي وي لکه: ( اصلي حالت) (مغيره يا دويم حالت) (سړى) کار کوي (سړي) کار وکړ (بريالى) درس لولي (بريالي) درس ولوست (زمرى) د ځنګله پاچا دى له (زمري) څخه نور حيوانات وېرېږي. ج – د نسبتي صفتونو يا نسبتي نومونو په پاى کې هم راځي لکه: خوشال خوشالي رحيم رحيمي خوښ خوښي کريم کريمي سوکال سوکالي ابراهيم ابراهيمي او نور.... هوسا هوسايي او نور... د – په يو شمېر کسبي نومونو کې چې ديوې پېشې يا کسب ښکارندويي کوي هم کارول کېږي لکه: ډولچي، سرنجي، توپچي، موچي، دوبي، جارچي او نور... هـ - په يو شمېر فعلونو په تېره بيا د حال زمانې په فعلونو کې هم استعمالېږي. لکه: ځي، راځي، خوري، کړي، څښي، وړي، لولي، ناڅي، پاڅي او نور...
-( نرمه، لنډه يا نرينه ـ (ى

دې (ى) ته نرمه، لنډه يا نرينه (ى) وايي او د ژبپوهنې له معمول تعريف سره سم يو غبرګغږ يا ديفتونګ ګڼل کېږي چې له يو خپلواک اواز (a) او يو نيمه خپلواک غږ (y) څخه رغېدلى دى. سره له دې چې يو شمېر اوسني ژبپوهان د ديفتونګ له معمول تعريف سره موافق نه دي او هر يو، يو بېل اواز ګڼي، په هر ترتيب نرمه يا نرينه (ى) له همدغو دوو اوازونو څخه رغېدلې ده او ديوې څپې په شان يو ځل له خولې څخه راوځي. ددې (ى) دکارونې ځايونه په دې ډول دي الف – دمفردو مذکرو نومونو په پاى کې راځي لکه: سړى، منګى، لرګى، زمرى، ډانګى، فرنګى او داسې نور... کېدى شي دا نومونه حقيقي مذکر وي يا لفظي. ب – په ځينو نسبتي صفتونو يا ستاينومونو کې هم راځي لکه: توريالى، ننګيالى، زمريالى، بريالى او نور..

ج – په هغو فعلونو کې هم راځي چې دمفرد مذکر نوم لپاره ګردان شوي يا اوښتي وي. لکه: احمد ډېر ځورېدلى دى، محمود ډېر کړېدلى دى، لاس مې سوزېدلى دى.

د – د ځينو امکاني فعلونو په پاى کې هم راځي. لکه: زړه مې په ښو خبرو رغېدلاى شي، استاد د زده کوونکو په ښو اخلاقو خوشالېدلاى شي. وطن په کارونو ابادېدلاى شي، ځمکه د بزګر په هڅو زرغونېدلاى شي
پښتو پوها نو له خوا د پښتو ليكل شوي ګرامرونه

۱-معرفة الافغانې ۲-رياض المحبت ۳-تحفة الامير ۴-ګلدسته معاني ۵-وافيه ۶-پښتوصرف اونحوه ۷-اتاليق پښتو ۸-پښتو پښويه ۹-خود اموز پښتو ۱۰-معلم پښتو ۱۱-پښتو ښوونكى ۱۲-د پښتو ژبې لياره ۱۳-عجايب الغات ۱۴-ګنجينه افغاني ۱۵-قواعد پښتو ۱۶-د پښتو شپږمه كيلي ۱۷-دپښتو لومړى ښوونكى ۱۸-پښتوګرامر لومړى جز ۱۹-دپښتوصرف او نحوه ۲۰-پښتو قواعد ۲۱-د پښتو ژبې لنډ ګرامر ۲۲-ژبښودنه ۲۳-د پښتو مصدرونو لارښود ۲۴-امد نامه ۲۵-اتاليق پښتو(پښتو كونكى ۲۶-پښتو ګرامر ۲۷-د پښتو نوى مصدر ۲۸-معياري پښتو ۲۹-وييپوهنه ۳۰-پښتو ليکلار ښود ۳۱-پښتو پښويه ۳۲-دپښتو ژبې فونولوژي ۳۳-جامع القواعد د پښتو ۳۴-_سوچه پښتو يوه جايزه ۳۵-د پښتو مفصله صرف او نحوه ۳۶-د پښتو ژبې مورفولژي ( ګړپوهنه) ديادونې وړ ده چې له دې پرته ښايي د پښتو ژبې په اړه نور ګرامرونه او مقالې هم کښل شوي وي

3.27.2011

2) ځينې نور بيا ټولمنلې ښځينه جمع پايله((- يندې)) پر((-انې)) يا((-ګانې)) بدلوي، لکه: مورانې، خورانې، ترورانې، نندرورانې...(زرمله...)يا مورګانې، خورګانې، ترور ګانې، نندرور ګانې...(ننګرهار...).


3) زورکيوال ښځينه مفرد او جمع نومونه( کړکۍ، ډوډۍ، ناروغۍ، څوکۍ...) خو له سوېل لويديځ سره شمال ختيځ هم لږوډېره ملتيا کوي او –اَنې هسې بېځايه ورسرباري کوي، لکه: کړکيانې، ډوډيانې، ناروغيانې... .


4) (الف-) او (-و) پای ښځينه نومونه د (–وې) پرځای په ناکره پايله((- ګانې)) جمع کوي، لکه: غواګانې، ژړاګانې، خنداګانې، رڼاګانې، برېښنا ګانې، بيزو ګانې، زانګو ګانې، ورشو ګانې، پېرزوګانې، ارزوګانې... . هرګوره، (الف-) او(–زور) پای نرينه نومونه په –ګان ډېرګړی(جمع) کېږي،


لکه: ماماګان،کاکاګان، اکاګان، لالاګان، بېړاګان، بوراګان، بوده ګان، ساده ګان، خوځنده ګان، پوونده ګان...


ليكوال : پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار

3.22.2011

په پښتو کی د فعل لپاره يوه خاصه قاعده لرو چی هر فعل په (ل) باندی پایته رسیږي
لکه :
خوړل
څښل
تلل
لیکل
خندل
ویدکیدل
ځنګیدل
کړیدل
او داسی نور.

زمانه (وخت

لومړی (۱) حال

هغه زمانه ده چئ یو کار اوس کیږي

لکه:

ځم / لیکي ، خورئ ، وړئ اونور.

دوهم – ماضي یا تیره زمانه (وخت

دا هغه زمانه ده چي یو کار په تیر وخت کي سوئ وي او دا زمانه په درې ډوله ده.

لکه :

الف : مطلقه ماضي

پدې زمانه کي یو کار اوس ته نژدې په تیر زمانه کي سوئ وي.

لکه :

احمد ښونځي ته ولاړ.

تا ډوډۍ وخوړه.

زه کورته راغلم .

موږ ښونځي ته ولاړو.

ب: قریبه یا نژدې ماضي زمانه (وخت)

پدې زمانه کی یو کار اوس ته نژدې په تیره زمانه کي سوۍ وي.

لکه :

تا ډوډۍ خوړلې ده.

موږ کتاب راوړئ دئ.

تاسي کورته تللي یاست.

ج: بعید یا لري تیره زمانه (وخت)

چي یو کار په تیره لیري تیر زمانه (وخت) کي سوئ وي.

لکه :

موږ ځپل کار کړئ وو.

ته لوګر ته تللي وئ.

دوی راغلي وه.

دریم: راتلونکې زمانه (وخت

چي یو کار په راتلونکي زمانه کي کیږي

لکه :

احمد به راسي.

مونږ به وخاندو

دوي به خط ولیکي.

ترجمه
هغه فن دی چې د یوې ژبې او ادب دلوړ والي سبب ګرځي د ترجمان په زړه او مغزو باید دا قسم جذبات او احساسات خواره وي لکه کوم چې دنوموړي اثر دتخلیق په سبب هغه وخت شوي وو ترجمه باید روانه او عام فهمه وي تحت لفظي او بې تسلسله نه وي او د اثر هنري ارزښت ،اسالت او ښکلا وساتي
تبصره
تبصره د ژورنالیستیکي مطلبونو یوه ځانګړې برخه ده چې په ورځنیو پېښو شوو وقایعو،له پېښیدو څخه وروسته د شننې په شکل په ډېرې تېزۍ لیکل کېږي
ګرامر (Grammar)
دهغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې دصحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي .هره ژبه ځان ته خاص سیستم اوقواعد لري که چیرې د جملو په جوړولو کې دژبې قواعداوسیستم په نظرګې ؤنه نیول شي نو کومې جملې چې دلیک له پاره جوړیږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي
ژبه او لیک (Language written)
ژبه دټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، ژبه دانسانانو تر منځ دخبرو کولو، پوهولو را پوهولو یوه وسیله ده ، لیک د ژبې ، ژبنیو کلمو رسم دی دژبې د پیدایښت څخه بې شمیره کلونه وروسته لیک منځته راغلی نوځکه څه کلیمې چې له ژبې راوځي هماغسې باید ولیکل شي

3.19.2011


مقالهArticle،Essay
مقاله غيرې داستاني ليکنې ته وايي چې د فکر محصول د شننې ،ارقامو،او حقايقو په ژورې رڼا کې د يوې روښانه پائلې سره وکړي اوخپل علاقمندان د تازه او مهمو پېښوڅخه خبر کړای شي يا مقاله دخیال دقوت محصول دی که دخیالاتو چینه جاري وي نو ژوند مخ په وړاندې ځي مقاله اصلا ً په یوې ټاکلې موضوع پراخه اظهار خیال ته وایي مقاله باید د تنقید له دایرې څخه بهر ونه وځي یا په بل عبارت مقاله په نثر لنډه لیکنه ده چې په غوره او آسانه توګه دیوې ځانګړې موضوع څخه بحث کوي

حجاب امان
نـــــــثــر (Prose)
نثرپه لغت کې پاشلو،شيندلواوخورولوته وایي اوپه ادبي اصطلاح کې نثر روان عبارت او ساده لیکنه ده چې د وزن او قافیې مراعات په کې نه کيږي لوی لوی مضمونونه او مطلبونه په کې ځائیـــږې
حجاب امان

3.18.2011

د واو « و » او هې « ه » د غږونود کاریدني بېلګې

څرګند واو
نارینه نومونو په پای کې راځي لکه :کچالو،لاټو،خېټو،ټټـــو او داسې نور
ــ نرم واو (و )ــ
د کومونومونو په پای کې چې نرم واو راشي هغه نارینه نوم ګڼل کېږي لکه : لو، کنډو ، پلو ، علو او داسې نور .

ـــ کوچنۍ هې ( ه) ــ
د کومو نومونو په پای کې چې کوچنۍ هې راغلې وي هغه نارینه نومونه بلل کېږي لکه : تره ، وراره ، پسه ، زړه او داسي نور ؛ مګر کوچنۍ هې کله کله په بې سا ښځېنه نومونو کې هم راځي لکه : خوله ، ویاله ، کاله ، رانجه ، سابه ، ساړه او داسې نور .

اوږد واو (و)ـ
دا واو د ښځینه نومونو په پای کې راځي او د کومو نومونو په پای کې چې را شي ښځینه نومونه بلل کېږي
لکه : مستو ، زانګو ، ښارو ، پيشو او داسی نور.

څرګنده هې (ه) ــ
دکومو نومونارتینه او داسي نوو په پای کې چې څرګنده هې راشي هغه ښځینه نوم بلل کېږي لکه :آسپه ، ، وینه ، مڼه ، پزه ، تره ، ښځه ، ماندینه

مصدر(Infinitive)
مصدر د وتلو یا صادریدو ځای ته وایي او په اصطلاحي شکل مصدر هغې کلمې ته وایي چې د هغې څخه د یو کار د کیدلو څرګند ونه کيږي مثلا ً : دغیر صحي شیانو خوړل انسان ته ضرر رسوي . په دې جمله کې د خوړل کلمه مصدر ده ځکه چې بې له زمانې څخه د یو فعل اجرأ ښیي او یا مصدر هغه کلمه ده چې بې له درې ګونو زمانو څخه یو کار ښیي او زمانه ترې نه، مالوميږي په پښتو ژبه کې مصدر د لفظ او اخر په لحاظ پنځه ډوله دی

ـ۱ـ لام والا لکه : بښل ورتلل وهل
ـ۲ـ یدل والا لکه : چاودېدل ، اورېدل او نور
۳ول والا لکه : او رول ،ډارول ـ لبمول-
ـ۴ـ کول والا لکه : بیړه کول ، زغم کول
ـ۵ـ کیدل والا لکه : پاتې کيدل ، ښایسته
حجاب امان
فعل یا کړ(Verb)
هغه خپلواکه کلمه ده چې د درې ګونو زمانو (تېره، اوس،راتلونکي ) څخه په یوه ټاکلې زمانه کې د کار کول راښیي لکه : کار کوي ــ روزي ورکوي ــ وهي ــ ساتل ــ ساتي ــ جوړ وي ــ رسوي ــ تللي ــ لاړ ــ ځي ــ رانېسـي اغوستل او اخلو فعلونه دي
حجاب امان
عدد (Number)
هغه خپلواکه کلمه ده چې اندازه درجه او رتبه ښیي لکه : اتم ، پنځمه ، څلور ، اول ، دعدد اندازه دریم ، څلورم او اتم د عدد رتبه او درجه راښیي .
حجاب امان

توري ابيڅۍ
د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته .
ڼ ) نوڼ هم د پښتو ابيڅۍ يو بل تورى دى خو ځنې يې بيا د دوو تورو مركب ګڼي ځكه يې د مفردو تورو له ډلې څخه نه بولي . له يادو شو تورو پرته چې د پښتو په چم كې په دوديزو ژبو ( دري او نور و) كې هم شته خو څلور نور توري ( ځ څ ږ ښ ) بيا د پښتو ابيڅۍ ځانكړي توري دي ، داتوري د پښتو ژبې د بيلا بيلو لهجو تر منځ پوهاوي راپوهاوي ته لار اواروي ، دې تورو د پښتنو د بيلا بيلو ټبرونو ( قبيلو ) د تلفظ يا د ټكو د كارونې پر وخت د لهجې اختلاف راكم كړى دى

3.17.2011


(Adjective )صفت
صفت هغه کلمه ده چی پر اسم یا نوم باندي تاثیر کوي او یا په جمله کښي د اسم یا نوم په باره کښی څه وایي.
لکه : لوی . ښه . بد . جگ . کوچنی او داسی نور.
په لاندي جملو کی صفت وپیژنې:
د دوی کور د یوه جگ غره تر شا دي. / جگ = صفت
احمد یو نوی موټر رانیو./ نوی = صفت
احمد یو ښکلی قلم پیدا کړ./ ښکلی = صفت
ــ نومځری ،ضمیر(Pronoun)
ضمیر هغه خپلواکه کلمه ده چې د یو نوم ښکارندویي کوي د هغه پر ځای راځي او یا یې ملګرتیا کوي نومځری داډولونه لري:شخصي ضمير،اشاري ضمير،نامعلوم(مبهم)ضمير،ګډيامشترک ضمير،چې هريوددرې ګونواشخاصو(متکلم،مخاطب،غايب) اودرې ګونوزمانوتيره،اوس،راتلونکې له پاره کارول کيږي.يوه بيلګه یې داده:

سمسورکابل ته لاړ ( هغه کابل ته لاړ) همداشان د یو متن په جملو کې زه ، هغه ، می ، دوی ، زما،نه ، ما،هغوی ، څوک ،چا ، د،هغو ، ستاسو ، ستا ، موږ ، دغه ، دا اونورضميرونه دې
حجاب امان
ــ نو م (Noun)
نوم هغه خپلواکه کلمه ده چې په یو شي باندې دلالت کوي او په ځانګړې توګه خپله مانا څرګند وي لکه : سمسور، ټولګی ،ښوونکی،کتاب ،وخت ، ګل ،آس ، جومات،څپلۍ چې په شیانو باندې له زمان پرته دلالت کوي دنوم ډولونه دادي:خاص نوم،عام نوم،دذات نوم،دمعنا(مجرد) نوم،معرفه نوم، نکره نوم ،اشاري نوم،دجنس نوم ،دعددنوم،دآلې نوم،دفعل نوم،دغږ(صوت)نوم،نارينه نوم،ښځينه نوم،مفردنوم،جمع نوم ،ساده نوم،مرکب نوم اونور
توري ( ابيڅۍ
له خولې چې غږونه اورو ، يو له بل څخه بيل بيل وي ، او د هر انسان غږ هم يو له بل څخه توپير لري ، دا غږونه د انسان له شونډو ، ژبې ، مرۍ او كو مى څخه د راتيريدو پر وخت بدلون مومي ،چې دې خوزښت ( حركت ) او له خولې راوتلو تورو د غږ بدلون او بيل والي ته هجا وايي ، د دوو يا زياتو تورو له يو ځاى كيدو څخه يو ، ويې ( لفظ ) جوړيږي ، او د بيلا بيلو تورو له يو ځاى كيدو څخه غونډله ( جمله ) رامنځته كيږي .
د بيلګې په توګه :
زه د بلخ د لرغوني ښار اوسيدونكى يم .
ياده شوې غونډله د ويېونو ( الفاظو ) څو برخې لري ( زه ، د بلخ ، دلرغوني ښار ، اوسيدونكى ، يم ) چې هره برخه يې يو ه مانا وركوي ، دپورتنۍ غونډلې هره برخه بيا بيل بيل اوازونه يا غږونه لري چې د پيژندنې لپاره يې نښې هم ټاكل شوي دي چې ډول ډول څيرې لري ، همدا توري ( ابيڅۍ ) ده ،د پښتو ټول يو څلويښت توري دي او په دې منځ كې يې ديرش هغه توري دي چې په دري او عربي ژبو كې دود ( مروج ) دي .
(ا ب ت ث ج ح خ د ذ رز س ش ص ض ع غ ف ق ك ل م ن و ه ء ي ئ ) .
د پښتو تورو څلور هغه داسې دي چې په دري ژبه كې شته خو په عربي كې نشته ( پ چ ژ ګ )
او درې توري ( ټ ډ ړ ) يې بيا داسې دي چې نه په دري كې شته نه په عربي كې خو په هندي ، لرغونې ژبې سانسكريټ ، انګريزي ،او اردو ژبو كې شته دي ، دې دريواړو تورو پښتو ژبې ته دا ګټه رسولې ده چې ددې ټكو په كارونې سره طبي ، لاتيني او انګريزي ټكي چې پښتو او نورو سيمه ييزو ژبو كې كټ مټ كاريږي په هماغه اواز ادا كولى شې ، د بيلګې په توګه ، سوډيم ، ايركنډيشن ، خو په
نورو ژبو كې بيا دا ځانګړتيا نشته.
حجاب امان .
د مومند بابا ژوند ليك
ارواښاد محمد ګل مومند د محمدخورشيد خان غونډ مشر زوى د مومند خان لمسى د عبدالكريم خان كړوسى په خټه دويزى مومند او په دويزو كي حسن خېل و، په 1303 هـ ش كال د كابل په اندرابيو كوڅه كي زېږېدلي و، لومړنۍ زدكړي يې په ځاني ډول وكړې په 1327 هـ ش كال كي د حربي ښوونځي دويم ټولګي ته ولويد، په پنځه كاله كي يې پوځي زدكړه بشپړ كړه وروسته په اردلانو غونډ كي كومندان وټاكل شو، دا مهال يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه، او هم يې د حربي ښووځي سرمعلمي پر غاړه وه، د دغه بريالي چوپړ په پايله كي د سپاه سالار صالح محمد خان ياور وټاكل شو، بيا د شاهي ګارډ كومندان سو، څه مهال په تركيه كي د افغاني سفارت پوځي اتشه و، ده د هيواد د خپلواكۍ په جګړه كي هم پوړه ونډه واخيسته، او خپله پښتني ميړانه يې څرګنده كړه، په 1303 لمريز كال كي د پكتيا د عسكري كومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو.
په 1306 لمريز كال كي د مزار شريف د ملكي پلټني رئيس او بيا د ننګرهار عسكري كومندان وټاكل شو، د سقاوي انقلاب پر مهال يې لومړى له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كي له اعليحضرت محمدنادر شاه شهيد سره كلكه ملا وتړله او په زړه پوري خدمتونه يې وكړل، د هيواد تر ژغورني وروسته د سردار محمدهاشم خان په كابينه كي كورنى وزير وټاكل شو دا مهال د اعليحضرت محمد نادر شاه له خوا لومړي د ننګرهار او بيا د پروان او كابيسا ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل سو، په دغو ولايتونو كي پوره ارامي او را وروسته وروسته بيا په 1311 لمريز كال كي د قطغن، بدخشان، مزار شريف، ميمنې او كندهار ولايتونو د تنظيمه رئيس په توګه وټاكل شو، په هر ځاى او هركار كي يې خپله دنده په پوره ايمانداري سرته رسوله، او د خپلو ښو خدمتونو له امله يې د لمر اعلى نښان واخيست.
په 1309 لمريز كال كي د دولت وزير وټاكل شو، او تر دې وروسته يې نور ټول ژوند په خپل كاله كي د پښتو ژبي په پوهنيزو او ادبي چوپړ كي تېركړى دى.
په 1343 لمريز كال كي د لويي جرګې د مشر مرستيال ټاكل شو او خپله پښتني دنده يې په ښه توګه تر سره كړه.
تر 1327 لمريزكال پوري د مزار شريف په ايبكو كي اوسېدئ، بيا په همدغه كال كي د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كي كابل ته راغئ او پاته ژوند يې په خپله خوښه په كابل او ننګرهار كي تېراوه، څو ژمي يې د كونړ په نرنګ او پاته ژمي يې په خپل آر ځاى (ګولايي) كي تېر كړل خو په اوړي كي به كابل ته تلئ او په دې ډول يې د خپل كوچياني ژوند سلسله هم ټينګه ساتله.
مړينه:
دغه ننګيالى، توريالى، خبر لوڅ او جرګه مار پښتون په پاى كي د 1343 كال د زمري پر اووه ويشتمه د سې شنبې په ورځ د سهار پر اته بجې د 80 كلونو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كي وفات او په خورا درناوي د كابل د شهداى صالحينو په هديره كي خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد محمدګل مومند د جنازې مراسمو ته د كابل لوى_لوى خلګ، ملكي او عسكري ماموران او نور ډېر مينه وال راغلي وو، كله دى په درنښت خاورو ته وسپارل شو نو لومړى يې مولانا ارشاد لنډ ژوند ليك بيان كړ، د ده لوړ شخصيت او د هيواد لپاره يې دده سپېڅلي چوپړونه وستايل، ورپسې يې ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين، و عسكري، سياسي، پوهنيز او ادبي ارزښت ته نغوته وكړه، او ويې ويل: چي محمد ګل مومند ددې مهال خوشال خټك و، ځكه چي دى هم د هغه په شان د توري او قلم څښتن و، د سياسي ډګر پهلوان او يو غښتلى عسكر او جنرال و، او د عبدالقادر خټك دا شعر يې ووايه:

چي څراغ د هنر ځمكي پوشيده كړ
كه يې زه په اوښكو ډوبه كړم سزا ده
د ارواښاد محمدګل مومند بابا رسمي فاتحه د پوهني وزارت له خوا د زمري پر 28 _ 29 د شير پور په لوى جومات كي واخيستل شوه، دغي فاتحې ته د هغه مهال باچا محمد ظاهر شاه هم راغلى و، او د هغه ورور محمد كريم خان او وراره محمد پتنګ ته يې خپله خواخوږي څرګنده كړه
حجاب امان

3.16.2011


په پښتو کې د (ی) ډولونه :

په پښتو املا کې (ی) په پنځه ډوله ليکل کيږي .
۱ـ ملنه يا معروفه (ی) : هغه ساکنه (ی) چې دمخه توری يې زور ولري او نرم ويل کيږي .لکه (سړی ، ليونی ، منګی ) .
۲ـ څرګنده يا نسبتي (ی) : چې دمخه توری يې خالص او ثقيل زېر ولري . لکه :(وير ، بياتي ، ښادي ،دوستي ) .
۳ـ مجهوله يا اوږده (ې) : چې دمخه توری يې خفيف زير ولري او اوږده ويل کيږي . لکه : (هېر ، تېر، شيدې ، مستې).
۴ـ لکۍداره يا تانيثي (ۍ) : چې دمخه توری يې زورکی لري يواځی د کليمې په پای کي راځي ،لکه : (څپلۍ ، نجلۍ ، شينکۍ) .
۵ـ فعلي يا همزه لرونکي (ﺉ) : دمخاطب افعالو په پای کې راځي ،لکه : خورﺉ ، وړﺉ) د امر په ډول (وخورﺉ ، مه ژاړﺉ ).
د دغو يا ګانو په بدلون کله يو لغت په بل لغت بدليږي او په مانا کې يې تغير راځي .لکه : (مېنه ، مينه ، غړی ،غړۍ ، شړۍ ، مه خورﺉ ، ګورﺉ )
ديا ګانو برخه په پښتو ګرامر کې هم ډيره زياته ده ،يانې مفرد ،جمع ، مذکر او مؤنث فعل او اسم ،غايب او مخاطب د همدغو ياګانو په وجه معلوميږي.
که داياګانې په ليکلو کې فرق ونلري نو (وړۍ) د (پشم )په مانا او (وړﺉ) د وړلو به مانا به يو راز ليکو ، (راځئ) چې دامر صيغه ده د (راځي) سره به په ليک کې يوډول وي .

دشعر مضمون
ټول بیلا بیل ټولنیز،اقتصادي ، کلتوري ،عناصر،مفاهیم،مفکورې،واقعیتونه ،احساسات اوخاطرې که په عشقي،حماسي یاپه بله هره بڼه ؤاوسي دپنځول شوي اثرمضمون بلل کيږي.
دشعر ردیف
هغه کلمه یاجملې چې په یو مقفي شعر کې وروسته له ټولو قافیه والو مسرو په یوه شکل او یوه معنا تکرار راځي رديف بلل.
حجاب امان
دشعر شکل (Form Poem)
د یو ادبی اثر وړاندی کول په ځانګړ ي فورم یا قالب کې د هماغه اثر یا شعر شکل ګڼل کيږي لکه
.غزل ، بګتۍ او داستان
حجاب امان
شـعــر(Poem)
شعردیوځانګړي ذهني او عارفانه حالت زیږنده دی چې دهغه په نتیجه کې شاعر دچاپیریال دشیانو او انسانانو سره یو ډول روحي اوذهني اړیکه پیداکوي چې دغه اړیکه د احساس او فکر دتحریک سبب ګرځي اوشاعر خپله پنځونه پدې انفعالي حالت ( الهام )کې وړاندې کوي .
شعر په موزون بیان د خیال اوفکر عاطفي تړون دی .
په ټولیزه توګه شعردشکل له مخې په دوه برخو وېشل کیږي

( الف ) دشعر ډولونه : ۱ ــ غزل او ډولونه یې ،۲ ــ آزاد شعراو ډولونه یې ، ۳ ــ اډانه ( انځور یا ادبی طرحه) ،۴ ــ آزاده منظومه ، ۵ ــ قطعه ، ۶ ــ بولــله ( قصیده ) ، ۷ ــ مستزاد، ۸ ــ ترجیع بند، ۹ ــ ترکیب بند، ۱۰ ــ ټول قافیز ، ۱۱ ــ یوئیز ( تک بیتونه ) ، ۱۲ ــ دویزه (مثنوي) ، ۱۳ ــ دریز (مثلث) ، ۱۴ــ څلوریز (مربع) ، ۱۵ــ پینځه ییز (مخمس) ، ۱۶ ــ شپږیز (مسدس) ، ۱۷ ــ اوه یز (مسبع) ، ۱۸ ــ اته یز (مثمن) ، ۱۹ ــ لسیز (معشر) ۲۰ ــ ځلوريزه (رباعي)

ب ) ــ ولسي نظمونه : ۱ ــ مقام ، ۲ ــ بګتۍ ، ۳ ــ چاربیته ، ۴ ــ لوبه ، ۵ ــ بدله ، ۶ ــ داستان ، ۷ ــ سروکی (نیمکۍ) ، ۸ ــ لنډۍ ، ۹ ــ د نکلونو غږونه ، ۱۰ ــ کاکړۍ غاړې ، ۱۱ ــ د آتڼ نارې ، ۱۲ ــ بابولالې ، ۱۳ ــ د وړو مشاعرې ، ۱۴ ــ منظوم فالونه ، ۱۵ ــ انکۍ (چغیان) ، ۱۶ ــ کیسۍ (شبې) ، ۱۷ ــ تاریخي نارې ، ۱۸ ــ د مروتو کسرونه ، ۱۹ ــ منظوم نکلونه ، ۲۰ ــ د ښادۍ سندرې او۱۲ډوله
نور.
حجاب امان
نـــــــظــم
نظم په لغت کې دمرغلروپېيلوته وایي اوپه اصطلاح کې نظم دژبې اوادبیاتو هغې برخې ته وایي چې وزن ، قافیه اویو مخصوص آهنګ ولري دنظم عبارت عموما ً د ژبې په قواعدو او اصولوباندې برابرنه وي کله مبدأد خبر وروسته او کله فعل د فاعل او مفعول څخه مخکې
راځي.
حجاب امان
خاکه ( Synopsis) :
د کار هغه پلان ، لنډیز ، کړنلارې او خامې نقشې ته چې دمضمون یا کتاب تر لیکلو دمخه جوړه شي یانې دڅیړنې له پاره چې کومه ټاکلې سکالو (موضوع) په بابونو ، فصلونو ،مباحثو او نورو و ویشل شي هغې ته خاکه ( Out line) وایي .
حجاب امان

3.15.2011

ــ هنر( Artistic , Skill ) :
دیو کِسب ،صنعت ،فن ، اطلاعاتو او تجروبو دټولو عملي قوانینو پیژندلو ته هنر وایي په اوسنۍ اصطلاح په یو فن کې مهارت ، لیاقت
او قدرت لرلوته هنرمندوایي.
حجاب امان
ـ صرف ( Morphology)
مورفولوژي د یوناني کلمو مورفو او لوجي څخه چې د شکل او صورت مانا لري جوړه شوې ده . په لغوي لحاظ دا کلمه د یوې ژبې د لفظي اشکالو دعلم ، پوهې او پېژندنې په مانا راغلې ده ؛ اوس داسې تعریف شوې
موروفولوژي د تشریحي ژبپوهنې یوه څانګه ده په هغې کې د یوې ژبې مورفیمونه او دهغو جوړښت تر څېړنې او مطالعې لاندې نیول کيږي.
حجاب امان
ـ ژبه او لیک (Language written)
ژبه دټولنیز ژوند سره سمه منځ ته راغلې ده، ژبه دانسانانو تر منځ دخبرو کولو، پوهولو را پوهولو یوه وسیله ده ، لیک د ژبې ، ژبنیو کلمو رسم دی دژبې د پیدایښت څخه بې شمیره کلونه وروسته لیک منځته راغلی نوځکه څه کلیمې چې له ژبې راوځي هماغسې باید ولیکل شي.
حجاب امان
ګرامر (Grammar)
دهغو قواعدو او اصولو مجموعه ده چې په ژبې کې دصحیح لیکلو او لوستلو له پاره باید مراعت شي .هره ژبه ځان ته خاص سیستم اوقواعد لري که چیرې د جملو په جوړولو کې دژبې قواعداوسیستم په نظرګې ؤنه نیول شي نو کومې جملې چې دلیک له پاره جوړیږي هغه به بې معنا او بې مفهومه وي.
حجاب امان

3.11.2011

الله اکبر ولله الحمد
ميرويس نيکه په تور لحد کی خرڅولی نشم
ځواب شيرشاه او احمدشاه بابا ته ورکولی نشم
د خوشحال خان پګړی په خاوره کی لړلی نشم
خاوری د خان فخر افغان په اور سيزلی نشم
خپل سر به وخوری که دارا که سکندر راشی
که د چرچل په شان ميدان ته سل او زر راشی
د خپلی پولی نه يو انچ وروسته کيدالی نه شم
د پښتو ځمکه بل چاته پريښودلی نه شم